ولسمشر غني: طالبانو د یو ارب ډالرو ولسي تاسیساتو ته زیان اړولی

واشنګټن ـــ افغان ولسمشر اشرف غني‌ وايي وسلوالو طالبانو په تېرو میاشتو کې د افغانستان د ولسي ودانیو او تاسیساتو په ورانولو سره دې هېواد ته د یو ارب ډالرو زیان اړولی دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ ولسمشر غني په کابل کې د حکومتدارۍ او بشري سرچینو د اوونۍ په مناسبت غونډې ته په وینا کې هغه زیانونه یاد کړل چې وایي طالبانو بیرته رغېدلیو ولسي ځایونو ته اړولي دي.

ولسمشر پر طالبانو په ټینګار سره ږغ وکړ چې که په افغانستان کې د ودانۍ کارونه نه شي کولای هغه ولسي تاسیاست دې هم نه تباه کوي چې حکومت جوړ کړي دي.

ولسمشر غني دعوه وکړه چې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د یو ارب ډالرو په ارزښت پلونه، سړکونه او نور ولسي تاسیسات تباه کړي دي:

"زه ورباندې نعره کوم ولې یې خرابوئ ولې یې ورانوئ، که د جوړولو قوت نه لرئ او مثبت پروګرام نه لرئ لږ تر لږه د خرابۍ مخه خو ونیسي. که غواړئ چې د افغانستان په ولس کې زړه ولرئ او مطرح و اوسئ نو پول او پولچک الوزوئ".

ولسمشر غني دا خبرې په افغانستان کې د هغو زرو 1000 بېلابېلو پرمختیایي منصوبو د پرانیستنې آنلاین غونډې ته کولې چې په هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې تر سره شوې دي.

صد غني وویل چې پر یادو پروژو پینځه اربه افغانۍ لګښت راغلی دی. ښاغلي‌ غني‌ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو دوه لوی پلونه او ګڼ شمېر واړه پلونه وران کړي دي:

"هغه ښایسته ارغنداب نن له بمونو ډک دی، بمونه کښېنوئ، راشئ‌ ګلان وکرئ غنم وکرئ راشئ دا وطن سوکاله کړئ، ځکه هر وارې چې تاسې د ارغنداب کیسه تکراروئ ولس خپل قضاوت کوي، تاسې د پروژو تکمیلولو ته ګورئ او ارغنداب ته ګورئ".

طالبانو د ولسمشر غني دعوه په ښکاره رد کړې نه ده چې ګواکې دوی ولسي تاسیساتو ته زیان نه دی اړولی، بلکې د دې سبب یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شته والی بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي،‌ د افغانستان زېربناوو ته زیان د دوی جګړې نه دی اړولی، بلکې د دوی په وینا‌ لومړی زیان "امریکايي تجاوز او اشغال اړولی" او بیا حکومت ور اړولی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې چې په تېرو شلو کلونو کې د ولسي بیارغونې په برخه کې کوم کارونه شوي، خصوصاً سړکونه، پلونه او ښوونځي جوړ شوي، هغه وخت په وخت د وسلوالو په بمي بریدونو کې زیانمن شوي دي خو طالبانو تل په داسې بریدونو کې لاس لرل رد کړي‌ دي.