دسوشل میډیا ټرینډونو په اړه دحکومت په دریځ دمخالفو ګوندونو سختې نیوکې

دپاکستان په ضد په تازه ورځو کې په ټولنیزو رسنیو یو هشګ ټيک ټرینډ شوی چې پکې په پاکستان دبندیزونو لګولو غوښتنه شوې خو فواد چوهدري وایي چې ددې ترشا هند،افغانستان اؤ پي‌ ټي ایم لاس لري.

دپاکستان په ضد په ټولنیزو رسنیو د چلیدلو ټرینډونو په اړوند دمرکزي وزیر فواد چوهدري اؤ د وزیراعظم دمعاون معید یوسف په بیانونو پاکستان کې دحکومت مخالفو ګوندونو مشرانو سختې نیوکې کړي اؤ وایي پر نورو دتورونه لګولو او پر رسنیو دبندیزونو لګولو پر ځائ پکار ده چې اوسنی حکومت خپلو کمزوریو لري کولو ته پام وګرځوي.

دپاکستان په ضد په تازه ورځو کې په ټولنیزو رسنیو یو هشګ ټيک ټرینډ شوی چې پکې په پاکستان دبندیزونو لګولو غوښتنه شوې خو فواد چوهدري وایي چې ددې ترشا هند،افغانستان اؤ پي‌ ټي ایم لاس لري.

د مرکزي حکومت دکورنیو چارو د وزارت د ډیجیټل میډیا څانګې لخوا یو رپورټ کې ویل شوي چې تیرو دوو کالو کې یعنې جون کال ۲۰۱۹ څخه اګست کال ۲۰۲۱ پورې په ټولنیز رسنیو یا سوشل میډیا د پاکستان په ضد د ټولو زیات ټرینډز د هند لخوا چلول شوي.

په دې رپورټ کې دعوه شوې چې دهند لخوا دچلول شوؤ دې ټرینډونو په پاکستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ پي ټي ایم ملاتړ کړی دی-

د حکومت له خوا په ټولنیزو رسنیو د پاکستان پر ضد د چلیدلو ټرینډونو په اړه دغه رپورټ ته په ځواب کې د پي ټي ایم مشر منظور پشنین په ټویټر لیکلي ، د طاهر داوړ، ارمان لوڼي، عارف وزیر، خړ کمر، اسد خان اڅکزي، هارون بلور ، عثمان کاکړ، ای پي ایس او په هیواد کې د ۷۰ زره شهیدانو او جنګې جرمونو په اړه دتحقیقاتو رپوټ کله خپروئ؟

منظور پشتین ویلي "په ولس د تورونو څخه د ریاست تصحیح ممکن نه ده، په پروپیګنډه کار نه کیږي انصاف به کول وي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ ډیوه ته واې پي ټي ایم د امن خبره کوي او د جنګ او دهشتګردۍ مخالفت کوي، که چرې ترهګري دپاکستان ریاست دتګلارې په توګه اخلي نو بیا به هم دوئ د ترهګرۍ په ضد خپل کمپاين روان ساتي.

هغه وویل د مرکزي وزیرانو بیانونه څه نوې خبره نه ده، دوئ ټاکل شوې هم ددې دپاره دې چې دمخالفینو په ضد بد رد ووایي.

دحکومت مخالفه ګوندونو دا هم وینا ده چې په هیواد کې پر مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو خلکو ته د رايې څرګندونې داجازې نه ورکولو مقصد دوئ دحکومت پر کارکردګۍ د نیوکو څخه منعې کول دي.


دستر حکومت مخالف ګوند مسلم نواز ډلې د قامي اسمبلۍ غړی عباد الله خان ډیوه ته وایي دا لومړی حکومت دی چې د پي ټي ایي نه علاوه د چا وجود نه تسلیموي که هغه میډیا ده او که مخالف ګوندونه.

نوموړي وویل حکومت باید دې خبرې ته پام راګرځوي چې خپله بهرنۍ اؤ کورنۍ تګ لاره سمه کړي.

دعبادالله خان په وینا حکومت دداسې خلکو په لاس کې دی چې پخپلو مخالفینو دتورونو لګولو پرته یې هیځ نه دي کړي.

هغه زیاته کړې کله چې ټولنیزو رسنیو د عمران نه یو لویې لیډر جوړ کړی ؤ نو هغه وخت عمران خان د سوشل میډیا تحفظ کولو او اوس که څوک پر سوشل میډیا بې پلوه راېې هم ورکوي یا د حکومت د خرابې کارکردګۍ خبره کوي نو پرې بندیزونه او تورونه لګول کیږې.

په دې اړه ډیوه د ډیجیټل میډیا د کارونکو د حقونو د کارمندانو دریځ تر لاسه کولو د پاره د هغوئ سره هم رابطه وکړه خو هغوئ په دې اړه د خپلې رایې شریکولو څخه ډډه وکړه.