د پاکستان او امریکا د ملي امنيت چارواکو مخامخ ليدنه کړې، په دوه اړخيزه اړيکو يې بحث کړی

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ویلي په جنېوا کې يې د امریکايي سيال سره ليدلي او په دوه اړخيزه اړيکو يې ورسره خبرې شوي دي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په ټويټر ويلي د اتوار/یکشنبې په ورځ يې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جېک سېلوېن سره ليدلي دي.

هغه ويلي، امریکايي او پاکستاني پلاوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه اړیکو، سيمې ييزو او نړيوالو شريکو ګټو په اړه يې مثبت بحث شوی دی.

يوسف زياته کړې دواړه فريقه په دې سلا شوي چې د پاکستان او امریکې په دوه اړخيزه اړيکو کې مرستې مخ په وړاندې سېوا کولو دپاره به خبرې اترې دوامداره ساتي.

د جوبايډن د امریکا د صدر جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې کوم امریکايي او پاکستاني چارواکي مخامخ ليدلي دي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو او دفاع وزیرانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او پوځ د مشر سره په ټیليفون خبرې شوي دي.

خو دا تازه ليدنه په داسې حال کې شوې چې امریکا اعلان کړی د روان کال ستمبر د 11 پورې خپل پوځ د افغانستان نه اوباسي.

او د امریکې د دفاع وزارت ويلي په افغانستان کې د موجودګۍ دپاره پاکستان امریکايي پوځ ته د ځمکني او هوايي حدودو کارولو اجازه ورکړې ده.

ډان ورځپاڼې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (24 مې) ویلي، د بهرالکاهل دپاره د امريکا د دفاع مرستيال سېکتر ډېوډ هېلوی دغه خبره تيره اوونۍ د امریکا د سېنېټ د وسله والو خدمتونو کمېټۍ ته کړې ده.

هغه ويلي د پاکستان سره به يې خبرې روانې وي ځکه چې د پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې مهم کردار دی.

ورځپاڼې په واشنګټن کې د سفارتي سرچينو له قوله ویلي پاکستان په افغانستان کې د موجودګۍ دپاره تل امریکا ته ځمکنۍ او هوايي رسايي ورکړې او دغه لړۍ به اوس هم روانه وي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند زاهد حفيظ چودري دغه خبر رد کړی دی چې ګنې پاکستان امريکا ته اجازت ورکړی دی.

هغه ویلي پاکستان نه خو امريکا ته د خپلې ځمکې کارولو اجازه ورکړې او نه يې امریکايي پوځ يا هوايي ځواک ته کومه اډه ورکړې ده او نه په داسې کومه خبره غور روان دی.

هغه ويلي په دغه اړه اوازې روانې دي کومې چې بې بنياده او غېر زمه وارې دي بايد د دې نه ډډه وشي.

د بهرنيو چارو د دفتر وياند ویلي د پاکستان او امريکا ترمنځ په کال 2001 کې د فضايي مواصلاتو او د رابطو د ځمکني لاين دپاره د مرستو چوکاټ شتون لري او په دغه لړ کې کوم نوی تړون نه دی شوی.