جنرال باجوه:امریکې سره اوږد مهاله اړېکې غواړو

دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد وايي پاکستان د امريکي سره د اوږد مهاله اړيکو خواهش لري او دافغان شخړى هواري لپاره به پاکستان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دافغانستان د حالاتو پسر د دواړو هيوادونو اړيکي دخړې شوې دي .

څيړونکي وايي که پاکستان او امريکا وغواړي نو اوس هم افغانستان کې دجوړ جاړي لپاره په ګډه ګټور کردار لوبولى شي.

د خالي په ورځ دهيواد د ازادۍ د ورځې لمانځلو په ترڅ کې سرکاري ميډيا باندې خپور شوي د وزير اعظم عمران خان د ولس لپاره پيغام کې هم د افغانستان ذکر شوی دی.

هغه ويلي پاکستان د افغانستان سره دلګيدلې پولې ددفاع لپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دي.

وزير اعظم عمران خان تکرار کړې چې د افغان شخړې هوارى د طاقت د لارې شونی نه دى.

بل اړخ ته د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه وايي افغانستان کې د امن لپاره به پاکستان د ټولو اړونده ډلو سره خپلې مرستې دوامداره ساتي.

د پوځ دعامه اړيکو څانګې ایي ایس پي ار ترمخه د تيرې جمعې په ورځ جي ايچ کيو کې دپوځ سرلښکر او دامريکا پاکستان کې په ځائ ناستې سفيرې ترمنځ ملاقات کې د افغانستان په حالاتو او دوه اړخيزه اړيکو باندې خبرې اترې شوې دي.

جنرل قمر جاويد باجوه ويلي پاکستان د امريکا سره د اوږد مهاله اړيکو هېله من دی.

په عین حال کې د پاکستان دباندنيو چارو وزارت هم ويلي چې پاکستان امريکا خپل ملګرى هيواد ګڼي.

دخارجه دفتر بيان زياتوي دواړه هیوادونه افغانستان کې امن غواړي او په دې ترڅ کې د پاکستان د موثره کرداد له امله د امريکا د افغان طالبان سره او بيا د طالبانو د افغان دولت سره ناستې او مذاکرات ممکنه شوي وؤ.

د پاکستاني چارواکو د امريکا سره د اړيکو په هکله دبيانونو په اړه دپاکستان پخوانى سفارتکار اياز وزير وايي دواړه هيوادونه که وغواړي نو اوس هم په ګډه دافغان جوړ جاړي عمل کې موثره کردار لوبولى شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې اياز وزير وويل پاکستان د افغانستان ګاونډي هيواد دى او امريکا په افغان دولت اثر لرلو سره افغان طالبانو سره هم لوظنامه کړې ده ځکه که دواړه هيوادونه مخلص وي نو د يو بل سره همکاري کولى شي.

نوموړي زياته کړې ده" دا دومره اسانه هم نه ده اؤ په دې لاره کې تر ټولو ستر خنډ د امريکا دا خواهش دى چى هند ته افغانستان کى موثره کردار ترلاسه شي خو پاکستان دا چرې هم زغملى نه شي"

تر دې دوه ورځې وړاندې وزير اعظم عمران خان ويلي وؤ امريکا هند خپل سټراټیژیکي ملګرى هيواد ګڼي خو ددې په پرتله پاکستان سره بيا بل ډول چلند ساتي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرل فيض حميد او د قامي سلامتيا سلاکار معيد يوسف د امريکا سفر کړى ؤ او دغلته یې د لوړپوړو امریکایي چارواکو سره ملاقاتونه کړي وؤ خو يو عام تاثر دا دى چې دغه دوره دومره ګټه وره نه وه.

تيره اوونۍ د امريکا د فاع وزير لويډ آسټن د پاکستان دپوځ سرلښکر سره د ټيلیفون په ليکه تماس کې د افغانستان پولې ته نزدى پاکستاني حدونو کې د ترهګرو خوندي ځايونو باندې انديښنې ښودلې وې او ددې په ضد ېې په عمليات ټينګار کړى ؤ.

خو پاکستان دریځ لري چې په خاوره کې دترهګرو خوندي ځالې نشته.