کرونا: پېښور او د پنجاب په اووه ښارونو کې په تعليمي ادارو کې رخصتي او په ملک کې نورې پرېکړې اعلان شوې

د پاکستان د تعليم مرکزي وزير او د صحت په چارو کې د وزيراعظم مرستيال په ملک کې د کرونا وبا د مخنيوي په لړ کې په پېښور او د پنجاب په ځينو ښارونو کې رخصتۍ اعلان کړې.

د تعليم وزیر شفقت محمود او دوزيراعظم د صحت د چارو مرستيال فېصل سلطان نن د شورو/چارشنبې په ورځ (10مارچ) په خبري غونډه کې د تعليمي ادارو او د کاروبارونو په اړه نوې پرېکړې اعلان کړې.

شفقت محمود وويل،په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې ځای په ځای د کرونا په اړه ځينې مسلې موجودې دي ځکه د 15 مارچ نه د 28 مارچ پورې به د خېبرپښتونخوا په پېښور د پنجاب په فېصل اباد، ګوجرانواله، لاهور، ګجرات، ملتان، راولپنډۍ او سيالکوټ، او اسلام اباد کې د سپرلي رخصتيانې وکړی شي.

هغه وويل په ملک کې د پينځه کروړو نه زيات ماشومان د سکولونو نه تر پوهنتونونو پورې تعليمي ادارو ته ځي، او ښه خبره دا ده چې په سيند او بلوچستان صوبو کې حالات ښه دي ځکه 50 فيصده ماشومان به سکولونو ته ځي او د کرونا څخه احتياطي ګامونه به په ځای ساتلی شي.

نوموړي زياته کړه په کومو سکولونو کې چې امتحانونه اخستل کيږي هغه به روان وي او د مې او جون په میاشتو کې چې د نهم نه 12 ټولګي پورې امتحانونه ټاکل شوي هغه به په خپل ځای اخستل کيږي.

د تعليم مرکزي وزیر شفقت محمود په 25 فرورۍ په ټویټر ویلي وو د لمړي مارچ څخه به پينځه ورځې ټول کلاسونه د معمول ترمخه روان شي، د کرونا له امله چې په ځينې غټو ښارونو کې په سکولونو کې په کلاسونو بندېز وو هغه به په 28 فرورۍ ختم شي.

فېصل سلطان وويل، د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره د ماسک اچول به ضروري وي، سمارټ لاک ډاون به کارول کيږي د کور نه د کار کولو پاليسي به روانه وي چې چرته د کور نه نه ممکن وي هغه به په ځای ساتلی شي.

هغه وويل په ټول ملک کې به پارکونه ماښام په شپږ بجې بندول کيږي خو صوبې هم اختيار لري چې په دغه اړه خپلې پرېکړې وکړي د ودونو ښالونه او سنېماګانې به د 15 مارچ څخه نه پرانستل کيږي د بندو ځايونو نه بهر د خوراکونو او نورو هلو ځلو اجازت به وي.

فېصل سلطان وويل په 12 اپرېل به د وسنيو پرېکړو بيا جاج اخستل کيږي.

نوموړی وويل د 60 کالو نه د زيات عمر خلکو ته د نن څخه د کرونا ويکسين لګول پېل شو او خلک کولی شي چې ځانونه د کرونا ویکسين لګولو دپاره رجسټر کړي.