پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو داسټیبلشمنټ دسخت ناقد ګڼل کیدونکي فعال سرمد سلطان د لادرکه کیدو نه وروسته دهغه میرمنه وایي په دې وروستیو کې د سرمد سلطان په کور برید هم شوی ؤ اؤ برید کوونکو دهغه کورنۍ ته ګواښ کړی ؤ چې که سرمد سلطان دخپلو لیکنو نه لاس وانه خستو نو مړی به یې هم ونه مومئ.
د خالي په ورځ په ټوئټر د سرمد سلطان داکاونټ څخه دشوي ټوئټ کې ویل شوي چې د30 مارچ په شپه وسله والو دسرمد سلطان په کور برید کړی ؤ چې پکې دهغه کشر رور سچل سلطان سخت ژوبل شوی ؤ.
ټوئټ کې ویل شوي چې دبرید په مهال کله د کور خلکو شور پیل کړو نو برید ګر ګواښ وکړو چې که په راتلونکي کې سرمد له خپلو لیکنو لاس وانه خستو نو مړی به یې هم په سترګو ونه وینئ.
30 مارچ کی رات سرمد سلطان پر گھر میں قاتلانہ حملے میں ان کا چھوٹا بھائی سچل سلطان شدید زخمی ہو گیا. تاہم اب ان کی حالت خطرے سے باھر ہے. اہل خانہ کے شور مچانے پر قاتل یہ دھمکی دے کر گئے کہ آئندہ سرمد اپنی تحریروں سے باز نہ آیا تو اس کی لاش بھی نہیں ملے گی.سرمد سلطان اب بخیریت ہیں.
— sarmad sultan (@SarmadSultanS) April 3, 2021
سرمد سلطان دپنجاب د اټک سیمې استوګن دی چې په فلسفه اؤ ارد ادب کې یې دماسټر ډګرۍ ترلاسه کړي اؤ زیاتره وخت په ټوئټر دپاکستان دتاریخ اؤ دپوځي کړنو په بابله لیکنې کوي اؤ دغه لیکنو کې په جار نیوکې کوي.
په ټولنیزو رسنیو د زیارت د ورځې نه د هغه دلادرکه کیدو بحثونه پیل شوي دي اؤ دهغه دلادرکه کیدو سره سم دهغه ټوئټر اکاونټ هم تړل شوی دی.
پاکستان کې ګڼ شمیر سیاسي مشرانو ،خبریالانو، دبشري حقونو فعالانو اؤ تنظیمونو دهغه په لادرکۍ اندېښنې ښکاره کړي اؤ پوښتنه یې کړې چې اخر څنګه یوازې هم هغه خلک پاکستان کې بې درکه کیږي، وژل کیږي اؤ ځورؤل کیږي چې مخالفه رایه لري.
اسی نظام کے خلاف تو میری جنگ ہے۔ جہاں ایک مختلف رائے رکھنے والے کو اس طرح دن دھارے اُٹھا کر غائب کر دیا جائے۔ اس طرح اپنے ہی شہریوں کو زبردستی اغوا کر کے آپ صرف اور صرف نفرت کو جنم دیں گے ۔ ہوش کے ناخن لیں اور سرمد سلطان کو رہا کریں ۔ #BringBackSarmadSultan
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) April 2, 2021
دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ټوئټر لیکلي دهغې جګړه خو هم دهغه نظام په ضد ده چې پکې دمختلفې رایې لرونکي کسان داسې په رڼا ورځ پورته کولی اؤ ورکولی شي.
مریم نواز لیکي “داسې په جبر دخپلو وګړو په تښتونه تاسو یوازې اؤ یوازې کرکې زیږوئ، دهوش نه کار واخلئ اؤ سرمد سلطان خوشې کړئ”
افسوس ناک امر ہے کہ حکومت نے ابھی تک سرمد سلطان کی بازیابی کے لئے کوئی اقدام نہیں اٹھایا، چیئرمین بلاول بھٹو زرداریآزادی اظہار رائے کوئی جرم نہیں ہے، مہذب معاشروں میں اختلاف کرنے والی آوازوں کو کچلا نہیں جاتا، چیئرمین بلاول بھٹو زرداری
— PPP (@MediaCellPPP) April 3, 2021
پاکستان پیپلز ګوند هم دسرمد سلطان په لادرکه کېدو اندېښنې ښودلي اؤ ددغه ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي په ټولنیزو ستونزو دخبرو کوونکو لوستو خلکو داسې په بې درکه کیدل یوه سوالیه نخښه ده.
په ټوئټر بلاول بوټو زرداري لیکلي د خپلې رایې څرګندؤنه هیڅ جرم نه دی اؤ په مهذبو ټولنو کې مخالف غږونه نه غلي کړل کیږي.
د لادرکه سرمد سلطان میرمن په ډاګه کړې ده چې هغوئ د هیڅ یو سیاسي یا مذهبي ګوند سره تړاؤ نه لري اؤ زیاته کړې یې ده چې سرمد سلطان اوس پخیریت سره دی.
هغې پخپلو ټوئټونو کې دهغه دخیریت خبر خو ورکړی خو واضحه کړې یې نه ده چې هغه چرته دی ؟ اؤ ځېنو خلکو دهغې ددې خبرې نه په ټولنیزو رسنیو دا مطلب اخستی دی چې ګنې سرمد سلطان اوس پیدا شوی دی.
افسوس کہ پاکستان میں اختلاف رائے کو دشمنی بنا دیا جاتا ہے اختلاف کرنے والوں کو کرائے کے لوگوں سے پہلے گالیاں اور دھمکیاں دلوائی جاتی ہیں اگر وہ خاموش ہونے سے انکار کر دیں تو پھر کرائے کے قاتل تلاش کئے جاتے ہیں ہم سرمد سلطان پر قاتلانہ حملے کی شدید مذمت کرتے ہیں https://t.co/TzSYBMrlja
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) April 3, 2021
وتلي پاکستاني خبریال حامد میر د سرمد سطان په لادرکۍ په ټوئټر لیکلي “افسوس ید چې پاکستان کې مخالفې رایې څخه دښمني جوړولی شي اؤ اختلاف کوونکي وړومبی د کرایه په خلکو کنځل کیږي اؤ ګواښل کیږي خو که هغه غلی نه شي نو بیا ورله د کرایه قاتلان ولټول شي “
حامد میر لیکي “تاسو دسرمد سلطان سره اختلاف کولی شئ خو دغیرقانوني لارې دهغه دلادرکه کولو مطلب دادی چې تاسو هغه ته دجواب ورکولو دپاره دلیل نه لرئ، هغه تر پرونه یوازې یو غږ ؤ،تاسو غائب کړو، اوس دهغه غږ کې ګڼ غږونه شامل شوي اؤ هغه یو اتل جوړ شو”
تر دې یوه ورځ وړاندې بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل هم د سرمد سلطان په لادرکه کیدو اندېښنه ښودلې وه اؤ دهغه د زر ترزره راخلاصولو غوښتنه یې کړې ده.
پاکستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې ګڼ شمیر دبشري حقونو فعالین،خبریالان اؤ مدني فعالان په زوره لا درکه کړل شوي، وژل شوي اؤ یا هم ځورؤل شوي دي.
دبې درکه کسانو کورنۍ په جبري لا درکیو کې دهیواد استخباراتي ادارې اؤ پوځ ککړ بولي خو پوځ مدام دغسې تورونه رد کړي دي