افغانستان: طالبانو د لغمان مهمې پوستې نيولي مرکز ته نزدې شوي

د افغانستان په ختيځې صوبې لغمان کې طالبانو د اتوار/يکشنبې په ورځ څو مهمې پوستې نيولي او د ښار مرکز ته نزدې شوي دي، راپورونه وايي طالبانو د جمعې په ورځ دولت شاه ولسوالي نيولې ده.

د افغانستان د پوځ مشر محمد ياسين ضيا چې د دفاع قايم مقام وزير هم دی د نورو لوړ پوړو امنيتي سرتيرو سره يې د لغمان سفر کړی دی.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند فواد امان ويلي، د پوځ مشر جنرل ياسين ضيا لغمان ته رسېدلی او د ترهګرو پرضد د عملياتو مشري به کوي. لغمان به د ترهګرو څخه پاک کړی شي.

ځايي خلکو او امنيتي سرچينو ویلي، په مهترلام کې د صوبې د مرکزي زندان سره توده جګړه روانه ده او دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبلې هم اوښتي چې تفصيل يې مخې ته نه دی راغلی.

افغان رسنيو ويلي په څو ولسوالیو کې جګړو زور اخستی او ويل شوي د بغلان مرکز پل خمرې ته نزدې ولسوالۍ نيول شوې او جګړه روانه ده.

طالبانو په داسې حال کې بريدونو ته زور ورکړی چې امریکا د افغانستان خپل ځواکونه اوباسي.

ويل شوي طالبانو تراوسه څلور ولسوالۍ نيولي او څو ولايتي مرکزونو ته يې دړکه ورکړې ده چې پکې دوه د مرکز کابل څخه په 70 کلوميټره فاصله باندې دي.

په روانه مياشت کې په جګړو کې د سوونو په شمېره کې د افغانانو د وژل کېدو خبرونه مخې ته راغلي دا په داسې حال کې چې د وړوکي اختر په موقع د درېو ورځو جنګ بندي هم شوې وه.

امریکا اعلان کړی د روان کال د ستمبر د 11 نېټې پورې به د افغانستان نه خپل 2500 سرتيري اوباسي دغه رنګ د امریکا اتحادي نېټو هم ويلي خپل 7000 سرتيري به اوباسي.

يو لور ته د طالبانو بريدونه سېوا شوي بل لور ته چې تير کال د ستمبر په میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني خبرې پېل شوي تراوسه پکې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.