دپاکستان دقانون وزیر وایي"ملک په دعاګانو روان دی،دعا کوئ"

دپاکستان دحکومت په خواست نړيوال عدالت برټش ورجن ايي لينډ کورټ ريکوډک قضييه کې دپاکستان دهوايي شرکت داثاثو دبهرملکي کمپنۍ ټيټهيان په حق کې دضبط کولو خپله پريکړه بيرته اخستې ده.

دپاکستان حکومتي څارنوال يا اټارني جنرل خالد جاويد ويلي عدالتي پريکړې سره دپي ایي ای ملکيتي د امريکا نيو يارک ښار کى روز ويلټ او د فرانس پايه تخت پيرس کې اسکرایب نومې هوټلونه پاکستان ته حواله کړى شوي دي.

نړيوال عدالت د پاکستان دحکومت لخوا بهر ملکي کمپنۍ ټيټهيان سره د بلوچستان صوبې ريکوډک کې د تانبې او سرو زرو د لټون دلوظنامې ختمولو پسر پاکستان باندې شپږ نيم اربه ډالر هرجانه یا جرمانه لګولې وه او ددغې جرمانې دپينځوپشت فيصدي برخې په وخت دنه ورکولو له امله یې دپاکستان هوايي شرکت اثاثې ضبط کړې وې.

دشورو په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د قانون مرکزي وزير فروغ نسيم عدالتي پريکړه د پاکستان لويه قانوني ګټه ګرځولې ده.

هغه په دې اړه د پاکستان د قانوني ټيم د کارکردګۍ د ستاٸني ترڅنګ زياته کړې ددې کاميابۍ په شا د دعاګانو لویې اثر دى.

نوموړي ويلي پاکستان تر اوسه په دعاګانو چليږي او په ولس یې غږ کړى "دعا کوئ چې پاکستان د ريکوډک قضيې په معامله کې د هرجانى مقدمه هم وګټي"

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې دجاسوسۍ په تور دنيول شوي هندي وګړي کلبوشن ياديو او د اثاثو په لټون دکارکوونکې بروډشيټ کمپنۍ کيسونو کې نړيوالو عدالتونو د پاکستان په ضد فپصلې ورکړې دي.

قانون پوهان نړيوالو عدالتونو کې دپاکستان د پرله پسې ناکامه راتللو پسر په حکومت نيوکې کوي.

دملګرو ملتونو دنړيوال عدالت پخوانى قاضي على نواز چوهان د قانون دمرکزي وزير فروغ نسیم په بيان انديښنې ښودلې دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ويلي تشې دعاګانى مثبت نتيجې نه راوړي او بيا دقانون په هکله خو دا واضحه ده چې خپله قضيه به په بشپړې تيارۍ سره جوړوې او په ښه ډول به یې وړاندې کوې.

نوموړي ويلي له بده مرغه پاکستان کې حکومت نړيوالو عدالتونو لپاره په سفارش وکيلان نيسي چې له امله یې پاکستان ته سفارتي او معاشي ميدان کى زيان رسيدلى دى ځکه که حکومت ريکوډک قضييه کى ګټه غواړي نو باید چي دې لپاره وړ او تکړه وکيلان وټاکي.

دبلوچستان صوبې چاغي ضلعه کې د ايران او افغانستان پولې ته نزدې ريکوډک نومې سيمه په نړۍ کې د سرو زرو او تانبى پينځمه لويه ذخيره ګڼلی شي.

کال ٢٠١٣ کې د هغى وخت دپاکستان دسپريم کورټ مشر قاضي افتخار چوهدري د بلوچستان حکومت دحکومت له لوري د ټيټهيان نومې کمپنۍ سره ريکوډک کې د تانبې د لټون په اړه شوی تړون غير قانوني ګرځولى و.

بیا وروسته د ټيټهيان په خواست نړيوال عدالت دسپريم کورټ دغه فيصله رد کړې او پاکستان باندې یې شپږ نيم اربه ډالر جرمانه هم لګولې وه