دقطر تازه لېدنې څېړونکي دبین الافغاني مذاکراتو لوري ته ستر پرمختګ ګرځوي

څېړونکي دافغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د تېرې جمعې په ورځ د قطر سرښار دوحه کې شوې خبرې اترې د اتوؤ میاشتو راهسې دځڼډ ښکار بېن الافغاني مذاکراتو اړخ ته ستر پرمختګ ګرځوي او وايي له دې لېدنې وروسته احتمال پېدا شوی چې دامن خبرو کې نور هم پرمختګ وشي.

د افغان حکومت او طالبانو ویاندویانو ددې ملاقات پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دغه لېدنه کې د ځنډ ښکار مذاکراتو په چټکتیا خبرې شوي او دواړه خواوې په دې خبره صلاح شوي چې د اختر وروسته به دخبرو عمل دوامداره وساتي.

د افغان حکومت او د طالب مرکچيانو تر مېنځ دا ليدنه د جمعې په ورځ د طالبانو لخوا د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي درې ورځني اور بند وروسته شوې ده.

مطبوعات د افغان حکومت د ویاند له خولې ليکي چې دحکومتي او طالب استازو ترمنځ ليدنه کې د مذاکراتو نوی پړاؤ دوحه کې پېل شوی چې پکې د ځنډ ښکار خبرو دعمل په تېزولو هم خبرې شوې دي.

هم دا شان په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په خپله ټويټر پاڼه ددغه ملاقات پخلی کړی او ویلي یې دي چې ملاقات کې د طالبانو مرستيال امير او د قطر دسياسي دفتر مشر ملا برادر اخوند هم ګډون درلودو.

د طالبانو ویاند ویلي دغو خبرو کې يو بل ته د اختر دمبارکۍ ویلو ترڅنګ د هېواد په امنیتي صورتحال او د مذاکراتو په رفتار هم خبرې شوې دي. او له اختر وروسته په مذاکراتو جاري ساتلو اتفاق شوی دی.

افغان حکومت او طالبانو تېر کال دستمبر مياشت کې د امن خبرو عمل شورو کړی ؤ خو بيا د يو څو لېدنو وروسته دا مذاکرات د ځنډ ښکار شو چې ورسره په افغانستان کې د تشدد کچه هم زياته شوه.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دخبرو بيا پېلیدل د غربي نړۍ او په ځانګړي ډول د امریکا لمړۍ ترجيح ګرځېدلې ده ځکه چې امریکا سږکال د يوولسم ستمبر پورې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ويستلو اعلان کړی دی.

د افغان چارو څېړونکی او خبريال طاهر خان ډيوه ته وايي دا پرمختګ ځکه مهم دی چې ملاقات د اختر په اولنۍ ورځ شوی دی.

دخبریال طاهر خان له مخې په خبرو کې په دوؤ مهمو ټکو اتفاق شوی دی. يو دا چې دخبرو لړۍ به چټک کولی شي اؤ بله دا چې د اختر وروسته به هم خبرو اترو ته دوام ورکول کیږي.

هغه وايي "د خبرو پرته بله کومه لار نشته. اته میاشتې که بېن الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ نه ؤ نو چاتـه یې هم ګټه نه ده رسېدلې او افغانان ووژلی شول"

طاهر خان وویل داسې امکان شته دا ملاقات د طالبانو د خپل منځي مشوره په اساس شوی وي.

هغه وایي کیدای شي چې په راتلونکو ورځو کې نور پرمختګ هم د افغانستان د سولې په اړه وشي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال رحيم الله يوسفزي هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دا ملاقات مهم بللي او وايي د خبرو نه کیدو له امله د بې باورۍ تیاره خوره وه.

هغه ډيوه ته وايي په افغان حکومت او طالبانو باندې د خپلو افغانانو لخوا هم فشار ؤ. افغان ولس هم غواړي چې خبرې روانې وي او کشاله د خبرو په لاره حل شي.

نوموړی وایي د افغان کشالې يو فريق هم دا نه غواړي چې په هغوئ تور ولګي چې د امن مخالف دي او خبرې نه کوي.

هغه وايي "زما په اند هغوئ باندې فشار موجود دي چې دوئ خبرې هم کوي او بيا یې اعلان هم کوي"

تېره میاشت دامریکا د نظارت لاندې د ترکيې په استنبول ښار کې کېدونکي امن کانفرنس کې طالبانو د ګډون نه انکار کړی ؤ او له هغې وروسته امریکايي چارواکو د پاکستان په ګډون د سيمې د هېوادونو سره خپل تماسونه ګړندي کړې وؤ.