طالبان: له تړونه سرغړونې راته لار خلاسه کړه. سکاټ میلر: طالبان باید غلطي ونه کړي

واشنګټن ـــ افغان طالبان وایي بهرنيو ځواکونو د دوحې له تړونه سرغړونه وکړه او پر ټاکلې نېټه له افغانسانه ونه وتل، وایي دې کار یې د دوی وسلوالو ته لاره ور خلاسه کړه. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ویلي د طالبانو هر ډول برید به د دوی تېروتنه وي.

له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل په داسې حال کې پیل شوي چې د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لا هم په لوړه کچه تشدد روان دی.

په لوګر کې تر خونړۍ چاودنې وروسته چې 25 تنه پکې و وژل شول او 110 پکې ټپیان شول، طالبانو دعوه کړې چې وړمه شپه یې په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو یو مهم مرکز نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې په برید کې یې ګڼ شمېر عسکر وژلي او 23 عسکر یې ژوندي نیولي دي او له دې سره سره یې زیاته اندازه وسله هم له ځانه سره وړې ده.

د غزني د ولایتي شورا دوو غړو وي او اې انګرېزي څانګې ته ویلي، په دې مرکز کې د افغان ځواکونو په لسګونو عسکر موجود وو. د ځایي رسنیو د خبر له مخې د برید په نتیجه کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ‌ جګړه پیل شوې چې څو ګنټې روانه وه او وایي لږ تر لږ 17 عسکر پکې وژل شوي دي.

د افغانستان د پوځ مشر جنرل محمد یاسین ضیاء چې د دفاع وزارت ځایناستی مشر هم دی، د شنبې- خالي په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې دا خبره تایید کړه:

"له بده مرغه په ارزو سیمه کې یوه پوسته وه لوی پوځي مرکز نه وو هغه وسلوالو نیولې ده، په دې پوسته کې امنیتي عسکر او پولیسو دواړه وو چې د شپې وسلوالو پرې برید کړی، عسکر مو پکې شهیدان شوي خو د زخمیانو په اړه معلومات نه شته".

بل لور ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند کرنل سوني لیګیټ په یوه ټویټ کې ویلي، چې پرون د شنبې- خالي په ماسپښین د کندهار پر هوایي ډګر برید شوی، خو وایي د دوی عسکرو او وسایلو ته یې څه زیان نه دی اړولی.

په کندهار هوایي ډګر کې ګڼ شمېر امریکایي پوځیان دي چې اکثر د افغان هوایي ځواک په روزنه او سلا مشورو کې ونډه اخلي.

سوني لیګیټ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي مشر جنرل سکاټ میلر یوه لنډه ویډه خپره کړې چې پکې نوموړی [طالبانو ته] وایي:

"په تشدد بیرته لاس پورې کول به ناپوهي او د خواشینۍ وړ کار وي، خو تېروتنه باید ونه کړئ، موږ پر اتحادي او امنیتي ځواکونو هر ډول بریدونو ته د کلک جواب ویلو لپاره پوځي وسایل لرو، د تشدد خواته تګ به مو غلطي وي".

څېړونکي اندېښنه لري چې تر څو د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې درېدلې خبرې بیا پیل نه شي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د واک د شراکت پر سر څه تړون ونه شي تاوتریخوالی به نور هم زیات شي.

د طالبانو او امریکې له تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه باید د مې تر لومړۍ یعنې تر پرون ورځې پورې له افغانستانه وتلي وای، خو امریکا او نېټو ځواکونو پرون په رسمي توګه د خپلو ځواکونو وتل پیل کړل او وایي د ستمبر تر یوولسمې به دا بهیر بشپړ کړي.

طالبانو مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې که بهرني ځواکونو پر ټاکلې نېټه ونه وزي نو دوی به ورباندې بریدونه پیل کړي او پرون طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر ټویټر لیکلي، چې بهرنیو ځواکونو د دوحې د تړون سرغړونه کړې او وایي دې اقدام یې د بهرنیو ځواکونو په ضد د دوی وسلوالو ته هره مناسبه لاره خلاسه کړه.

خو ذبیح الله مجاهد وایي جنګالي یې اوس انتظار کوي چې د طالبانو مشران د خپل هېواد د خپلواکۍ، ارزښتونو او ولس د لوړو ګټو په نظر كې نيولو سره څه پرېکړه کوي، وایي وسلوال به یې بیا له هغه سره سم ګام اخلي.