حامد کرزی: طالبانو! د ولسوالیو له نیولو تېر شئ، جګړه بنده کړئ سوله وکړئ

کابل ـــ پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې یوه خبری کنفرانس ته وویل، چې پر افغان سوله به مانا ‌لرونکې خبرې ژر بېرته پیل شي خو ښاغلي کرزي افغان حکومت او طالبانو ته په اشاره وویل، چې د پخلاینې لپاره دې اوسنۍ موقع نه ضایع کوي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل "دا جګړه د پردیو ده، تېرېدونکې ده، خو له پردۍ جګړې د نجات لاره سوله ده، موږ به سولې ته رسیږو، ژر به د سولې مذاکرات بیا پیل شي".

ښاغلی کرزي ویلي: "زه دواړو غاړو ته وایم، تاسې دواړه د دې خاورې خاوندان یاست. یو بل سره کښېنئ. سوله وکړئ او هېواد له دې حالته وژغورئ".

هغه ویلي، افغانستان کې روانه شخړه، په وروستیو دوو پېړیو کې د بهرنیو قدرتونو له لاسوهنې سره ژور تړاو لري. ښاغلي کرزي ویلي:

"موږ بیا بیا پر طالب ورونو غږ کړی او نیوکه مو هم پرې کړې هغه څه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې جوړ شوي دي، دا ټول د افغانستان د خلکو اړوند دي، نه د بهرنیانو... سړکونه، پلونه او تاسیسات مه ورانوئ".

حامد کرزي وویل ډېر ژر به د سولې مذاکرات په جدي ډول پیل شي او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې په طرف لاړ شي:

"په طالبانو غږ کوم چې له جګړو لاس واخلئ د ولسوالیو په نیولو هیڅ ځای ته نه شئ رسېدلی، په تېرو 20 کاونو کې چې کوم نهادونه او نور څه جوړ شول ټول د د افغانستان د خلکو دي، د خارجیانو نه دي، سرکونه، پلونه پلچک او نهادونه مه خرابوئ، دواړو خواوو افغانانو ته وایم چې تاسو د دې خاورې خاوندان یاست د یو بل سره کښېنئ سوله وکړئ او هیواد د دې حالت نه آزاد کړئ."

حامد کرزي د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې ژر به بین الافغاني مذاکرات په خورا جدي توګه پیل شي او هیله شته چې جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. هغه په دې توګه په هېواد کې د سولې د راتګ زېری ورکړ او په خبره یې افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او جګړې پای ته رسېدونکې دي.

کرزی پر ځوانانو غږ وکړ چې له هېواده دې نه وځي او د خپل هېواد په جوړولو کې دې برخه واخلي. کرزي وویل افغانستان هر څه لري ځوانان دې پر خپله خاوره اعتماد وکړي، وایي سوله به ژر راځي او جمهوریت به پاتې وي:

"د افغانستان په ښځو غږ کوم چې حقوق به مو خوندي وي او جاویدان په دې خاوره کې وي او لا به ډېر وي تعلیم به مو ډېر وي په دفترونو کې به کار کوئ په اداراتو کې به کار کوئ ډاکټرانې به یاست انجنیرانې به یاست او د دې خاورې خاوندانې به یاست، خدای دې هغه ورځ راولي چې د افغانستان یوه میرمن د نن یوه پیغله نجلۍ د دې خاورې د سبا ولسمشره وي او دا به کوو، موږ به یوه متمدنه، رسېدلې او پرمختللې جامعه وي او دې ته هلته رسېدای شو چې سوله وکړو او سوله ولرو."

که څه هم په هیواد کې د جګړو دوام او د سولې روان نامعلوم برخلیک خلک اندېښمن کړي خو پر سوشل مېډیا خلکو د حامد کرزي د دغو هیله بخښونکو څرګندونو هرکلی کړی دی.

سیاسي فعالان د افغانستان وروستي وضعیت ته په کتو وایي طالبانو په دې وروستیو کې د خبرو پر ځای پر پوځي لارو خپل تمرکز ډېر کړی دی او دوی داسې فکر کوي چې ګوندې کولی شي د زور له لارې واک ته ورسېږي. شنونکي وایي چې افغان کشاله د زور او ځواک له لارې نه شي حل کېدلی نو دواړو لوریو ته په کار ده چې خپله ټوله توجه سوله ییزو لارو چارو ته واړوي.

دوی پر سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو غږ کوي چې د خپلو ګټو په خاطر دې د افغان سولې پروسې د بریا لپاره هلې ځلې وکړي ځکه چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر را وتلی دی. ټاکل شوې نوموړی د سیمې هېوادونو سره د افغان سولې په تړاو مشورې وکړي او د جګړې ښکېل اړخونه د سولې جدي مذاکراتو ته وهڅوي. خلیلزاد نن په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له پلاویو سره لیدلي دي.

دواړه لوري وايي، په دې لیدنه کې د سولې خبرو په چټکېدو، اغېزمنتوب او یوه سیاسي حل ته په رسېدو خبرې کړي دي.