تحقیقاتي رپورټ:خېبر پښتونخوا کې دای این پي اؤ عامو خلکو په ضد دتشدد کچه لوړه شوې

د تحقيقي ادارې سي ار ايس ايس د رپورټ ترمخه سږ کال داپريل نه تر جون مياشتې پاکستان کې د تشدد په پيښو کى ٢٠٣ تنان مړه او ٩٦٦ ژوبل شوي دي.

په دې دريوؤ مياشتو کې دخیبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو اؤ نورو سیمو کې د عامو خلکو ترڅنګ دملت پاله عوامي نيشنل ګوند غړي هم د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

پورټ وايي دې دريوؤ مياشتو کې تر ټولو زياته مرګ ژوبله د لاقانونه ډلې تحريک لبيک پاکستان داحتجاجي مظاهرو په وخت رامينځته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هم تيره ورځ لاهور هايکورټ حکومت ته د لاقانونه تحريک لبيک ډلې دګرفتاره مشر سعد رضوي د خوشى کولو حکم کړی دى.

د عوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان پخلی کړی چې د دوئ ګوند د غړو ځورؤلو پيښو کى زیاتوالی راغلی اؤ او تور یې لګولی چې د دوئ فعالین اؤ مشران ځکه په نخښه کیږي چې دوئ د افغانستان ترڅنګ نورو معاملاتو باندې هم د رياست دوه مخې تګلاره په ډاګه کوي.

د سي ار ايس ايس درپورټ ترمخه سږ کال اپريل نه دجون مياشتې پورى د تشدد په پيښو کې په بلوچستان کى ٧٤، خيبر پښتونخوا کې ٣٥، قبايلي ضلعو کې ٣٩، سر ښار اسلام اباد کې ٤ او پنجاب کې ٨ تنان وژل شوي دي.

رپورټ وايي دغو دريوؤ مياشتو کې په قبايلي ضلعو او خيبر پښتونخوا کې د عام ولس ترڅنګ دملت پاله عوامي نيشنل ګوند غړي هم د تشدد او هدفي وژنو ښکار شوي دي.

دیاد ګوند وياند زاهد خان پخلی کړی چې په دې وروستیو کې ددوئ دګوند دغړو په ضد دتشدد کچه لوړه شوې ده اؤ وایي دا ځکه چې د وئ د ریاست دوه مخې پالیسۍ باندې ټکونه کوي اؤ هغه خلکو ته په ډاګه کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دګوند غړي اؤ مشران یې له دې امله هم په نخښه کیږي چې دوئ د افغانستان په ګډون په مهمو ملکي چارو باندې د رياست تګلارو سره اختلاف څرګندوي.

زاهد خان دريځ خپل کړى که د پاکستان جوماتونو کې د افغان جهاد په نوم چندې غونډيږي او دلته نه خلک افغانستان ته اوړي نو څنګه څوک دا تمه ساتلى شي چې د دې بدې اغېزې به په پاکستان نه پریوځي.

هغه وويل دميا افتخار زوئ د رياست په جګړه کې ووژل شو او د هغه قاتلان خپل جرم هم مني خو نن ميا افتخار او دوئ د ګوند نور غړي د رياستي تحفظ پځائ برعکس د دړکو سره مخ دي.

د سي ار ايس ايس د رپورټ شميرې ښي چې داپريل نه جون پورې د تشدد په پيښو کې ٢٠٣ تنان وژل شوي او ٩٦٦ ژوبل شوي دي.

رپورټ زياتوي دې کې تر ټولو زياتې ژوبلې دلاقانونه ډلې تحريک لبيک له خوا د فرانس د سفير د بې دخلۍ پسر دشوؤ خونړيو احتجاجونو په وخت رامنځته شوې وې.

د اپريل مياشت کې د پنجاب پوليس لخوا د تحريک دمشر سعد رضوي د نیول کیدو په ضد دتحريک د راپاريدلو مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ لوىو ښارونو کې دشوؤ نښتو له امله ٤ تنان مړه او ٨٠٠ نه زیات ژوبل شوي وؤ.

په دغه مهال پاکستاني ولس ته خپله وينا کې وزير اعظم عمران خان د ٧٠٠ پوليس عسکرو د ژوبل کيدو پخلى کړى ؤ خو دوه ورځې وروسته د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد د لاقانه تحريک لبيک سره دلوظنامې اعلان کړى ؤ.

د جولایي دمياشتې په اوومه نيټه د لاهور هايکورټ دبياکتنې بورډ حکومت ته د سعد رضوي په سمدستي توګه دخوشې کولو امر کړی دی.

څيړونکی احمد بلال محبوب وايي تشدد کې دککړو ډلو په هکله نرمو پريکړو سره د امنيتي ادارو حوصلې ماتيږي.

هغه وي او ای ډيوه ته ويلي که حکومت د سياسي جوړ جاړي لپاره سعد رضوي خوشې کوي او پوليس چارواکو باندې تشدد کې ککړو دهغه دتنظيم دکارکنانو په ضد هم کاروايى نه کيږي نو سبا له به کوم پوليس چارواکی څنګه خپل ژوند خطر کى اچوي؟

د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد وايي تحريک لبيک باندې دلګيدلي حکومتي بنديز په ضد ديادى تندروه ډلى په خواست درې کسيزه حکومتي کميټې خپله پريکړه د منظورۍ لپاره مرکزي کابينې ته ليږلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دترهګرو دمالي سرچینو وچولو اؤ دغیر قانوني پیسو په لیږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف دپاکستان دنوم لا اوس هم په خړ نوملړ کې ساتلو پريکړه کړې ده.

تيره ورځ دقامي اسمبلې غونډې ته وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ په وزیرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د تشدد او هدفي وژنو پيښو کې د راغلي زياتوالي پسر دپارليمان دګډې غوڼډې رابللو غوښتنه کړې وه.