طالبان: د بهرنيو ځواکونو وتلو پورې په خبرو کې ګډون نه کوو

طالبانو ويلي د افغانستان د راتلونکې په اړه په ترکي کې راجوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي څو پورې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه نه وي وتلي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعیم په ټویټر ويلي، تر هغې پورې چې د افغانستان نه ټول بهرني ځواکونه نه وي وتلي، دوی (طالبان) به په هیڅ قسمه غونډه کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان په اړه پرېکړه کوي.

د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه د طالبانو دغه بيان څو ساعته وروسته له هغې مخې ته راغلی چې امریکا ويلي د روان کال 11 ستمبر وروسته به د افغانستان نه ټول امريکايي ځواکونه اوباسي.

امریکايي چارواکو ويلي، صدر جوبايډن به نن اعلان وکړي چې د 11 ستمبر وروسته به د افغانستان نه خپل پوځونه اوباسي.

دا تازه پرمختګ په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په ترکي کې د افغانستان په اړه د 24 اپرېل څخه د څلورمې مې پورې غونډه راجوړيږي.

د وي او اې د اردو څانګې د خبر ترمخه د غونډې شريکو منتظيمينو ترکي، قطر او ملګرو ملتونو په شريک بيان کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يوه غېر معمول غونډه د 24 اپرېل نه تر څلورمې (مې د میاشتې) جوړيږي.

په بيان کې ویل شوي چې د غونډې راجوړونکی يو ازاد، خپلواکه او متحد افغانستان غواړي.

خو د استنبول د غونډې د نېټو د اعلان نه وړاندې هم طالبانو ويلي وو په غونډه کې برخې اخستو ته چمتو نه دي.