امریکا په طالبانو فشار اچوي چې بيرته د سولې خبرې پېل کړي

د امریکا يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، چې واشنګټن سفارتي هڅې دوامداره ساتلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو عمل بيرته روان شي.

امريکايي چارواکي دغه خبره د نهې/ سه شنبې په ورځ کړې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، امریکا د سولې عمل نه پريږي، امریکا هڅې کوي چې په طالبانو فشار واچوي د خبرو مېز ته يې راولي او دوی هيله لري چې دغه کار به وشي.

چارواکي دغه خبره له هغې يوه ورځ وروسته کړې چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي استازي زلمي خليلزاد د کابل سفر کړی دی.

خليلزاد د کابل د سفر نه وړاندې په قطر کې د طالبانو سره ليدلي وو.

د سولې د خبرو دپاره د سفارتي هڅو خبره په داسې حال کې شوې چې طالبانو د امریکا د لومړۍ مې په نېټه د افغانستان څخه ځواکونو نه ويستلو وروسته د هېواد په يو شمېر برخو کې بريدونه پېل کړي دي.

راپورونه وايي طالبانو څو علاقې نیولي خو د افغان امنيتي ځواکونو لخوا ورته سخت غبرګون ويل شوی او دواړو خواو يو بل ته د سخت تاوان اړولو دعوې کړي دي.

د نهې په ورځ افغان ځواکونو ویلي په هلمند کې يې ځمکني او فضايي عمليات کړي او په 24 ساعتونو کې يې د 100 نه زيات طالبان او 22 د القاعده وسله وال وژلي دي.

خو طالبانو دغه دعوه رد کړې او پروپېګنډا یې ورته ویلي دي.

د ازادو سرچينو څخه د دغو عملياتو په اړه په سمدستي ډول مالومات نه دي ترلاسه شوي او نه دا مالومه شوې چې د دغو عملياتو دپاره افغان ځواکونو د امریکايي ځواک څخه مرسته غوښتې ده.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې په زور د واک ترلاسه کولو د هڅې دې ډډه وکړي او ټينګار يې پرې کړی چې طالبان دې تشدد پرېږدي.

چارواکي ویلي چې امریکايان او بهرنيو ځواکونه په افغانستان کې وي د افغان ځواکونو مرسته او دفاع به جاري ساتي چرته چې په دوی برید کيږي.

د امریکې صدر جوبايډن ويلي د افغانستان څخه به د مې د لومړۍ نېټې نه د امریکايي ځواکونو وتل پېل شي او تر ستمبر د 11 به دغه عمل سرته ورسي. نېټو چې په افغانستان کې د 7000 پورې سرتيري لری هم د امریکا په څېر د ځواکونو ویستلو ويلي دي.

طالبانو ویلي امریکا د خپلې ژمن سرغړونه کړې او ویلي يې د بهرنيو ځواکونو سره يې اوربند سرته ورسېد، کوم چې په فرورۍ 2020 کې د امريکا سره په قطر کې په شوي تړون کې کړی وو چې په بهرنيو ځواکونو به بريدونه نه کوي.