ملګرو ملتونو په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې په نتیجه کي د ماشومانو په وژل کېدو او ټپي کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په جنوبي وزیرستان کې په لومړي جون په لدها تحصيل کې يوه ماين چاودنه شوې وه او درې تنکي ماشومان پکې وژل شوي او دوه پکې ژوبل شوي وو، په ژوبلو کې يوه جينۍ هم شامله وه.
د ملګرو ملتونو په بيان کې په وروستيو کې په کوټه کې هم د يو لاسي ګرنېډ په چاودنه کې د درېو ماشومانو د وژل کېدو يادګېرنه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د پاکستان استازې اېډا ګيرما ویلي،
"هيڅ يو ماشوم بايد د جنګ څخه پاتې شوو ماينونو يا چاودېدونکو موادو ښکار نه شي. يونيسف به د پاکستان مرسته کوي او د دغو ماينونو په اړه به پوهاوی خوروي چرته چې ماشومان او کورنۍ د دغه خطر سره مخ دي. د دې سره دا هم مهمه ده چې ماينونه پاک کړی شي او په پېښو کې د بچ شوو بيا بحالي وشي".
هغې ویلي، ماشومانو ته په ځانګړي ډول د دغو ماينونو نه خطره وي ځکه چې دوی دغه ماین په غلطۍ کې د لوبو څيز ګڼي او راپورته کوي يې.
په بيان کې ویل شوي چې په نړيواله کچه په جګړه کې د ماينونو يا چاودېدونکو موادو څخه د ماشومانو د مرګونو يا ټپي کېدو شمېره د نيمې برابر ده.
په جنوبي وزیرستان کې د پېښې پرضد د مکين بريګېډ يا پوځي قلعې مخې ته د دغو ماشومانو د مړو سره احتجاجي پرلت پېل کړی شوی وو.
د وژل شوو ماشومانو خپلوانو وي او اې ډيوه ته ویلي وو، په چاودنه کې کور د ماشومانو نه خالي شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال عالمزېب مسيد وايي په جنوبي وزیرستان کې د ماینونو د چاودونو پیښې وروسته له هغې پېل شوي چې د رانجات عملیاتو له امله بې کوره شوو کسانو بیرته د واپسۍ عمل په کال 2013 کې پیل شوی وو.
هغه ويلي د دوی سره تر دې وخته پورې 189 پېښې رپورټ شوي چې پکې د 300 نه زيات کسان مړه شوي او يا معذوره شوي دي چې زياته شمېره پکې د ماشومانو او ښځو ده.
هغه وویل دا پېښې زیاتره په هغو ځایونو کې کیږي چرته چې د امنیتي سرتیرو چیک پوستې یا قلعې وي.
د عالمزېب په خبره د تشویش خبره دا ده چې د داسې قسمه پیښو وروسته په سیمه کې د روغتیا اسانتیاوې نه وي او د پېښې ښکار کسان بیا لرې د ډیره اسماعیل خان روغتنونو ته وړل کیږي.
هغه زیاته کړه د ماین چاودونو کسان زیاتره غریبانان وي چې بیزې یا څاروي څروي یا د خوړونو نه اوبه یا د ځنګلونو نه د اور لپاره لرګي راوړي او په روغتونونو کې د درملنې دپاره پېسې هم نه لري.
د جنوبي وزریرستان د انتظامیې يوې سرچینې وویل چې د ماینونو په پیښو خبر دي او د دغو پېښو د ښکار شوو سره مالي مرستې کیږي.
په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي اېم اې وايي، د دوی کار دغو خلکو ته مالي مرستې ورکول دي او د هغې لپاره د هرې ضلعې انتظامیې ته یو یو کروړ روپۍ ورکړی شوي دي چې تر مخه يې وژل شوي ته دوه لکه او ژوبل ته یو لک روپۍ ورکړل کیږي.
ایمان شاه چې د ټانک ضلعې مغزيی کلي سره تړاو لري وايي په کال 2010 کې د ماین چاودنې ښکار شوی او په پښه معذوره شوی دی.
هغه وویل په درملنه يې درې لکه روپۍ مصرف راغلی او د هغې وروسته اوس هغه هر درې کاله پس لګېدلې مصنوعي پښه بدلوي چې په هغې د یو لک نه تر اته لکه روپو پورې مصرف راځي.
هغه وویل د حکومت لخوا ورته د معذورانو سند ترلاسه شوی چې هغه په ماين چاودنه معذوره شوی خو مرستې ورته تراوسه نه دي ورکړی شوي.
په سیمه کې يو امنيتي چارواکي وویل په سیمه کې چې څومره د ماین چادونو پېښې کیږي دا په ځمکه کې د عملیاتو نه وړاندې ښخ کړی شوي بارودي مواد دي.
هغه وویل د ماين چاودنو ښکار کسان دې په فوري توګه د دوی سره رابطه وکړي، د پوځ په روغتونونو کې د ويړیا علاج سره مصنوعي لاس او پښې لګول کیږي او د مالي مرستو سره ورته د زدکړو یا هنر چل هم ښودل کیږي.