رپوټ: بایډن پر دې فکر کوي چې په افغانستان کې تر نومبره خپل پوځیان وساتي

واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن پر دې فکر کوي چې په افغانستان کې خپل ځواکونه له ټاکلې مودې وروسته شپږ میاشتې نور هم وځنډوي او د مې د لومړۍ نېټې پر ځای یې تر نومبر میاشتې پورې هلته وساتي.

د این بي سي نیوز د خبر له مخې صدر جوبایډن په وروستیو کې د خپل ملي امنیت له ډلې سره په بحث د دفاع وزارت له هغو هڅو سره مخالفت څرګند کړی چې غواړي امریکایي پوځیان تر مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې وساتي.

دا خبرې د بایډن او ملي امنیت د ډلې تر منځ له بحث څخه دوو خبرو تنو کړې دي او په دوی کې یوه تن ویلي، چې د بایډن پر مخالفت برسېره هغه دې ته راضي کړل شوی چې خپل پوځیان شپږ میاشتې نور هم را و نه باسي.

د این بي سي نیوز په وینا له بحثه خبر یوه تن ویلي "بایډن غواړي را ویې باسي"، دغه تن وایي د پېنټاګان مشران ورته بیا بیا دا ستونځه وړاندې کوي چې طالبانو تر پایه د دوحې پر تړون عمل ونه کړ. دغه تن وایي پېنټاګان صدر بایډن ته وایي:

"ګوره، د دې کار ذمه ته اخلې، ښاغلی صدره! او موږ د دې ضمانت نه شو درکولای چې که موږ خپل ټول پوځیان په دومره بیړه را وباسو نو څه به پېښېږي".

دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې یوې خواته تازه په ماسکو کې د افغان سولې د بهیر په اړه نړیوال کانفرنس شوی او بلې خواته صدر بایډن څو ورځې مخکې ویلي وو، دا به ګرانه وي چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

د صدر بایډن او ملي امنیت د ډلې تر منځ له بحث څخه خبر دویم تن ویلي، پوځي مشرانو هغه ته څو خوښې وړاندې کړې دي چې په افغانستان کې خپل پوځیان تر ناڅرګندې یا ټاکلې مودې پورې وساتي.

دغه تن ویلي په هغه کې د مې تر لومړې یا تر هغه مخکې مودې او د شپږ میاشتې نور وخت خوښه هم شامله ده چې وایي "پرېکړه به یې صدر بایډن کوي".

دغه کسان چې د ولسمشر بایډن د انتظامیې له پرېکړو سره بلد دي وایي تر اوسه پورې په دې اړه څه حتمي پرېکړه نه ده شوې چې امریکایي پوځیان تر کله پورې په افغانستان کې وساتل شي.

این بي سي نیوز وایي په دې اړه یې د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند پوښتلی خو هغه له څه ویلو ډډه کړې او د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو د سیکرټرې جین ساکي وروستیو خبرو ته یې اشاره کړې ده.

مېرمن جین ساکي د فرورۍ میاشتې په وروستیو کې ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل هغه پوښتنه ده چې په سپینه ماڼۍ کې تل ورباندې بحث کېږي او وایي صدر بایډن له دې سره جوړ نه دی چې طالبان بیا واک ته ورسېږي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي ویلي، تر اوسه لا په دې اړه پالیسۍ ته کتنه کېږي او په افغانستان کې په راتلونکي کې د خپلو پوځیانو په اړه څه پرېکړه نه ده شوې.