پاکستان کې کرونا سیوا شوې خو مقابل کې په احتیاطي سپارښتنو دخلکو عمل کم شوی

ډاکټران وایي ماسک د کرونا وایرس نه دځان ساتلو وړومبۍ پوړۍ ده اؤ‌ که څوک غواړي چې ددې وایرس نه خوندي پاتې شي نو ماسک باید ضرور وکاروي ،خو د ډاکټرانو دسپارښتنو برعکس پاکستان کې احتیاطي ګامونو ته پاملرنه کمه شوې ده.

پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه ډیر په چټکتیا سره خلک اغېزمن کوي اؤ دصحت محکمې دچارواکو له مخې ددې وایرس نه د ځان ژغورنۍ یوازینۍ لاره داده چې خلک ماسک واچوي.یو،بل نه په فاصله پاتې شي اؤ سنیټائزر وکاروي.

هرڅو که حکومت پرله پسې عام ولس ته د کرونا نه دځان ژغورنې په سپارښتنو د عمل کولو ټیګار کوي خو دصوبې دسرښار پېښور اؤ نورو سیمو په بازارونو کې لیدل کیږي چې زیاتره خلک اوس هم د ګڼې ګوڼې ځایونو کې پرته له ماسک ګرځي.

وي او ای ډیوه چې د ماسک په ارزښت د صوبې دتر ټولو ستر هسپتال لیډي ریډنګ د کرونا کمپلیکس مشر ډاکټر محمد زبیر بهټي سره خبرې وکړې نو هغه وویل ماسک د کرونا نه د ځان ساتلو ړومبۍ پوړۍ ده.

هغه وایي که د یو تن کرونا وي اؤ هغه ماسک نه وي اچولی او بل بنده اچولی وي نو دغه صحتمند بنده پنځوس فیصده محفوظ دی.

نوموړی وایي که د کرونا رنځور او صحتمند تن دواړو ماسکونه اچولي وي نو صحتمند تن نوي فیصده محفوظ پاتې کیږي.

ډاکټر بهټي وویل دلته لیډي ریډنګ روغتون کې تیر کال هم او پي ډي ګانې تړل شوې وې. علت یې دا ؤ چې د کرونا مریضان په زیاتیدو وؤ اؤ اوس یو ځل بیا او پي ډي وتړل شوې البته بېړني خدمات دوامداره دي.

هغه وایي "دې روغتون کې مونږ دکرونا مریضانو لپاره 240 بسترې ځانګړې کړې وې. نن مو هغې کې د 60 نورو بسترو اضافه وکړه. اوس ټولې درې سوه شوې"

ډاکټر بهټي وویل. دا وخت د لیډي ریډنګ روغتون کرونا کمپلیکس کې 260 ناروغان د درملنې لاندې دي.

ډاکټر زبیربهټي وایي د کرونا دریمه څپه کې زیاتره هغه کسان اغېزمن شوي چې د برطانیې نه راغلی کرونا وایرس ورته لګیدلی دی.

ډاکټر بهټي زیاتوي"دبرتانیې نه راغلي دا رقم وایرس په چټکتیا سره خوریږي. مونږ پښتونخوا او پنجاب کې ډیر مریضان ددې قسم ګورو"

هغه وایي د صوبې ټولو روغتونونو کې د کرونا رنځوران بستر دي.خو دې روغتون ته د نورو لرې پرتو سیمو نه هم مریضان راځي.

تېرو دوؤ اوونیو راهسې پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه کې شدت پیدا شوی اؤ روزانه په دې وایرس په زرګونو کسان اخته کیږي.

پاکستان کې ورځ تر بلې د کرونا د سیوا کېدونکو پېښو له امله تیره اوونۍ برتانیې دپاکستان نوم د سفري بندیز په سور نوملړ کې هم وراچولی چې له دې امله اوس دپاکستان نه هیڅوک برتانیې ته سفر نه شي کولی اؤ که دبرتانیه خپل وګړي هم دپاکستان نه هلته ستنیږي نو وړومبی به برتانیه کې تر لسو ورځو قرنطین کې ساتل کیږي.

دخیبر پښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې د کرونا وایرس نه دخلکو د ژغورنې په خاطر حکومت په هر رقم دستورو بندیز لګولی اؤ سرچینې وایي چې د صوبې بیلابیلو سیمو کې د لاک ډاؤن په لګولو هم غور روان دی.