کوټه ـــ د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې په ډېره حساسه سیمه کې په مشھور سرینا هوټل کې دننه چاودنه شوې چې تر اوسه پورې پکې د 4 تنو د وژل کېدو او 12 د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د چاودنې ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.
د بلوچستان وزیراعلی جام کمال چاودنه په کلکه غندلې او امنیتي ادارو ته یې د پلټنې امر کړی دی. جام کمال دا د "ترهګرۍ" پېښه ګڼلې او وایي هیچاته به د بلوچستان د حالاتو د خرابولو اجازه ور نه کړي.
د کوټې د سول روغتون د ویاند وسیم بېګ په خبرہ څورلس تنه ټپیان یې سول روغتون ته وروړي دي، چې په هغوی کې د دوو تنو حالت له خطر سرہ مخ وو او یوه تن په روغتون کې ساه ورکړه.
وسیم بېګ رسنیو ته په لېږلي خبر کې لیکلي چې په روغتون کې بيړنی حالت اعلان شوی، ټول ډاکټران او د روغتون کارکوونکي د ټپیانو د درملنې لپاره حاضر شوي دي.
د پولیسو په خبرہ چاودنه د سرینا ھوټل د موټرو په تمځای یا کار پارکنګ کې شوې ده. د مرستندویو ادارو ټیمونه، پولیس او نورو امنیتي دارو غړي په ګڼ شمېر د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د کوټې په سرکاري سېول روغتون کې د پولیسو مرستیال سرجن سید عطاوالله شاه وایي، په وژل شویو کسانو کې یو پولیس او یو بل امنیتي کس شامل دی. وایي په ټپیانو کې هم دوه اسسټنټ کمیشنران دي.
یاد ھوټل د کوټې پر زرغون روډ په حساسه سیمه (رېډ زون) کې دی. د ھوټل څنګ ته پر حالي روډ د ایران کونسلګري، مخامخ د بلوچستان ھايکورټ او د ایالتي اسمبلۍ ودانۍ دہ.
د چاودنې ذمه واري تحریکِ طالبان پاکستان منلې ده. محمد خراساني چې ځان د دې ډلې ویاند ګڼي، رسنیو ته په لېږلي پیغام کې دا ځانمرګی برید بللی او وایي چې د دوی یو تن د موټر په وسیله کړې ده.
ناتاييد شوي رپوټونه وایي یو چينايي پلاوی ھم په یاد هوټل کې دی. په پاکستان کې د چین سفیر نونګ رونګ نن په کوټه کې د بلوچستان له وزیراعلی جام کمال او د ایالتي اسمبلی له غړو سرہ ھم ملاقاتونه کړي دي.
تر اوسه پورې حکومتي چارواکي په سرینا ھوټل کې د چینایي پلاوي د استوګنې په اړہ څه نه دي ویلي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم د دې چاودنې غندنه کړې او ویلي یې دي دا پېښه څرګندوي چې په هېواد کې ترهګر بیا په تېزۍ سره د بیرته فعاله کېدو هڅې کوي.