څېړونکي: د واشنگټن او اسلام اباد شریک هدف تلپاتې سوله خو پاکستان په افغانستان کې د خپلې خوښې امن غواړي

د واشنگټن او اسلام اباد په افغانستان کې د تل پاتې سولې د خواهش انگازې ورځ تر بله سوا کیږي خو څېړونکی وايي د پاکستان مشران په افغانستان کې یواځې د "خپلې خوښې امن" پلو ته د خپلو سټراټیجک مقصدونو په پیچلې لاره رسیدل غواړي.

دوه ورځې د مخه د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان په روانو حالاتو د خبرو ورستو پېنټاګون وویل لوېډ اسټن د جنرل باجوه سره په سيمه کې د شريکو اهدافو، امنیت او ثبات په اړوند په ټيليفون خبرې کړي دي.

د وي او ای ډیوه په خپرونه هیلو وي او ای کې مو د څېړونکو نه تپوس وکړلو د امریکه او پاکستان په سیمه کې شریک اهداف څه دي؟

په پېښور کې د نړیوالو اړیکو کار پوهه پروفیسر اعجاز خټک وايي په ظاهره د اسلام اباد مشران د واشنگټن ددې خواهش ملگری ښکاري چې په افغانستان کې روانه جگړه د خبرو اترو د لارې ختمه شي خو د پاکستان واکداران په افغانستان کې یو داسې حکومت لیدل غواړي چې ددويي مفادات خوندي وساتي:

" پاکستان هلته کې په افغانستان کې امن غواړي خو داسې امن غواړي چې په هغې کې د انډیا رول اثر بلکل نه وي یا کم نه کم وي او د پاکستان اثر دې زیات وي"

د پاکستان لوړ پوړي پوځي او غېر پوځي چارواکو بيا دغه تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو سره په روان جنګ کې ملاتړ کوي.

د پاکستان د ملي امنيت مشاورمعيد يوسف په يو ليکلي غبرګون کې وي او ای ته د افغانستان لخوا په دغه ډول تورونو ټکونه کړي او ويلي:

"په ځپل شوي خلکو تورونه مه لګوئ"

د څېړونکو په خیال د اسلام د سخت دریځه دیو بند فکر لرونکو افغان طالبانو د نظریې اډاڼه په جهاد ولاړه ده. او دويي تل د هند په خلاف د جهاد د سوچ لرونکو ملگري پاتې شوي دي.

په 1999 کې په افغانستان باندې د طالبانو د خپل سره واکمنۍ په وخت کې د هند د سورلیو یوه الوتکه چې له ډیلي څخه د نیپال کټمنډو ته روانه وه کندهار ته تښتول شوې وه.

د اولوتکې د سورلیو د خوشي کولو په بدل کې د جیش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر ، مشتاق زرګر او احمد عمر سعید شیخ خوشي کړی شوي وو.

په داسې کې چې کابل بیا بیا وايي اسلام اباد د دويي په ضد جنگیدونکو طالبانو په شا ولاړ دی امریکا ولې په افغانستان کې د تل پاتې سولې په راوستلو کې د پاکستان کردار مهم بولي؟

ددې تپوس په ځواب کې په واشنگټن کې د دفاعي او سیاسي چارو څېړونکی نجيب ننگیال وايي دا یو اجتبا ده:

"د پاکستان رول مهم دی خو د پاکستان رول مثبت نه دی"

د ښاغلي ننگیال په خیال امریکا هم ویني د پاکستان رول منفي دی خو شاید ځکه هم د پاکستان سره نرمي کوي چې پاکستان یو نیو کلير هیواد دی او امریکایان گڼي که هلته اړی گړی جوړ شو او دا ایټمي وسلې د ترهگرو لاسو ته ورغلې نو دا به نه یواځې د پاکستان بلکې د نورې نړۍ لپاره هم د خطر سبب جوړ شي.

هلته د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي دي د افغانستان په مسله د پاکستان او نړيوالې ورورولۍ دريځ يو دی ، هغه وايي پکار ده چې نړيواله ورورولي د افغانستان د سولې په لړ کې خپل رول ولوبوي.

د پاکستان مشران وايي په افغانستان کې د ټولو فریقینو یو شریک حکومت پکار دی، د پاکستان ددغه دریځ سره په خپله کابل، واشنگټن، بیجینگ او نور تر څه حده اتفاق لري؟

په اسلام اباد کې میشت څېړونکی طاهر خان گڼي د ځینو هیوادونو خو به دا خواهش ځکه وي چې هغويي غواړي دا یی یو حل دی.

خو طاهر خان دا هم فکر کوي د افغانستان د وسني حالاتو په رڼا کې د شریک حکومت وړاندیز وس شاید طالبانو ته منظور نه وي:

"د طالبانو وس دا خواهش دی چې دويي په افغانستان باندې ټول کنټرول تر لاسه کړي نو ورستو به بیا دويي په خپله خوښه وگوري چې څوک دويي ته نزدې دي او څوک ورته نزدې نه دي څوک دويي غواړي څوک دويي نه غواړي"

امریکایي چاروا کي هم دا وايي په افغانستان کې روان حالات د زیاتې اندېښنې وړ دي. د پېنټاګان ویاند جان کربي دوه ورځې د مخه وویل د دفاع وزیر لویډ اسټین په افغانستان کې د امنیتي حالاتو په اړه د نړیوالې ټولنې سره اندېښنې شریکې کړې دي، چې ښکاره خبره ده سمې خواته نه دي روان.

که څه هم ځیني امریکايي مشران او څېړونکي د افغانستان حالات ډېر ښه نه ويني خو د وایټ هاوس او ارگ واکمن گڼي د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د [طالبانو] د مقابلې دپاره وسلې، پوره عسکر، او پوځي تعلیمات لري. دويي واييپه افغانستان باندې د طالبانو د قبضې مخنیوی ناممکن نه دی.