د افغان جګړې غزېدل افغانان بیا کډوالۍ ته اړ کولای شي؟

افغانستان کې د ناامنۍ اؤ تشدد اوسنیو پېښو کې په زیاته کچه د ولسي وګړو له وژل کیدو په ترڅ کې اندېښنې ښودل کیږي چې که وضعیت هم دغسې ناکراره پاتې شي نو افغان وګړي یو وارې بیا ګاونډي هیوادونو کې کډوالۍ ته اړ کیدای شي.

په دې وروستیو کې دافغانستان دنه دطالبانو اؤ افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو ترمنځ د نښتو لړۍ غزېدلې اؤ په ګڼ شمیر ولایتونو کې دا مهال هم دواړه خواوې په جګړو بوختې دي.

د وي او ای اردو دیو رپورټ له مخې که چرې په نزدې راتلونکي کې افغان دولت اؤ طالبان د شخړې هواري ته اماده نه شي نو په ګڼ شمیر کې افغانان یو ځل بیا دځان خوندي کولو په غرض پاکستان اؤ ایران ته ګډې کولی شي.

کابل کې میشت وتلی افغان خبریال ښاغلي جاوید احمد همیم کاکړ وي او ای سره خبرو کې ویلي چې دا مهال دافغانستان دوه ویشتو ولایتونو کې دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

هغه اندېښنه ښودلې چې که په جګړه بوختې خواوې زر تر زره دشخړې هواري ته ونه رسیږي نو وضعیت دخانه جنګۍ په لوري روانیدی شی.

ښاغلی کاکړ وایي دملګرو ملتونو په یو اوسني رپورټ کې هم د تندلاریتوب له امله شاوخوا دپینځؤؤ لکو کسانو د بې کوره کیدو وینا شوې ده چې له دې امله په سترو ښارونو د ابادۍ بار سیوا شوی دی.

افغانستان کې دجګړو دا لمن په داسې حال کې غځېدلې چې امریکا اؤ ناټو اعلان کړی چې د روان کال تر ۱۱م ستمبره به خپل ځواکونه دافغانستان څخه وباسي.

ځېنې څېړونکي اندېښنه ښایي چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وضعیت نور هم خرابیدی شي.

جاوید همیم کاکړ وایي د دوحې دامن تړون نه وروسته په عملي توګه دامنیت ټولې چارې دافغان دولت په لاس کې دي اؤ هرڅو که په تاؤتریخوالي کې زیاتوالی لیدل کیږي خو تر اوسه طالبان د مهمو اؤ غټو سیمو په واک ترلاسه کولو نه دي توانېدلي.

وي او ای اردو د یو بل افغان لیکوال اؤ څېړونکي عصمت قانع له خولې لیکلي چې د دوحې له تړون وروسته افغانانو هېله درلوده چې هیواد کې به یې امن ټینګ شي خو په دې تړون د یو کال نه د زیاتې مودې تیریدو باوجود وضعیت نور هم پرله پسې اسو د جګړو اؤ وینو توهیدو په لوري روان دی.

هغه وایي روان وضعیت افغانان په قار کړي اؤ ناهیلي کړي دی ځکه چې په دې جګړو کې نه یوازې ملکي خلک وژل کیږي بلکې افغانان اړ کوي چې یو وارې بیا خپل هیواد پریږدي اؤ دنورو هیوادونو کې دکډوالۍ ژوند وکړي.

هغه اندېښنه ښودلې چې که وضعیت باندې زر تر زره قابو ونه موندل شوه نو حالات به یو وارې بیا د۱۹۹۰ دلسیزې په څېر شي.

د۱۹۹۰ په لسیزه کې افغانستان کې دډاکټر نجیب دحکومت ختمیدو نه وروسته دقدرت تشه پیدا شوې وه اؤ په دغه مهال افغانستان کې ټولو خواؤ واک ته د ځان رسؤلو په خاطر د یو بل په ضد جګړو ته لاس اچولی ؤ چې له امله یې افغانستان په لویه کچه دتباهۍ سره مخ شوی ؤ.

افغانستان کې په دې وروستیو کې په لویه کچه له جګړو پیل کیدو راپدیخوا افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم یو وارې بیا دامن دټینګښت هڅو ته چمتو شوی اؤ د اتوار یا یکشنبې په ورځ یې یې کابل ته دخپل سفر په مهال دافغان دولت چارواکو اؤ مهمو سیاسي اؤ سفارتي شخصیاتو سره لیدنې کړې دي.

افغان دولت د اوسنیو جګړو پړه په طالبانو اچوي اؤ دهغوئ څخه پرله پسې جګړو نه دلاس اخستو غوښتنې کوي خو طالبان وایي افغان دولت ځکه د اوربند غوښتنې کوي ترڅو په ارامه خپل حکومت وکړي اؤ طالبانو چې دولت ته کوم شرطونه ایښي په هغې هیڅ خبرې نه کوي