پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو درو ورځو ترهګرو بریدونو کې 15 پاکستاني عسکر وژل شوي

واشنګټن ـــ د پاکستان د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په امنیتي عسکرو د بریدونو لړۍ یو ځل بیا تېزه شوې ده او د مۍ په روانه میاشت کې یواځې په لومړیو پینځو ورځو کې په پینځو بېلابېلو بریدونو کې 15عسکر وژل شوي او 10 نور ژوبل کړی شوي دي.

5 مۍ - شمالي وزیرستان:

د پاکستان پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ د مۍ په پینځمه ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ او وسله والو په جګړه کې د یو پوځي افسر په شمول درې عسکر وژل شوي او په ځوابي کاروایي کې بیا دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي ااېس پي آر ویلي چې امنیتي ځواکونو په دوسلي سیمه کې د استخباراتی معلوماتو په بنیاد د ترهګرو په ضد عملیات کول چې وسله والو پې ډزې وکړې.

د ايي اېس پي ار ترمخه په ډزو کې د پوځ یو کپتان او دوه نور عسکر ووژل شوو او عسکرو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال ووژل.

د پېښې ذمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک منلې ده. د دې ډلې ویاند محمد خراساني دعوه کوي چې له پوځ سره په نښته کې یې څو پوځیان وژلي او ګڼ یې ټپیان کړي دي.

5 مۍ – ژوب:

تر شمالي وزیرستان وړاندې د پاکستان په امنیتي عسکرو د شورو- چارشنبې په ورځ د بلوچستان په ژوب ضلع کې یوه بله حمله هم شوې ده.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې په ژوب کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه د ترهګرو په بريد کې د ملېشې (اېف سي) اووه عسکر وژل شوي او درې پکې نور ژوبل شوي دي.

پوځ ويلي دغه پېښه په هغه مهال شوې چې د ملېشې ځواک د ژوب په منځکي سېکټر کې د افغانستان سره په پوله سيمو کې د ازغن تار لګولو دپاره ورتلل. د بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې. پوځ ویلي په بريد کې حوالدار نور زمان، سپاهي شکيل عباس، سپاهي احسان الله او نېک سلطان وژل شوي دي.

د پاکستان خارجه دفتر د افغانستان سره په سرحد په دې وروستۍ پېښه خپل غبرګون کې ویلي دي چې په ژوب کې د پاکستان په پوځ د افغانستان لخوا شاو خوا تر 20 پورې وسلوالو برید کې درنه او سپکه وسله کارولې ده.

په بیان کې د پاکستان خارجه دفتر ویاند له خولې ویلي شوي چې پاکستان د داسې منظمه بریدونو غندنه کوي او دا ګام په پاک افغان پوله د امن او ثبات لپاره د زیان وړ ګڼي.

په بیان کې ویل شوي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې د لارې افغان ذمه وارو ته پېغام ورکړی شوی چې د افغانستان د خاورې نه د منظمه وسلوالو ډلو خلاف دې ګامونه پورته کړی شي. افغان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

3 مۍ – باجوړ:

د مۍ په درېیمه نېټه د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې هم په يوه ماين چاودنه کې د اېف سي ځواک دوه سرتيري وژل شوي وو او دوه نور ژوبل کړی شوي وو.

د دغه بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه. خو پولیسو د ترهګرۍ د قانون د لاندې د نامعلومه کسانو په ضد مقدمه درج کړی ده.

3 مۍ – اواران:

د مۍ په درېیمه نېټه په بلوچستان کې د لېویز چارواکو ویلي وو چې د آواران ضلعې د ماشکې سیمې په بندکې سیمه کې د لېويز په ګاډي چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي وو او دوه نور ژوبل کړی شوي وو. ویل شوي وو چې په پېښه کې د لېویزو رسالدار مېجر یحیی خان خوندي پاتې شوی وو.

د دې پېښې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو چارواکي شک څرګندوي چې په برید کې د کومې بلوچ ازادي غوښتونکې وسلوالې ډلې لاس کېدی شي.

3 مۍ – بنو:

د مۍ په دریمه نېټه د خېبرپښتونخوا په بنو کې د صدر تاڼې په حد کې د پولیسو یو عسکر په ډزو وژل شوی.

د بنو صدر تاڼې پولیسو محرر راحت الله وي او اې ډیوه ته ویلي وو چې د پولیس عسکر د وژنې دا پېښه د دریم مۍ په ماښام د ګل- دوشنبې په ورځ هغه مهال شوې چې 30 کلن مدثر نومي پولیس عسکر په موتر سایکل ډیوټۍ ته روان وو.

پولیس چارواکو ویلي وو چې هدف کړی شوی کانسټبل د یو ریټایرډ پولیس ډي اېس پي ګل حمید سره په سیکورټۍ مامور وو او د هغه سیکورټۍ لپاره په موټر سایکل روان وو چې د ډیره اسماعیل خان په سړک نصیر اباد سیمه کې په ډزو ووژل شو.

د پاکستان غېر قانونه ګرځول شوې تحریک طالبان ډلې د پېښې زمه واري منلې ده. خو پولیسو د خپل عسکر د وژنې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د نا مالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې پېل کړې دي.

د داعش او طالبانو ګرفتارۍ:

په داسې حال کې چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې زیاتوالی لیدل کېږي د پاکستان په سيند صوبه کې پوليسو د ګل دوشنبې په ورځ د مۍ په دریمه دعوه کړې ده چې په شکار پور سيمه کې يې د داعش درې غړي نيولي دي. په کراچۍ کې بیا هم په دغه ورځ پوليسو ويلي وو د تحریک طالبان پاکستان درې وسله وال يې ګرفتار کړي دي.

د سيند صوبې د شکارپور ضلعې د پوليسو مشر کامران نواز وي او اې ډيوه ته ویلي په شکارپور کې نيول شوي درې کسان اول په لشکر جهنګوي کې بيا په القاعده کې او بيا داعش کې شامل شوي وو او دا کسان د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ وو.

پولیسو د نیول شوو کسانو نومونه خالد محمود پندراني، صديق بروهي او عثمان بروهي یاد کړي دي، د دې درې کسانو څخه درې تماچې، درې لاسي بمونه او پرېشر ککرې تر لاسه شوي دي.

د کراچۍ پوليسو بیا ویلي وو چې د اتوار- يکشنبې په ورځ (2 مې) یې د تحریک طالبان پاکستان درې ترهګر يې نيولي دي.

د کراچۍ د لوېدیځې ضلعې د پوليس يو چارواکي فدا حسېن ویلي د لاقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي درې وسلوال عجب خان، شاه رخ او نياز علي يې نيولي دي. پوليس افسر ویلي د نیاز علي او شاه رخ لومړی د لشکر جهنګوي سره تعلق وو او بيا په کال 2020 کې تحریک طالبان پاکستان کې شامل شوي وو.

د پوليس افسر په خبره د عجب خان تعلق د لکي مروت سره دی او پلار او ورور يې په تحریک طالبان کې شامل وو، بله دا چې پلار یې اوس هم د لکي مروت په جېل کې دی.

څېړونکي:

پاکستان کې د ترهګرۍ د چارو څېړونکي وايي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو زیاتېدونکو پېښو په خلکو کې ویرې او اندېښنې زیاتې کړي دي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه د څېړنو ادارو هم د روان کال په لومړیو ورځو کې په خپلو رپورټونو کې ویلي وو چې د پښتونخوا په ضم شوو ضلعو کې د طالبانو ډلې یو ځل بیا منظم شوي او دې ډلو په په کال 2020 کې په خاصه توګه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې بریدونه زیات کړي وو.

د غه رپورټونه وايي چې په بلوچستان کې هم د بلوڅ یاغي ډلو ترڅنګ طالبانو، داعش او نورو اسلامي توند لارو بریدونه زیات کړي دي.

د ترهګرۍ د پېښو د تعداد په اړه د فاټا ریسرچ سېنټر نومې ادارې مشر منصور مسید وايي "د مفتي نورولي په نامه د یو طالب کمانډر په مشرۍ د حزب الاحرار او جومات الحرار او د طالبانو نورې وړې وړې ډلې یو وار بیا د تحریک طالبان پاکستان په نوم یو ځای شوې دي او ددې وروسته په وزیرستان کې ترهګر بریدونه هم زیات شوي دي".

د دفاع د چارو په اړه یو څېړونکی او د پاکستان د پوځ یو پخوانی بریګېډیر سعد محمد خان وي او اې ډیوه ته د خپل نظر څرګندولو په وخت د څېړنو د ادارو د رپورټونو سره اتفاق ښودلی او ویلی یې وو چې ده ته هم داسې ښکاري چې ترهګرې ډلې یو وارې بیا په پاکستان کې د یوې منظمې منصوبې د لاندې په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې فعاله شوي دي، خو سعد ویلي وو چې ددې تعلق د افغانستان د امنیت او مستقبل سره تړلی دی.