د پښتونخوا پروفیسران وایي که یې غوښتنې ونه منل شوې اسلام اباد ته لاریون کوي

واشنګټن ـــ په پېښور پوهنتون کې د صوبې د ټولو سرکاري پوهنتونونو استاذانو او مرستیالې عملې په تنخاوو کې د زیاتوالي او نورو غوښتنو لپاره د لوړو زدکړو کمیشن او صوبایي حکومت خلاف احتجاج کړی دی.

دوی د خیبرپښتونخوا د لوړو زدکړو د کمېشن د هغه امر مخالفت کوي چې د صوبې ټولو 31 سرکاري پوهنتونونو ته یې امر کړی خپلې خرچې او د استادانو تنخاګانې دې کمې کړي او اضافي اخیستل شوي استادان دې وباسي.

د پروفیسرانو د تنظیم «فپواسا» صوبایي صدر پروفیسر ډاکټر شاه عالم وي او اې ډیوه ته وایي په تېرو څلورو کلونو کې پوهنتونونه زیات شوي خو وایي د لوړو زدکړو کمېشن د پوهنتونونو پنګه کمه کړې ده:

"په 2017م او 18م کلونو کې د وفاقي حکومت د پوهنتونونو لپاره 104 اربه روپۍ بجټ وو. د تحریک انصاف حکومت دا 64 اربو ته راکم کړو. خو زمونږ په احتجاجونو یې دې کې صرف پینځه اربه اضافه وکړه او 69 اربه یې کړې".

ډاکټر شاه عالم غوښتنه کوي حکومت دې هایر ایجوکیشن کمیشن ته 200 اربه روپۍ ځانګړې کړي چې وایي د هېواد 135 پوهنتونونه به په سمه توګه پرې وچلېږي.

استادان وایي د اتلسم آییني ترمیم وروسته پنجاب او سیند صوبو خپل د لوړو زدکړو کمېشنونه جوړ کړل خو پښتونخوا حکومت لا تر اوسه نه دی جوړ کړی، دوی غوښتنه کوي چې پښتونخوا دې هم خپل کمېشن جوړ کړي.

د پیښور پوهنتون د استاذانو د اتحادیې «پیوټا» صدر پروفیسر فضل ناصر وایي په پنجاب او سیند پوهنتونونو کې مالي ستونځې دومره خرابې نه دي یواځې د پښتونخوا پوهنتونونو په دې لړ کې له ستونځو سره مخ دي.

پروفیسر فضل ناصر وایي د مالي ستونځو په اړه چې حکومتي چارواکیو سره خبرې وکړي نو هغوی ورته وایي خپلو وسایلو کې اضافه وکړئ:

"زموږ وسایل خو د زده کوونکو فیس دی، مونږ د وړاندې نه د زده کوونکو فیسونو کې اضافه کړې ده نوره نه شو کولی. داسې ښکاري چې دوی یونیورسټۍ پرایوېټ کوي او یا داسې کوي چې پبلک پوهنتونونه بند کړي او زده کوونکي مجبور شي چې پرایوېټ یونیورسټیو ته لاړ شي".

په دې اړه د لوړو زده کړو لپاره د وزیراعلی مرستیال کامران بنګښ وایي په پوهنتونونو کې د مالي ستونځو لویه وجه دغلته په غیر ضروري چوکیو باندې اخستل شوي کسان او د دوی زیات مراعات دي:

"پرمختیایي بجټ ورکول کېږي خو ټول پوهنتونونه په خساره کې روان دي، دا یو نړیوال اصول دي چې کومه اداره په خساره کې وي د هغې ادارې ملازمین کمېږي، اضافي مراعات یې ختمېږي، دا به موږ کموو او د دې مخته هیڅ قسم بلیک مېلنګ نه منو".

خو استادان د حکومت له دې دریځ سره موافق نه دي او وایي له 2013م کال راهیسې د استادانو نوې ګومارنې نه دي شوې او دعوه کوي چې 600 کسان ایستل شوي او د 400 تنو چوکۍ اوس هم خالي پرتې دي.

پروفیسران وایي که حکومت د دوی غږ وا نه ورېده نو دوی به مجبوره شي چې اسلام اباد ته اوږد احتجاجي لاریون وکړي.