خیبر پښتونخوا کې په کرونا وایرس ۱۷کسان مړه شوي

د سرکاري شمیرو ترمخه خېبر پښتونخوا کې تېرو 24 ساعتو کې د کرونا وايرس دلاسه 17 تنان مړه شوي او426 تنانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

دطبي چارو پوهان وايي د صوبې په کچه د کرونا وايرس په مثبتو پېښو کې او د خلکو د مړيني کچه کې ځکه په چټکتیا سره اضافه کیږي چې ددې وايرس موجوده شکل د نورو نمونو په پرتله ډير خطرناک دی او په کم وخت کې د زياتو خلکو د ناروغه کولو توان لري.

دوئ وايي که چېرې عام اولس په ايس او پيز يا سپارښتنو عمل پېل نه کړو او د کرونا وايرس پرضد يې وېکسين ونه لګول نو په هسپتالونو به يو ځل بيا بوج سېوا شي چې له امله يې د نورو ناروغانو دعلاج اغېزمن کېدو اندېښنه شتون لري۔

د خيبرپښتونخوا د صحت محکمې دشمېرو ترمخه، دکرونا وايرس په رنځ تېر يو شواروز کې 426 کسان اخته شوي او دې سره د ناروغانو مجموعي شمېره یو لک،47 زره او څه دپاسه 400 ته رسېدلې ده۔

دشمېرو ترمخه، په تير یو شواروز کې 17 تنان د کرونا وايرس نه مړه شوي او د مړؤ شوؤ تنانو شمېره په پښتونخوا کې 4524 ريکارډ شوې ده۔

د مردان مېډيکل کمپلیکس ډاکټر شاه زېب خان وي او ای ډيوه ته وويل د کرونا وبا دنورو څپو په پرتله په څلورمه څپه کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو او د خلکو د مړینې کچه ځکه سیوا ده چې د کرونا وايرس پرضد وضعه کړل شوؤ سپارښتنو باندي خلک عمل نه کوي۔


نوموړی وایي تر اوسه چې دکرونا وايرس کومې نمونې وې نو هغه هم خطرناکې وې خو دومره په چټکتیا خورېدې څومره چې دا ډيلټا وايرس په بیړه د يو تن نه بل ته خورېږي.

هغه زیاتوي د وایرس په چټکتیا سره دخوریدو یو لامل دا هم دی چې ماسک اچول، يو بل نه فاصله ساتل اؤ نورې سپارښتنې اوس نه عملي کیږي

"سکولونه خلاص دي، بازارونو کې رش وي، شادي هالونه خلاص دي نو هغه د کرونا وايرس دمخنيوي چې کوم اقدامات دي په هغې عمل نه کېږي"

نوموړي زياته کړه که چرې اوس هم خلک احتياط نه کوي او ویکسين لګولو ته غاړه نه ږدي نو د مريضانو سېوا کېدو سره د صحت دنظام متاثره کېدو اندېښنه شتون لري۔

" دا هغه وايرس دي کوم چې په هندوستان کې وؤ نو تاسو به کتلي وي چې هلته به خلک د هسپتالونو مخې ته پراته وو او د اکسيجن او کټونو کمی ؤ، نو دلته هم که دا شرحه داسې تېزۍ سره روانه وي نو مونږه ته هم د بېډونو او اکسيجن کمی مخې ته راتللی شي"

د صحت دصوبايي محکمې لخوا مخې ته د راغلو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د مثبتو پېښو مجموعي شرحه څلور اعشاريه دوه فيصده ريکارډ شوې ده۔

شمېرې ښايي چې تېرو د14 ورځو په مهال پېښور کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو کچه 16 فيصده، بره چترال کې 14 فيصده، کوهاټ کې 10 فيصده او مردان کې 6 فيصده ريکارډ شوې ده۔

د کرونا ناروغۍ دمخنيوي په حقله د مردان باچا خان مېډيکل کالج اسسټنټ پروفېسر ډاکټر افتخارالدين وي او ای ډوه ته وويل چې ددې ناروغۍ نه دخونديتوب او دبيمارۍ دشدت کمولو له پاره په وخت د کرونا وايرس پرضد ویکسين لګول مهم دي۔

" دا وايرس پړپوسان وړومبی متاثره کوي، دې نه علاوه د وجود نورو برخو باندې هم اثر کوي، نو کومو خلکو چې ویکسين لګولې وي مونږ وکتل چې هغوئ ته لږه شان تبه راشي يا يې خېټه خرابه شي يا ورته وجود کې دردونه وي خو وايرس يې پړپوسان نه وي متاثره کړي، او چې پړپوسان خراب شي نو بيا انسان اکسيجن او وينټيلېټر ته ورسي او اکثره مړه شي"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي چې په هسپتالونو کې د کرونا مريضانو د علاج د پاره ټول انتظامات ترسره کړل شوي دي او د کرونا ناروغانو د درملنې له پاره ځانګړي هسپتالونه او مرکزونه هم د صوبې په بېله بېلو سيموکې شتون لري۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په کچه 850 نه سېوا د وېکسينېشن مرکزونه جوړ کړل شوي دي او تر اوسه پورې 50 لکه تنانو ته د کرونا وايرس وېکسين يو خوراک او 8 لکو نه زياتو کسانو ته د کرونا وايرس پرضد د وېکسين مکمل خوراک ورکړل شویدی۔