طالبانو د وردګو جلرېز ولسوالي له لسګونو عسکرو او وسایلو سره نیولې

واشنګټن ـــ په افغانستان کې د کوچني اختر په مهال تر درې ورځنۍ ډزبندۍ وروسته جګړې یو ځل بیا زور اخیستی او وسلوالو طالبانو په اکثرو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو او سرکاري ودانیو بریدونه پیل کړي دي.

د جمعې په ورځ کابل ته نیژدې په میدان وردګو ولایت کې سهار شاوخوا نهه بجې طالبان د جلرېز ولسوالۍ مرکز ته ننوتي دي چې د ولایت د چارواکو په وینا دغه ولسوالي یې نیولې ده.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک وي او اې افغان څانګې ته ویلي، چې دغه ولسوالي له تېرو پینځو ورځو راهیسې د طالبانو په منګولو کې وه او نن د جمعې په ورځ یې په بشپړه توګه نیولې ده.

سرچینې وایي چې د طالبانو د برید په وخت د ولسوالۍ په مرکز کې یوولس افغان عسکر هم وو، چې وایي‌ طالبانو نیولي دي، خو د وردګو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي 35 عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د جلرېز ولسوالۍ مرکز، د پولیسو مرکز یا امنیه قومنداني او ورسره اړوند سرکاري ځایونه د دوی لاس ته ورغلي دي. مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې ګڼ شمېر عسکرو وسلې پر مځکه ایښې او له دوی سره ملګري شوي دي.

ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې د ولسوالۍ په ترڅ کې یو ټېنک، درې رېنجرز او ډېره اندازه سپکه او درنه وسله هم د دوی لاس ته ورغلې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د ولسوالۍ د نیول کېدو دعوه رد کړې او وي او اې ته یې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه د لنډ وخت لپاره د خپل جنګي تدبیر یا ټېکټیک له مخې د ولسوالۍ له مرکزه پر شا شوي دي.

ښاغلي آرین پر ولسوالۍ په جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه تفصیل نه دی ورکړی، خو د افغانستان د دفاع وزارت وایي "له غرمې وروسته یې په جلرېز ولسوالۍ کې د ترهګرو په ضد د پلټنې عملیات دوام لري"، چې وایي تر اوسه پکې "لس طالبان پکې وژل شوي او یو ټپي شوی دی".

بل لور ته د افغانستان په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي مهدي راسخ منلې چې، جلرېز ولسوالي له 69 امنیتي عسکرو او ټولو جنګي وسایلو سره د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

ښاغلي مهدي راسخ پر خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو له خوا د ولسوالۍ د نیول کېدو پړه پر مرکزي حکومت ور اچولې او دعوه یې کړې چې له تېرو دوو ورځو راهیسې هلته جګړه روانه وه او دوی د افغانستان پر دفاع او کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت پر اداره د مرستې ږغ وکړ خو وایي هغوی یې مرسته ته نه ورغلو.

دا په دوو اوونیو کې د میدان وردګو ولایت دویمه ولسوالي ده چې طالبان یې نیسي. شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د دې ولایت نرخ ولسوالي هم طالبانو نیولې وه خو افغان ځواکونه د ولسوالۍ د نیولې کېدو پر ځای ویلي وو چې د جنګي کړنلارې له مخې پر شا شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د مې میاشتې له پیله راهیسې چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي طالبانو د هلمند، کندهار، لغمان، بغلان او وردګو په ګډون په ډېرو نورو ولایتونو کې هم بریدونه پیل کړي، چې تر اوسه د وردګو له جلرېز ولسوالۍ سره سره د بغلان د بورکه او د لغمان د دولت شا ولسوالیو د نیولې دعوه کړې ده.