د عدالت په امر پنجاب کې نن د پخواني وزیراعظم نواز شریف جایدادونه نیلامېږي

اسلام اباد ـــ د اسلام اباد هايکورټ دوه کسيز بينچ د احتساب عدالت له خوا د پخواني وزير اعظم نواز شريف د جايداد نيلامي کولو په ضد خواستونه رد کړي، خو د عدالتي فیىصلې تر مخه درخواست کوونکو سره احتساب عدالت ته د تلو لاره شته ځکه هايکورټ دغه خواستونه د اورېدو وړ نه ګڼي.

اسلام اباد احتساب عدالت د توشه خانې يا د سرکاري تحفو د غير قانوني کارولو په قضيه کې عدالت ته د نه حاضرېدو په سر نواز شريف اشتهاري ګرځولى دى او د هغه د جايداد د نيلامي حکم یې هم جاري کړی دی.

پنجاب حکومت د عدالتي حکم په عملي کولو باندې لاس پورې کړی دی او د شېخوپوره انتظامي مشر د مې میاشتې په 20مه د نواز شريف د ملکيتي جايداد د نيلامي کولو اعلان کړی دی.

خو اسلام اباد هايکورټ ته د ورکړى شوو بېل بېل درخواستونو د لارې درې تنو اسلم، عزيز اقبال او اشرف ملک د نواز شريف په نيلام کېدونکي جايداد کې د سرمايه کارۍ او اخستو دعوه کړې وه.

د شورو- چهارشنبې په ورځ د هايکورټ په وړاندې خواست کوونکو دريځ خپل کړى چې د جايداد د نيلامي کېدو په حکم د نوازشريف د بيرته راتلو يا عدالت ته حاضرېدو امکان نشته بلکې الټه دوی ته مالي زيان رسېدلى شي ځکه هايکورټ دې د نيلامي حکم ودروي او دا دې غير قانوني وګرځوي خو هايکورټ دا خواستونه رد کړي دي.

جسټس عامر فاروق خواست کوونکو ته ويلي دوی د نيلامي نه يوه ورځ مخکې راغلي دي او بيا هايکورټ په دې اړه خپله پرېکړه محفوظه کړې ده چې د دوی خواستونه د اورېدو وړ دي که نه.

د نواز شريف د مسلم ليګ نواز ګوند مرکزي ليډر پرويز رشيد د توشه خانه په قضيه کې د احتساب عدالت په پرېکړه نیوکې کوي او دا توپيري چلند بولي. له وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل وړاندې هم عدالتونو د فشار لاندې د دوی خلاف فيصلې کړې دي‌ چې له امله یې دوی د جېلونو او سختۍ سره مخ شوي دي او که اوس هم د نواز شريف جايداد نيلامي کيږي نو دوی به د عدالت حکم مني:

"تمه لرو چې اعلى عدليه به د دوی سره د انصاف نه کار اخلي".

وړاندې نه د مخالفه ګوندونو ایتلاف پي ډي ايم په وزير اعظم عمران خان او نېب باندې د احتساب په نوم د مخالفه سياستمدارانو د ځورولو تورونه لګوي خو حکومت او نېب دا الزامونه بېځايه بولي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د مخالفه جميعت علماى اسلام ف ډلې د سينټ غړى کامران مرتضى وايي احتساب عدالت د نواز شريف په ضد په سياسي بنیاد فيصله جاري کړې ده:

"د یو سیاسي رهبر په ضد دا غیرمناسبه پرېکړه ده،‌ داسې بالکل نه دي پکار".

قانون پوه او د سپريم کورټ بار پخوانى صدر قاضي انور وايي د ملکي قانون د لارې که چېرې خواست کوونکو دا ثابته کړه چې د نواز شريف ملکيتي جایداد یې اخستى دى نو احتساب عدالت د دغه لانجمن جايداد د نيلامي حکم بيرته اخسى شي.

په کال 2019م کې هم اسلام اباد اباد هايکورټ العزيزيه نومې قضيه کې نواز شريف ته اورول شوې سزا ځنډولې وه او هغه ته یې د علاج لپاره برتانيې ته د تلو اجازت ورکړى وو، خو نوازشریف تر اوسه د عدالت د بیا بیا غوښتنې باوجود وطن ته نه دی را ستون شوی.