پاکستان کې دبهرنۍ پنګونې د راټېټیدو علتونه څه دي؟

پاکستان کې د روان مالې کال په ۸ میاشتو کې بهرنۍ سرمایه کاري ۳۰ فیصده یعنې ۱.۳ اربه ډالره پورې را کښته شوې ده.

د پاکستان د اسټیټ بانک د خپرو شوو شمیرو تر مخه د تیر مالي کال ۲۰۲۰ په فرورۍ کې بهرنۍ سرمایه کارې ۱.۸۵ اربه ډالره وه.

د دغه شمیرو تر مخه د روان مالې کال په تیرو اتوؤ میاشتو کې د اسټاک مارکیټ څخه ۲۵اعشاریه ۶۳ کروړه ډالره سرمایه ویستل شوې ده، او د هیواد شخصي څانګه کې په فرورۍ کې بهرنۍ سرمایه کاري ۴۴ ٪ او سرکارې څانګه کې ۹۳ ٪ راکښته شوې ده.

ددې دعلتونو په اړه اقتصاد پوهه پرو فیسر ذلاکت خان وي او ای ډیوه ته وایي "ددې دوه غټ اسباب دي یو خو په نړۍ کې کرونا وایرس راغلو او اقتصادي عمل سست شو، دویم زمونږ په هیواد کۍ دتوانایۍ په څانګه کې د چین له اړخه داقتصادي راهدارۍ لاندې کار کیدو چې پکې هم سستې راغلې ده"


هغه وایي ددې ترڅنګ دهیواد دسیاسې حالاتو له امله هم بهرنیو سرمایه کارو خپلې پېسې ویستې دې.

چین هغه هیواد دی چې په پاکستان کې د انرژۍ او مالیاتي څانګه کې د اقتصادي لاهدارۍ د لارې تر ټولو زیاته سرمایه کارې کوې.

ددې ترڅنګ نیدرلینډز،هانګ کانګ،ناروی او مالټا هم په هغه هیوادنو کې شامل دي چې په پاکستان کې یې دتیرو اتوؤ میاشتو موده کې سرمایه کاري کړې ده.

بهرنۍ سرمایه کارۍ کې کمی د هیواد پر اقتصاد څومره اغیز کولی شي؟ په دې اړه اسلام اباد کې د اسلامې پوهنتون پروفیسر معراج الحق ډیوه سره خبرو کې وایي
هیواد کې ګراني زیاته ده،اقتصادي پرمختګ کم دی او دهیواد دننه هم سرمایه کاري کمه ده.

هغه زیاتوي دبهرنۍ سرمایه کارۍ کمېدو سره بی روزګارۍ او دهیواد اقتصادي وده کې هم کمی راتلی شي.

دحکومت تر مخه سرکاري زرمبادله ذخیرو کې د تیرو پینځوؤ میاشو راهسې زیاتوالی روان دی اؤ دبهر میشتو پاکستانیانو له لخوا هیواد ته راتلونکو پیسو کې ۲ اربه ډالره زیاتوالی راغلی او اسټاک ایکسچینج مخ په وړاندې روان دی.

د هیواد دسائنس مرکزي وزیر فواد چوهدرې په دې وروستیو کې ویلي وؤ په پورونو اخستو قابو موندل شوې او په ګرانې به هم قابو وموندل شي.

خو د څیړونکو وینا ده چې کال ۲۰۲۱ کې د اقتصادې بحالۍ او بهرنۍ سرمایه کارۍ د پاره به حکومت ته خپل اقتصادې تګ لاره کې بدلون راوستل او په کرونا وایرس دقابو موندلو ترڅنګ دهیواد سیاسی حالات هم ښه کول وي.

څېړونکي وایي که چرې داسې ونه شول نو د خلکو عام په خلکو کې د ورځنۍ اړتیا دشیانو اخستو توان به نور هم زیات اؤ ګراني به مخ په بره لاړه شي