ګلګت:عدالت دمذهب دسپکاوي په تور دنیول شوې میرمنې دخوشې کولو امر کړی

د ګلګت د غیزر ځایي عدالت د پنجشنبې په ورځ د مذهب د سپکاوې په تور کې د دوه نیمو کلونو راهسي دبندي یوې میرمنې دثبوت دنشتوالي له امله دبند څخه دخوشې کولو امر کړی دی.

دیاسین نومې ټولنیزه ښودونکې سینټر سره پر تعلق لرونکې استادې هریر اشرف کال ۲۰۱۹ کې تور لګول شوی ؤ چې د پیغمبر اسلام حضرت محمد صلی اللہ علیه و آله وسلم په ضد یې سپکه ژبه کارولې وه.

پولسو دپلټنو وروسته هریر اشرف نیولې او په ضد یې مقدمه درج کړې وه، خو نیول شوې ښځې دغه توله تورونه ردکړي وؤ.

د پاکستان دبشرې حقونو خپلواک کمیسون او دبشرې حقونو نورو ډلو هم د هریر اشرف پر وړاندې د مقدمې او د هغې د نیولو په اړه اندیښې څرګندې کړې وې.

دغه پریکړه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې تیره ورځ د پنجاب سرګودها ښارکې د ترهګرۍ د مخنیوې عدالت د مذهب د سپکاوې په تور کې د صوبې خوشاب ضلعه کې د پاکستان نشنل بینک مینیجر وژونکي سیکیورټي ګارډ ته دجرم په ثابتیدو د مرګ سزا اورولې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې یو عدالت دمذهب د سپکاوي په مقدمه کې ځوک خوشې کړې دي،د تیر جون په دریمه نیټه هم دلاهور یو عدالت د واده شوې مسیحې جوړې د شواهدو د نشتوالې له امله د اتوؤ کلو د بند ورسته دخوشې کولو امر کړی ؤ.

په ټوبه ټيک سنګهـ کې یو ځایي عدالت کال ۲۰۱۴ کې دغه مسیحې جوړې شګفته کوثر او شفقت مسیح ته په ټیلیفون د مذهب د سپکاوې دپیغامونو لیږلو په تور کې د مرګ سزا اورولې وه.

کال 2018 کې اسیه بې بې نومې عیسایي ښځه د ۱۰ کلونو د بند ورسته دعدالت په امر له زندانه خوښې کړل شوې وه.

د عدالتونو له اړخه دغه رقم پریکړې ایا د مذهب د سپکاوي په اړه د حکومت په تګلاره کې بدلون یا څه قسمه فشار کیدای شي؟ په دې اړه پاکستان د بشرې حقونو دکمیسون پخوانی مشر ډاکټر مهدي حسن وایي،نه ګڼې چې دغه پریکړې په پاکستان کې د مذهب دسپکاوي په اړه تګلارې کې دڅه بدلون له امله مخې ته راغلې دي.

هغه وایي پاکستان یو جمهوري نه بلکې مذهبي هیواد دی او حکومت دسخت دریځه مذهبي خلکو دمخې نیولو جوګه نه دی.

هغه زیاته کړه دبشري حقونو دغوښتنو سربیره حکومت په دغه قانون کې دبدلون څه پریکړه نه شي کولی خو دبشري حقونو کارمندانو ته به د بېګناه نیول شوؤ کسانو په حق کې په پرله پسې توګه غږ پورته کول وي چې ددغه قانون په ناسم ډول دکارونکو مخه ونیول شي.

دبشرې حقونو تنظیمونه وخت په وخت دغه قانون کې دبدلون غوښتنې کوي اؤ وایي چې دمذهب دسپکاوي قانون دشخصې دښمنۍ دپاره داقلیتونو او تر دې حده چې د مسلمانونو په ضد هم کارول کیږي.

کال ۲۰۱۵ کې دپنجاب دګورنر سلمان تاثیر د وژلو په مقدمه کې ممتاز قادري ته دمرګ سزا ورکونکي سپریم کورټ ویلي وؤ چې د مذهب د سپکاوي اکثره قضیې په دروغو ولاړې وي.

په هیواد کې دمذهب سپکاوی په مذهبې او سیاسي توګه یو حساسه مسله ده خو روان کال په مئ کې د اروپایي اتحاد پارلیمان د توهین رسالت قانون په اړه دپاکستان سره د هغه ترجیجې سوداګرۍ تړون ته د بیاکتلو د پاره یو متفقه پریکړه کړې وه چې د پاکستان حکومت یې د سختو ستونزو سره مخ کړی دی