داسامه په معلومولو تورن شکیل اپریدی زاندان کې په څه حال دی؟

داسامه بن لادن معلومولو کې په مرستې کولو امریکا کې اتل اؤ پاکستان کې غدار ګڼل کیدونکی ډاکټر شکیل اپریدی تراوسه په زندان کې لوغړیږي اؤ کورنۍ یې وایي هغه د زندان دننه یوې وړې کوټنۍ ته اچول شوی چې نه خو پکې سم ګرځیدی شي اؤ نه دخپلې کورنۍ سره دملاقات په مهال پخپله مورنۍ ژبه پښتو دخبرو کولو اجازه لري.

ایف ایف پي خبري شبکې پخپل رپورټ کې دکیل اپریدي دکورنۍ دغړو له خولې ویلي د زندان کوټه کې شکیل اپریدی یوازې دقران پاک د تلاوت اجازه لري اؤ له دې پرته کتاب یا اخبار هم نه شي لوستلی.

ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن په ضد د امریکایي ځواکونو د فوځي عملیاتو نه21 ورځې وروسته په 23م مئ کال 2011م کې ډاکټر شکیل اپریدی نیول شوی ؤ.

په عامه توګه ویل کیدل ډاکټر شکیل داسامه بن لادن معلومولو کې د امریکایي جاسوسي ادارو کومک کړی دی خو دنوموړي وکیل قمر ندیم ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته وایي. یو کال یو کال وروسته کال2012م کې د هاغه وخت د خیبر ایجنسۍ اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ ډاکټر شکیل ته د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم لشکر اسلام سره د مالي مرستو په تور 33 کاله بند سزا واوروله. خو ورستو بیا دا سزا 23 کالو ته راکمه کړی شوه.

قمرندیم ایډوکیټ وایي د فاټا او ایف سي آر ختمیدو وروسته کال 2019م کې د ډاکټر شکیل قضیه پیښور هایي کورټ ته راغله چې وروستۍ اوریدنه پکې د روان کال په 13م مارچ شوې ده.

وکیل قمر ندیم وایي" ریاست عریضه کړې ده چې لویې بنچ دې جوړ کړی شي چې فیصله وکړي د ډاکټر شکیل قضیه به آیا د ایف سي آر لاندې چلول کیږي او که نه د پاکستان فوجداري قانون لاندې"

دنوموړي په وینا "هغه خو سپینه ده چې ایف سي آر ختم شوی. د هغې لاندې نشي چلیدی. دا صرف دې ته چل دی چې تاریخونه بدلیږي او دا قضیه ختمه نشي. په دریو ججانو مشتمل لارجر بنچ جوړ شوی دی. خو د اوریدنې نیټه لا نه ده ټاکل شوې"

قمرندیم زیاته کړه د کرونا رنځ نه وړاندې به د ډاکټر شکیل د کورنۍ غړي د پنجاب ساهیوال بندي خانې ته ملاقات له میاشت کې یو ځل ورتلل. وکیلانو ته د ملاقات اجازه نه وه. خو اوس د کورنۍ غړو سره یې هم ملاقات نه کیږي.

بل پلو ته د پیښور پوهنتون د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز پخوانی ډایریکټر ډاکټر سرفراز خان وایي د پاکستان په شمول ټولې نړۍ اسامه ترهګر ګرځولی ؤ د هغه نیولو کې چې چا هم مرسته کړې ده. سم کار یې کړی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ډاکټر سرفراز وایي که ډاکټر شکیل په ریښتیا داسامه معلومولو کې کومه مرسته کړې وي نو په هغه باندې په دې تور مقدمه نه شوه چلیدی ځکه چې دنیا به ګوته اوچتوله چې تاسو د ترهګرو ملګري یئ.

کال 2017م کې دجنورۍ په میاشت کې د هغه وخت د قانون وزیر زاهد حامد د پاکستان سینټ ته ویلي وو. ډاکټر شکیل به د امریکا په فشار خوشی نه کړی شي ځکه چې هغه د پاکستان قانون مات کړی دی.

خو جولایي 2019م کې وزیر اعظم عمران خان د امریکا د دورې په وخت یوې مرکې کې ویلي وؤ. پاکستان د عافیه صدیقي بدل کې امریکا سره د ډاکټر شکیل د پریښودو خبرو ته چمتو دی.