معید یوسف:دپاکستان په ضد ګامونو لپاره هند افغانستان نه خپل مرکز جوړ کړی

د يو هندي خبريال سره مرکه کې د وزير اعظم عمران خان د قامي سلامتيا سلاکار ډاکټر معيد يوسف تور لګولى هند قصدي دپاکستان اؤ چين اقتصادي پروژه په نخښه کوي او د کرايې دترهګرو دلارې پاکستان کې چينايي پروژو ته زيان رسوي.​

دپاکستان دقامي سلامتيا سلاکار معيد يوسف تور لګولى چې هند دپاکستان په ضد کارروايو لپاره افغانستان نه خپل مرکز جوړ کړی دى خو پاکستان به نور دا نه زغمي چې هند دترقياتي پروژو په ترڅ کې ورانکاري افغانستان ته ليږي.

هندي مطبوعات وايي دامريکا دخارجه وزير انتهوني بلنکن د سىه شنبې د ورځې نه د هند د سفر په موقعه به هندي حکومت هم پاکستان کې دترهګر ډلو دخوندي ځالو معامله راپورته کوي.

د يو هندي خبريال سره مرکه کې د وزير اعظم عمران خان د قامي سلامتيا سلاکار ډاکټر معيد يوسف تور لګولى هند قصدي دپاکستان اؤ چين اقتصادي پروژه په نخښه کوي او د کرايې دترهګرو دلارې پاکستان کې چينايي پروژو ته زيان رسوي.​

معيد يوسف وويل هند دپاکستان په ضد ګامونو لپاره افغانستان نه خپل مرکز جوړ کړی دى او دغلته نه پاکستان مخالفه عناصر د هند په ډاډ او مالي مرستو پاکستان کې ترهګري کوي.

تر دې وړاندې هم پاکستان په بیلابیلو وختونو کې تورونه لګوي چې هند دافغانستان زمکه دپاکستان په ضد کاروي خو هندي اؤ افغان چارواکي دپاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پاکستان پخپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده اؤ هغوئ دخپلو پولو نه بهر بریدونو ته لمسوي.

هند سره خبرو اترو دعمل دبحالۍ په اړه د قامي سلامتيا سلاکار زياته کړې وړومبی باید هند دخپل واک لاندې دکشمير دځانګړي حيثييت ختمولو پريکړه بيرته واخلي خو هند دا خپله کورنى معامله بولي.

دا په داسې حال کې ده چې هم تيره ورځ د افغانستان دملي پخلاینې دشورا مشر ډاکټر عبد الله عبد الله نوي ډيلي کې د هندخارجه وزير ايس جی شنکر سره لیدل کتل کړي دي.

ټاکل شوې ده چې دامريکا خارجه وزير انتهوني بلنکن به هم د راتلونکې سه شنبې په ورځ دهند سفر کوي او هندي مطبوعات وايي په دې موقعه به هندي حکومت پاکستان کې دترهګر ډلو دخوندي ځالو معامله انتهوني بلنکن سره راپورته کوي.

افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل کیدو سره سم په دې وروستیو کې جنګ جنګ ځپلي افغانستان کې دبدامنۍ پيښۍ زیاتې شوې دي.

دپښتون ملت پاله عوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان وايي دافغانستان، هند او پاکستان له خوا ديو بل په ضد بیانونه دسیمې دثبات دپاره په نقصان تمامیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل معيد يوسف اوس افغانستان کې دبهرنۍ مداخلې خبره کوي خو د دوئ ګوند د تيرو څلويښتو کالو راهسې دریځ لري چې افغانستان کې باید دبهرنۍ مداخلې مخه ونیول شي اؤ ددغه هیواد خاوره دې دبل هیواد په ضد نه کارول کیږي.

زاهد خان زياته کړه په يو بل د تورونو لګولو پځاى بايد چې افغانستان، پاکستان،هند او امريکا افغانستان کې امن پځاى کولو لپاره په ګډه مبارزه وکړي.