پاکستاني چارواکي وایي افغانستان سره یې خپله دچمن پوله نن دشنبې د ورځې څخه یو ځل بیا دخلکو دتګ راتګ دپاره پرانستې ده.
چاﺭواکي وایي دلویې اختر دخوشحالۍ په مهال دپولې دواړو غاړو ته بند پاتې عام خلک کولی شي اوس دچمن دلارې خپلو هیوادونو ته واوړي.
دباب دوستي په نوم دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دروازه دپاکستان په چمن اؤ دافغانستان په سپین بولدک سیمه کې ده اؤ طالبان دعوه کوي چې سپین بولدک باندې هغوئ خپله قبضه ټینګه کړې اؤ پاکستاني چارواکو ته دپولې پرانستو خواست هغوئ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دافغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح دوه ورځې وړاندې تور لګولی ؤ چې دپاکستان دهوایي ځواکونو لخوا افغان هوایي ځواکونو ته ګواښ شوی چې که سپین بولدک نه یې دطالبانو دشړلو هڅه وکړه نو دپاکستان دهوایي ځواکونو لخوا به مقاومت سره مخ شي.
خو پاکستان دافغانستان دامرالله صالح دا دعوه رد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې دافغانستان په خاوره کې دافغان هوایي ځواکونو دعملیاتو حق تسلیموي.
دچمن نه د وي او ای ډیوه دخبریال نعمت الله سرحدي د رپورټ له مخې د شنبې یا خالې په ورځ دچمن پولې خلاصیدو سره سم په دغه پوله ایسار په زرګونو عادي خلک دواړو لوریو ته اوښتي دي.
دافغانستان د جنوبي ښاﺭ کندهاﺭ څخه په پوله را اوښتو پاکستاني وګړو دسيمې د سترګو ليدلي حال بيانولو په مهال ډیوه ته وويل سپين بولدک او ويش منډهۍ کې افغان طالبان ولاړ ليدل کيدل.
"دکندهاﺭ او سپين بولدک ترمنځ په لویه لاﺭه تر ميل پل مقام پوﺭې طالبان ولاړ وؤ او بيا تر کندهاﺭ پوﺭې افغان عسکر ولاړ وؤ"
خو هغوئ وویل په سپين بولدک ښاﺭ کې دسړک پغاړه پراته د مړو جسدونه هم دوئ وليدل اؤ هلته وضعه اوس هم کړکيچنه ده.
محمد نعيم چې دسرانان سيمې پاکستان اوسيدونکی دی ډيوه ته یې وویل" سهاﺭ وختي شپږ بجې دکندهاﺭ څخه دسپين بولدک په لوﺭي ﺭاﺭوان شو په نیمایي لاﺭه ميل پل مقام پوﺭې دافغانستان ملي ځواکونه ولاړ وؤ امنيت یې نيولی ؤ خو بيا د طالبانو کمر بند شروع شو"
هغه وایي په لاﺭه یې دسړک پغاړه دسوځيدلو پوځي ګاډو ترڅنګ په سپین بولدک کې دمړو جسدونه هم ولیدل چې دسړک پغاړو پراته وؤ.
په چمن پوله را اوښتي یو بل تن احسان الله هم وويل په سپين بولدک او ويش منډهۍ کي دطالبانو حاکميت ؤ اؤ وضعه ډيرہ کړکيچنه وه ، په باﺯاﺭ کي اکثره دوکانونه تړلي پراته وؤ.
دچمن اویدونکي عبدالغفاﺭ نومې تن د ډيوه خبریال ته وويل چې دوئ په ویش منډهۍ کې بند پاتې وؤ اؤ دغلته طالبان په ګزمو کولو لیدل کیدای کیدل.
هغه وویل ډير په زحمت یې تر چمن پولې ځان رارسولی ؤ اوس هم هلته په سلګونو خلک بند پاتې دي اؤ نه شي کولی چې پاکستان ته را واوړي.
په عین حال کې یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وي او ای ډیوه ته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي دچمن پوله په عارضي توګه یوازې دنن دپاره پرانستل شوې وه اؤ سبا له به پوله خلاصه وي که نه؟ په دې اړه به دپاکستان حکومت خپله پرېکړه تر نن ماښام وکړي.
د ډيوه دخبریال ترمخه په چمن پوله تجاﺭتي فعالیتونه نن په څلورمه ورځ هم تړل شوي وؤ