دپاکستان حکومت وایي په ګرد هیواد کې یې یو کروړ خلکو ته کرونا ضد ویکسین لګولي دي اؤ اوس غواړي چې اقتصادي فعالیتونه معمول ته راولي.
د چهارشنبې په ورځ یو کروړ خلکو ته د کرونا ویکسین لګول کیدو په اړوند راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې دکرونا دڅار د دولتي ادارې نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سینټر مشر او دپلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر ویلي حکومت ولس ته د ویکسین لګولو عمل زرتر زر تر سره کول غواړي.
هغه ویلي دحکومت لخوا د ویکسین لګولو دعمل چټکتیا په دې موخه ده ترڅو اقصادې هلې ځلې د معمول تر مخه یو ځل بیا پیل شي، د خلکو صحت محفوظ شی او روزګار تر لاسه کړي.
مرکزي وزیر دا هم ویلي چې مرکزي حکومت د کرونا وایرس ویکسین اخستو د پاره داقتصادي رابطه کمیټۍ ECC د لارې یو ارب ډالر ځانګړي کړي دي.
انشاء اللہ آج ملک میں اب تک ہونے والی کرونا ویکسینیشن کی تعداد ایک کروڑ سے تجاوز کر جائے گی. الحمدللہ لوگ رجسٹر بھی کر رہے ہیں اور ویکسین بھی بڑی تعداد میں لگائی جا رہی ہیں. اگر آپ نے ابھی تک نہیں لگوائ تو جلد ہی لگوائیں
— Asad Umar (@Asad_Umar) June 9, 2021
دپاکستان ټوله ابادي ۲۲ کروړه ده اؤ څېړونکي وایي چې په ۲۲ کروړه ابادۍ کې یوازې یو کروړ کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول که هر څو زیاته دقناعت وړ خبره نه ده خو بیا هم د ویکسین په ضد پاکستان کې د روانې پروپیګنډې په ترڅ کې دیو کروړ کسانو ویکسین لګولو ته اماده کیدل په راتلونکي کې ددې عمل دلا چټکتیا غمازي کوي.
دښاغلي اسد عمر په وینا حکومت د دې څخه وړاندې د 250 ملیونه ډالرو په لګښت ویکسین اختستي ځکه چې د سوداګرۍ پیل کولو او د روان لاک ډاؤن پائ ته رسیدو وروسته د ورځني ژوند بیارغونه په مستقیم ډول په هیواد کې د ویکسینیشن اغیزمن کمپاین سره تړاو لري.
بل پلو ته د پنجاب د روغتیا وزیره یاسمین راشد وایي د ویکسین لګولو عمل اوس هم هغه شان نه دی روان څنګه چې پکار ؤ.
نوموړې رسنیو ته ویلي کوم خلک چې لوستي دي او خپل د روغتیا په اړه اندښمن دی، هغوئ ویکسین لګولي خو په لویې شمیر کې اوس هم داسې خلک شته چې ویکسین یې نه دې لګولي اؤ دا د اندیښنې وړ خبره ده.
دا په داسې حال کې ده چې سرکاري شمیرې ښایي پاکستان کې د کرونا وایرس څخه په تیر شواروز کې ۷۷ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دغه شان د کرونا څخه د مړو شمیره ۲۱۴۰۰ څخه زیاته شوې ده.