ایا دافغان سولې په معامله امریکا دپاکستان نه خفه ده؟

څېړونکي وايي داسې ښکاري چي امریکا د افغان سولې په معامله اوس هم د پاکستان نه خفه ده خو وايي پاکستان به هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل "اسونه"تم وساتي او که داسې نه کوى نو بیا پرې بندیزونه لګیدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې دامریکا صدر جوبایډن په رسمي توګه دافغانستان څخه د خپلو ځواکونو دستمبر يوولسمې نېټې پورې د ويستلو اعلان کړی.

پاکستان دامریکایي صدر دغه اعلان ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی خو د شورو په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټېلیفون دافغانستان دسولې د خبرو ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې کړي.

جنرال باجوه وايي پاکستان تل د افغانانو په مشرۍ د سولې د عمل ملاتړ کړی چې ټول شريک فريقېن پرې متفق وي.

څېړونکي وايي په بنيادي توګه افغان ولس د طالبانو پخواني دور ته تلل نه غواړي خو د افغان دولت په ګډون ټول دا وايي چې د افغانستان د امن کيلى د پاکستان لاس کې ده.

د امریکا صدر جو باېډن په رسمي توګه د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ويستلو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د پاتې ځواکونو د ویستلو لړۍ به د مئ د وړومبۍ نېټې نه پېلوي چې د ستمبر تر يوولسمې به سرته رسي.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې که طالبان د دوحې په تړون ونه درېدل او په افغانستان کې یې بهرنیو ترهګرو ته ځائ ورکړو نو حساب به ورسره کوي.

صدر جو باېډن د افغانستان په څنګلورو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان، هند، چین، روس او ترکیې غږ کړی چې د افغانستان سره مرستې وکړي ځکه چې وايي دوى ټول د پرامن افغانستان په راتلونکې کې برخه لري.

دپاکستان حکومت په رسمي ډول دامريکایي صدر دغه اعلان ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتهوني بلنکن د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټېلفون د افغانستان د سولې د خبرو ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ دمطبوعاتي څانګې لخوا جارى شوي بېان کې ويل شوي چې پاکستان مدام دافغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د عمل ملاتړ کړی چې ټول شريک فريقېن پرې متفق وي.

اخوا هم پرون د شورو په ورځ اسلام اباد کې يوې غونډې ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم ویلي چې پاکستان به د افغانستان په ګډون د سيمې د امن او ثبات لپاره خپلې مخلصانه هلې ځلې دوامداره ساتي.

وتلی خبریال او په افغان طالبانو دکتاب لیکوال احمد رشید وايي دا لا هم نه ده مالومه چې طالبان به د افغان حکومت سره د خبرو د لارې په شريک حکومت جوړولو سلا شي اؤ که نه؟

هغه وایي طالبانو د استنبول په غونډه کې هم د ګډون نه انکار کړی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي"پاکستان اوس په طالبانو اثر لري او مونږ ته دا یاد ساتل پکار دي چې د طالبانو د مشرانو کورنۍ په کوټه او پېښور کې مېشته دي"

هغه زیاتوي طالبان چې کله هم مهې پرېکړې کوي نو د سلا مشورې لپاره پاکستان ته رادرومي.

نوموړی مخکې وايي "مونږ دا هم وليدل چې امریکا د پاکستان څخـه سخته خفه ده. د امریکا صدر جو باېډن لا تر نن پورې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته ټېلفون نه دی کړی او دا په علاقه کې د تناو نخښې نخښانې دي"


امریکا او افغانستان مدام په پاکستان طالبانو ته په خپله مزکه د پناه ورکولو او د هغوئ سره د مرستو تورونه لګوي خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي هغه په افغانستان کې د يوې خاص ډلې طرفداري نه کوي او ېوازې دغلته د امن پلوي دی.

دافغانستان دچارو يو بل څېړنکار او د پېښور پوهنتون د ایريا سټډي سنټر پخوانی استاد ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي په بنيادي توګه د افغانستان ولس دطالبانو پخواني دور ته تلل نه غواړي او د رياست سره خوشاله دي.

هغه وایي چې کله بهرني ځواکونه د افغانستان نه وځي او بيا هم دغلته د ګاونډي هیوادونه لاس وهنه روانه وي نو دا امکان شته چې هلته حالات خراب شي.

نوموړی وايي په اصولي توګه د افغانستان ملي پوځ ددې جوګه دی چې د هېواد د ښاريو ساتنه وکړي خو که د هغوئ عملیات پراخېږي او هوايي قوت ورسره هم نه وي نو بیا د مشکلاتو سره مخامخ کېدی شي.

دامریکا صدر هم وېلي چې امریکا او متحدین به یې د روزنې او نورو وسایلو په برخه کې د افغان ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي.

ډاکتر سرفراز خان وايي ښکاري داسې چې اوس مهال غربي قواؤ په پاکستان دومره فشار ساتلی دی چې پاکستان به هڅه کوي چې په افغانستان کي خپل اسونه معنا طالبان تم وساتي او که پاکستان داسې نه کوي نو ښکاري چې بندېزونه پرې لګیدلی شي ولې چې پاکستان اوس هم د اېف ای ټي ایف په خړ فهرست کې دی.

ډاکټر سرفراز وایي افغان حكومت هم دا وايي د امن کنجي یا کيلي په پاکستان کې ده اؤ که ګاونډي هېوادونه مداخله نه کوي نو هغوى د طالبانو په مقابل کې امن ټينګولی شي.

سرفراز خان زیاتوي د طالبانو ځوان کول هم پوهه دی چې دوئ زوړ وخت ته بېرته نه شي تللی نو اړينه ده چې افغان حکومت سره روغې جوړې ته کښېني.

د پاکستان د انګرېزي ژبې اخبار ډان په خپله اداريه کې ليکلي چې د استنبول غونډه د ټولو افغانانو لپاره يوه ښه موقعه ده او که طالبان اوس هم په خپل سخت دریځ ولاړ وي نو دا به د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو عمل هم اغېزمن کړي او افغانستان به د لا نور عدم استحکام سره مخامخ کړي.