دشمالي وزیرستان د دته خیل بازار تاجران د اوؤ زرو ړنګو دوکانونو معاوضه غواي

د شمالي وزيرستان د دته خېل بازار تاجران وايي د ضرب عضب عملياتو په مهال اووه زره دوکانونه تباه شوي او د اربونو روپو سامان لوټل شوی خو حکومت ورسره تراوسه مرستې ونه کړې.

دوئ غوښتنه کړې چې باید ورسره د میرانشاه او میرعلي دتاجرانو په څیر مرستې وشي چې بیا یې کاروبار روان شي او وایي که دا غوښته یې په لسو ورځو کې ونه منل شوه بیا به د صوبې مرکز پیښور ته لاريون کوي.

د دته خیل د بازار دوکاندارانو تیره ورځ د میرانشاه پرېس کلب مخې ته د خپل تاوان غوښتو دپاره احتجاج کړی دی. چې پکې د پوځ او حکومت نه د تاوان پوره کولو خواست شوی.

د سوداګرو د اتحادیې مشر ملک ګلاب خان وي او ډیوه ته ويلي د ضرب عضب عملياتو په مهال سوداګرو ته په اربونو روپو تاوان اوښتی دی.

هغه ويلي له واپسۍ وروسته دوئ بیا بیا دخپلو تاوانونو د اره احتجاجي مظاهرې کړې او غوښتنه کوي چې دوئ سره دې دمیرانشاه او میر علي دتاجرانو په څیر مرستې وشي خو حکومت د دوئ غوښتنو منلو ته سنجيده نه دی.

د ګلاپ خان په وېنا د صوبې حکومتي چارواکو سره يې تیرو دوؤ کالو نه ليدنې کیږي او حکومت د تاوان ورکولو ژمنه کوي.

خو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دې لیدنو کې کله ورسره يوه او کله ورسره بله وعده کيږي خو يوه پوره نه کړی شوه.

هغه زياته کړه دوئ نه انتظامیه لس ورځې وخت غوښتی او که دې وخت پورې یې دوئ سره پخه ژمنه ونه کړه بیا به دوئ د صوبې مرکز پیښور ته لاريون کوي او هلته به پاخه کښېني.

په شمالي وزيرستان کې د کال 2014م په نیمایي کې د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي وؤ.

د دته خیل دغه تاجران وایي په 2014م کال کې چې د دوئ په سیمو کې عملیات پیل شول، نو دوئ کډه شول او کورونه، کاروبارونه هر څه ترې پاته شول، خو کله چې بیرته خپلو سیمو ته ور ستانه شول، نو کاروبارونه او دوکانونه یې تباه وو.

د شمالي وزیرستان د تاجرانو د ټولنې یو بل غړي مشرف وي او ای ډیوه ته وویل"کله چې موږ کډه کېدلو دوکانونه مو له سامانونو ډک پاتې وؤ، خو کله چې بیرته راغلو نو نیږدې شپږ زره دوکانونه مو نه وو په بیلډوزر هوار کړل شوي وو"

یو دوکاندار خالد وایي، د دوکانونو له تباه کېدو سره یې په اربونو روپۍ تاوان شوی دی:

هغه وایی زموږ ځکه په اربونو روپۍ تاوان شوی دی، چې دا د افغانستان سره پله لري، د افغانستان په لار مو له چین څخه په کنټینرو سامانونه راوړل، له دوبۍ سره مو کاروبار کاوه، خو موږ ته یې د عملیاتو تر پیل کېدو مخکې صرف درې ورځې وخت راکړ نو موږ خو د کور له سامانونو پرته بل څه له ځانه سره نه شول وړالې

د شمالي وزیرستان تاجرانو د پاکستان له وزیراعظم عمران خان او پوځ څخه غوښتنه وکړه، چې د دوئ د کاروبار غم دي وخوري، ځکه چې وایي د کاروبار د نشتوالي له امله یې اولادونه په خیر غوښتو مجبور شوي او له تعلیمه بې برخې شوې دي.

احتجاج کوونکي بيا دا ګيله هم کوي چې د ميرعلي نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی اقبال وزير چې د واکمنه تحریک انصاف ګوند سره یې تعلق هم دی او اوس ورسره د امداد او بيا ودانۍ وزارت هم دی هغه هم د سيمې د خلکو په مشکلاتو غلی پاتې دی.

وایس اف امریکه ډیوه اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو هغوئ د میسج لیدلو وروسته څه ځواب ونه ویلو.

د انتظامیه دفتر وویل په دې اړوند د صوبې حکومت ته سپارښتنه شوې او هغه ځائ نه چې څه لارښونه وشي په هغې به عمل کوي.

له دې وړاندې د شمالي وزيرستان د مرکز میران شاه او میرعلي دوکاندارانو د تاوان د پاره احتجاحي مظاهرې کړې وې .

خو د خېبرپښتونخوا صوبې هغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وؤ چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځائ د يوې مرلې تاوان به ۱۵لکه روپۍ او د غورځول شوؤ دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.