کرک:نامعلومو وسله والو ځایي خبریال په ډزو سره وژلی

د خېبرپښتونخوا په کرک سیمه کې نامعالومو کسانو یو ځایي خبریال وسیم عالم په ډزو وژلی دی،

وژل شوي خبریال هغه یوې سیمه ییزې ورځپاڼې سره د رپورټر په توګه کار کولو.

پولیس مقدمه د نامعلومه کسانو پرضد درج کړې او مقدمه کې ویل شوي چې وژل شوي خبریال چا سره کومه شخصي دښمني نه لرله.

د خبریالانو دنړيوال تنظيم ار ايس ايف د پاکستان دڅانګې مشر اقبال خټک وايي له تیرو څو کلنو راهسې پاکستان کې د خبریالانو دپاره وضعه ډیره خرابه ده او چې حوک پرې بریدونه کوي د قانون منګلو ته نه راوستل کیږی اؤ دسزا ګانو نه بچ پاتې کیږي.

دخبریال وسیم عالم دکورنۍ غړو پولیسو ته ویلي هغه ماذیګر د کور نه وتلی ؤ او بیا کور سره نزدې په میټها خان سیمه کې په ډزو سره ووژل شو.

پولیس وایي وسیم عالم د کورنۍ دیو غړي په مدعیت یې د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې يې پېل کړی دي خو په سمدستي توګه نه ده معالومه شوې چې د دې وژنې علت څه دی؟



وي او ای ډیوه د وژل شوی خبریال کورنۍ سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

دکرک پریس کلب مشر خالد خټک چې د يو شخصي ټيلي ويژن سره خبريال دی، وايي وسیم عالم ورسره نزدې یوولس کاله د پریس کلب غړی پاتې شوی اوس مهال یې هم د پریس کلب د لویې کمیټي مشري په غاړه لرله.

خالد خټک وایي وژل شوي خبریال دیوې ځایي ورځپاڼې صدائ لواغر سره د مرستیال ایډیټر په توګه کار کولو او زیاتره به یې دعلاقې مسلې رپورټ کولې.

هغه وائي نوموړي دې نه وړاندې د سباؤن په نوم یوې ورځپانې سره هم کار کړی دی. او کله یې هم داسې د تشویش څرګندونه نه وه کړې چې ګنې هغه ته کوم ګواښ یا خطر خطر پېښ وي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل کرک یوه پرامنه او د ترهګري نه پاکه سیمه ده او په داسې حال کې د خبریال وسیم عالم بې رحمه وژنې دوئ ټول پریشان کړي او د اندېښنو سره مخ کړې دي.

هغه په دې پیښه کې دککړو کسانو د قانون منګلو ته د راوستلو غوښتنه وکړه.

د خبریالانو دنړيوال تنظيم ار ايس ايف د پاکستان دڅانګې مشر اقبال خټک وايي له تیرو څو کلنو راهسې پاکستان کې د خبریالانو دپاره وضعه ډیره خرابه ده او چې حوک پرې بریدونه کوي د قانون منګلو ته نه راوستل کیږی اؤ دسزا ګانو نه بچ پاتې کیږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل تر څو چې د خبریالانو په اړه رياستي رويه بدله شوې نه وي نو خبریالان به د داسې حالاتو سره مخ وي.

هغه وويل په پاکستان کې خبریالان د سخت فشار سره مخ دي، هر وخت ورته ګواښونه کيږي او ډېر په سختو حالاتو کې صحافت کوي او که څوک سختې پوښتنې راولاړوي نور د سختو حالاتو سره مخ کيږی.

په پاکستان کې دننه او بهر د مطبوعاتو د ازادۍ ادارې وایي چې د تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال رسنۍ او خبریالان تر بل هر وخت زیات قدغنونو سره مخ دي،

​دخبریالانو دحقونو دبیلابیلو سازمانونو د رپورټونو په اساس د کال 2002م نه راپدیخوا په پاکستان د 130 نه زيات صحافيان وژل شوي چې نه خو یې قاتلان معالوم شوي او نه چاته سزا ورکړل شوې ده.

روانه میاشت د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په نړيواله کچه د بشري حقونو په اړه خپل کليز رپورټ کې ویلي وؤ که څه هم د پاکستان دستور د رایې د اظهار ضمانت ورکوي خو ددې باوجود په کال 2020م کې هم پاکستاني مطبوعات د يوشمير بندیزونو سره مخ وؤ او حکومت د خبريالانو، مديرانو او د اخبارونو مالکانو په ځورونو کې د ککړو تنانو پرضد اقداماتو کې ناکامه شوی.

تېر کال پاکستان د سي پي جې په نړیواله درجه بندۍ کې په نهمه درجه ملک وو چې پکې د ۱۵ خبریالانو د وژل کېدو کېسونه لا نه دي حل شوي.