په کابل کې د امریکا سفارتخانې ویلي د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي د کابل څلور ورځنی سفر پوره کړی او روان شوی دی.
سفارتخانې نن د ګل/دوشنبې په ورځ (12 اپرېل) ویلي، زلمي خليلزاد د کابل څلور ورځنی رغنده سفر پوره کړی دی.
Ambassador Zalmay Khalilzad departed Kabul this morning after a four-day visit speaking with Afghan government and political leaders as well as civil society and diplomatic representatives. Read our full statement below. pic.twitter.com/CtEa6kzRBJ
— U.S. Embassy Kabul (@USEmbassyKabul) April 12, 2021
سفارتخانې په اعلاميه کې ویلي، نوموړي په خپل سفر کې د حکومتي، سياسي مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو او سفارتي ټولنې سره يې د استنبول د راتلونکې غونډې په اړه خبرې او بحث شوی دی.
خليلزاد ويلي په دې موضوع يې خبرې کړي چې ولې دغه خبرې مهمې دي چې د سولې عمل ګړندی کړی شي، او هغه بيا د دې خبرې پخلی کړی دی چې امریکا د افغانستان سره د اوږدې مودې همکاري کوي.
په اعلاميه کې ويل شوي د خليلزاد په ناستو کې په دې هم بحث شوی چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو او لږکيو ګډون هم ضروري دی او پکار ده چې په دې کې مدني ټولنه او ځوانان هم خپل رول ولوبوي.
سفارتخانې په اعلاميه کې ويلي خليلزاد چې څومره ناستې کړي په ټولو کې ورته د استنبول د ناستې په اړه ډاډمن نظرونه ترلاسه شوي دي.
دا چې د استنبول غونډه به کله کیږي، د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح ویلي ټاکل شوې دغه غونډه روانه اوونۍ ترسره شي.
نوموړي پرون په 11 اپرېل ويلي وو زلمي خليلزاد د يادې غونډې ايجنډا د افغان حکومت سره شريکه کړې او د ايجنډې مهمې خبرې اوربند او حکومت جوړونه ده.
په 10 اپرېل ارګ ویلي وو ولسمشر اشرف غني د زلمي خليلزاد سره ليدلي او د ترکي د کانفرانس په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. pic.twitter.com/uLqCFvRiGL
— ارگ (@ARG_AFG) April 10, 2021