ایا امریکا به پاکستان سره خپلې اقتصادي اړېکې وغځوي؟

دپاکستان او امریکا دقامي سلامتيا مشرانو په جنېوا کې د يوبل سره شوې لېدنه کې د دوه اړخیزه چارو ترڅنګ د اقتصادي همکارۍ په معامله هم خبرې اترې کړي او مطبوعات وايي احتمال شته چې امریکا پاکستان سره د اقتصادي همکارۍ د زياتولو او پاکستان کې د سرمايه کارۍ ډاډګیرنه وکړي.

ورځپاڼه ډان وايي د مودې راهسې د دواړه هېوادونو اړېکې سړې دي خو په جنېوا کې د امریکا دقامي سلامتيا مشير جېک سليوان او د پاکستان د قامي سلامتيا د مشاور معيد يوسف ترمنځ دشوي ملاقات وروسته ګډ بیان کې ویل شوي چې دواړو هېوادونو د همکارۍ مخ په وړاندې په بوتللو اتفاق کړی.

ورځپاڼه ډان دسفارتي سرچينو له قوله وايي چې د قامي سلامتيا د مشيرانو ترمنځ شوې ددې ملاقات مهمه نکته دوه اړخیزه اړيکې وې خو په دې کې د هند او افغانستان ترڅنګ په اقتصادي چارو هم خبرې شوې دي.

د قامي سلامتيا لپاره د پاکستان ځانګړي معاون معيد يوسف په ټویټر ليکلي چې د پاکستان او امریکا د ډلو ترمنځ د خپل مينځي خوښیو په دوه اړخیزه چارو، سيمه ايزو، او نړيوالو معاملو خبرې شوې دي.

هغه وايي دواړو خواؤ په دوه اړخیزه اړيکو کې د همکارۍ په سېوا کولو اتفاق کړی دی.

بلخوا د امريکې د قامي سلامتيا کونسل د ویاند له خوا جاري شوي بېان کې ويل شوي چې امریکا هيله لري چې د اقتصادي همکارۍ سېوا کولو او پاکستان کې د پانګې اچونې ډاډګیرنه وکړي.

داقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي وي او ای ډيوه ته وايي امریکا د نړۍ ترټولو لويې هېواد دی او هغه په نړيوال مالياتي ادارو هم ژور اثر لري.

دی وایي، مونږ له پکار دي چې د امریکا نه پاکستان کې د پانګو اچولو غوښتنه وکړو او امریکا پاکستان ته د ټیکنالوجۍ انتقال ته اماده کړو.

هغه وايي پکار ده چې امریکا د پاکستان سره تجارت لا نور زيات کړي، دې سره به د پاکستان اقتصادي وده ښه شي او خلکو ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي.

ښاغلی صدیقي وایي ددې ترڅنګ امریکا دپاکستان او هند ترمنځ تجارتي اړېکو ښه کولو کې کردار ادا کولی شي او ټاپي ګېس پاېپ لاېن پروژې شورو کولو کې هم لاس کولی شي.

پاکستان هر کال امریکا ته د څلور اربه ډالرو مصنوعات برامد کوي او پاکستان د امریکا څخه د 2.3 بيليونه ډالرو سامانونه درامد کوى.

دا شان د پېښور يوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې استاد ځلاکت خان ډيوه ته وايي امریکا د پاکستان جوړ شبانو دپاره لويه منډهي ده.

دی وایي پاکستان او امریکا د پخوا راهسې اقتصادي تعلقات لري او امریکا که وغواړي نو د صنعت او کرکروندې په څانګو کې د پاکستان سره مرسته او همکاري کولی شي.

هغه وايي که امریکا د پاکستان نوره مرسته نه کوي نو د هغو شتمنو هېوادونو منډهي د پاکستان د مصنوعاتو لپاره پرانستې شي په چا چې اثر لري.

دا راز دنړیوالو چارو شنونکی ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي پاکستان هر کال امریکا او يورپي هېوادونو ته د 11 اربه ډالرو مصنوعات برامد کوي چې د پاکستان د ټول برامد نيمه برخه جوړېږي.

دی وایي د پاکستان حکومت او ادارې په نغدو ډالرو باور لري او هڅه به کوي د امریکا څخه نغذو مرستو ته اولیت ورکړي. باقي که دپاکستان صنعت خپل پیداوار سېوا کړي نو دا په امریکا اړه لري چې هغوئ د خپل ضرورت مطابق د پاکستان نه څومره او څه اخلي.

يوشمير اقتصاد پوهان وايي امریکا به تر هغې د پاکستان سره په اقتصادي مېدان کې ژورې همکارۍ ته چمتو نه شي تر څو چې پاکستان د چين په مرسته جوړېدونکې د سي پېک اقتصادي پروژې نه پشا نه شي.