پاکستان افغان سوله غواړي خو وزيران يې د خانه جنګۍ اټکلونه هم کوي

اسلام اباد + واشنګټن ـــ د پاکستان مرکزي وزيران نزدې هره ورځ په افغانستان کې طالبانو ته برخه او په ياد هېواد کې د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته د ممکنه خانه جنګۍ ډنډورې وهي.

د دغه ډول بيانونو وروستي مثالونه د پاکستان د خارجه چارو د وزير شاه محمود قرېشي او د وزير اعظم عمران خان د ملي امنيت مشاور معيد يوسف ننني بيانونونه دي.

ښاغلي قرېشي د پاکستان سېنټ د بهرنيو چارو کمېټۍ سره په غونډه کې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو د پېښېدو د مخنیوي لپاره دې طالبانو ته په حکومت کې برخه ورکړل شي ځکه چې وایي طالبان اوس ډېر بدل شوي‌ او "هوښیار" شوي دي.

په دې غونډه کې شريک د بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند سنېټر طاهر بزنجو وايي د سېنټ د باندنيو چارو د کمېټۍ غړو ټينګار کړى چې حکومت د افغانستان په شخړه کې د بې پلوه پاتې کېدو کومه دعوه کوي هغه دې عملي هم کړي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې برنجو وويل تېره اوونۍ پوځي قيادت د پارليمان د قامي سلامتيا د کمېټۍ غونډې ته ويلي وو، افغان طالبان او لاقانونه تحريک طالبان پاکستان د يوې سیکې دوه مخونه دي.

طاهر بزنجو وويل د سېنټ قایمه کمېټۍ په نننۍ غونډه کې د هغه پوښتنې ته په ځواب کې د باندنيو چارو وزير منلي چې د افغان طالبانو له مضبوطېدو سره به په پاکستان کې لاقانونه تحريک طالبان پاکستان هم وده مومي.

د ښاغلي قرېشي خبرې لا په مېډيا خپرېدې چې د ملي امنيت مشاور معيد يوسف هم د افغانستان پر تازه حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او "زښته خراب" یې بللي او وایي چې دا حالات د پاکستان له کنټروله وتلي دي.

نوموړي په خپل بيان کې د افغانستان د حالاتو نه د پاکستان د بري کولو هڅه کړې ده خو افغان مشران پاکستان او طالبان په هېواد کې د اړي ګړي لپاره ګرم کوي.

د پاکستان شخصي جيو ټي وي سره په مرکه کې د افغانستان خارجه وزير حنیف اتمر يو ځل بيا ويلي پاکستان ته پکار دي د افغان طالبانو د ناوړه کاروايو مخه ونيسي او دوى د افغان حکومت سره خبرو ته په کښېنولو کې خپل کردار ولوبوي.

د افغانستان په خاوره د طالبانو د زېږېدو د لومړۍ ورځې راهیسې په پاکستان تور دی چې د طالبانو په شا ولاړ دی. پاکستان دغه تورونه په سوونو کرته رد کړي خو په عملي سياست کې د طالبانو او پاکستان تر منځ ژورو اړيکو، د تورونو نه د پاکستان انکار، تر اوسه نړيوال او په افغانستان او پاکستان کې د افغان چارو بې طرفه سياسي مشران او څېړونکي قانع کړي نه دي.

په پاکستان کې د دفاعي چارو څېړونکى ډاکټر حسن عسکري وايي د افغانستان په اړه د پاکستان حکومت د سختو مشکلاتو سره مخ دی. هغه وي او اې ډيوه ته وويل که طالبان مضبوطېږي نو پاکستان کې به د دوی همفکره ټي ټي پي غوندې ډلې هم سر را اوچتوي او د ترهګرۍ پېښې به زياتېږي:

"که چرې په افغانستان کې کورنۍ جګړه زياتېږي نو پاکستان ته د میلينونو په شمېر کې د افغانانو راتګ باوري دی چې کنټرولول به یې د پاکستان د حکومت دپاره لوى چېلنج وي".

په پاکستان کې ملتپاله پښتانه مشران تل د پاکستان د افغان تګلارې مخالف پاتې شوي دي. پخوانۍ پارلېماني غړې او پښتون ملتپاله مشرې بشرا ګوهر د امريکا ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال ته ويلي پاکستان په افغانستان کې د ‘ويجاړونکې دستې يا قطعې’ ملاتړ کوي. نوموړې په ظاهره د طالبانو لپاره د پاکستان ملاتړ ته اشاره کړې ده.

امريکا د پاکستان نه په افغانستان کې د سولې لپاره د رول لوبولو غوښتنه کوي. د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم ويلي چې پاکستان به په افغان شخړه کې د امريکا سره د امن په کوششونو کې خپلې مرستې کوي، خو په جګړه کې به ملګرتیا نه کوي.