پارلیمان کې درز غوبل،اسپېکر دقامي اسمبلۍ په شپږو غړو بندیز ولګولو

دپاکستان حکومت او مخالفه ګوندونه تيره ورځ پارلیمان کې دشوي غوبل پړه په يو بل اچوي او څيړونکي وايي له دې مخکې هم غويمې شوې دي خو دا د پارليماني تاريخ توره ورځ وه چې حکومتي غړو په جبر دمخالفه ګوندونو مشر دبجټ په اړه د وینا نه منعې کړی دی.

بل لوري ته د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قيصر دناوړه ژبې کارؤلو او غير پارليماني چلند خپلولو په تور د حکومت او مخالفو ګوندونو په اووه پارليماني غړو اسمبلۍ ته په ننوتلو بندیز لګولی دی.

د شورو يا چارشنبى په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په وخت مرکز کې د واکمن تحريک انصاف ګوند زنانه پارليماني غړو تور لګولى چې مخالفه ګوند مسلم ليګ نواز اسمبلۍ کې دبدمعاشانو په څېر چلند کوي.

مرکزي وزيرې زرتاج ګل په مسلم ليګ نواز ګوند د زنانه ؤ د سپکاوي تور لګولی اؤ دريځ یې خپل کړی عمران خان او د پاکستان ولس دوئ ته درناوى ورکړى او دپارليمان لپاره یې منتخب کړي دي خو د زرتاج ګل په خبره مسلم ليګ نواز ګوند دا نه شي زغملى.

په دې موقع دقانون پارليماني سيکترې مليکه بخاري دعوه وکړه چې د مخالفه ډلو د غړو لخوا دکتاب په ګزار سره د هغې يوه سترګه ژوبل شوې ده.

دتيرى سه شنبى په ورځ قامي اسمبلۍ کې دحکومتي غړو لخوا د مخالفه ډلو دمشر شهباز شريف دبجټ تقرير په ضد احتجاج نه هغه وخت غوبل جوړ شو کله چې د دواړو خوا غړو په يوبل د بجټ دکتابچو او اسمبلۍ کې د لګيدلو ماٸيکونو ګذارونه پېل کړل يوبل ته یې لاسونه واچول او سپکې سپورې یې وويلې.

هم د شورو يا چهار شنبى په ورځ اسلام اباد کى خبري کانفرنس ته وينا کى د مسلم ليګ نواز ګوند پارليماني غړو د تيرې ورځې د غوبل پړه په حکومت اچولې او تور يې لګولى چې د وزير اعظم عمران خان په حکم دا هر څه شوي دي.

د ګوندسره تړاو لرونکي پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په اسپيکر اسد قيصر دوئ سره دتوپيري چلند تورونه لګولي چې له امله یې د عباسي په خبره قامي اسمبلي دا وخت غير فعاله شوې ده.

دتيرې جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ کې دخزانې د وزير شوکت ترين لخوا کېدونکي دبجټ تقرير په ضد د مخالفو ګوندونو غړو سخت احتجاج کړى ؤ.

رپوټونه وايي د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ د مرکزي کابينې غونډى پرېکړه وه چې ددې بدل کې به شهباز شريف هم بجټ تقرير ته نه پرېښودل کیږي.

دسياسي چارو څيړونکى امتياز عالم تيره ورځ اسمبلۍ کې د رامنځته شوي وضعیت زیاته پړه په وزير اعظم عمران خان او د اسمبلۍ په اسپيکر اچوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل مخکې هم پارلیمان کې غويمې شوې دي خو دا دملکي پارليماني تاريخ توره ورځ وه چې حکومتي غړو په جبر دمخالفه ډلو مشر شهباز شريف دتقرير نه منعې کړی دی.

هغه زياته کړې اسپيکر اسد قيصر د بجټ غونډې لپاره د حکومت او مخالفه ګوندونو په صلاح دجوړې تګلارې پځائ کولو کې پاتې راغلى دی.

بلخوا اسپيکر اسد قيصر دناوړه ژبې کارولو او غير پارليماني چلند په تور د حکومت او مخالفه ګوندونو اوؤ غړو باندى د اسمبلۍ حدونو ته په ننوتلو بندیز لګولی دی.

په کومو غړو چې دا بندیز لګول شوی هغې کې د مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند دعلي ګوهر ،شيخ روحيل اؤ اصغر ترڅنګ د پيپلز ګوند آغا رفيع الله او د واکمن تحريک انصاف ګوند فهيم خان او علي نواز اعوان شامل دي