د جنوبي وزيرستان د منتخب استازي علي وزير په بندي کولو سره د علاقې د خلکو غږ غلی کړی شوی، جرګه

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي خلک وايي د علاقې نه منتخب کړی استازی (علي وزير) په زندان کې اچول داسې دي چې د علاقې د خلکو د حقونو غږ غلی کړی شوی دی.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي خلک وايي دوی د خپل منتخب استازي علي وزیر د خوشي کولو د پاره اسلام اباد ته د لاریون کولو پلان جوړوي.

جنوبي وزیرستان چې د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلع ده د دې سيمې خلک وايي په تيرو کلونو کې په تندروۍ او جنګونو کې دا علاقه سخته ځپل شوې چې پکې په خپله علي وزیر هم د ترهګرۍ ښکار شوی او د کورنۍ 18 غړي يې په دغه بدامنۍ کې وژل شوي دي.

خلک وايي د علي وزیر ګرفتارول د هغوي په حقونو ډاکه اچول دي او د دوی حقونه تروړل دي.

د وزیر قبیلې قامي مشر ډاکټر ګل علم وايي دوی د حلقې د خلکو په نمایندګۍ یوه جرګه جوړه کړې چې د سیاسي ګوندونو مشرانو او انساني حقونو تنظیمونو سره يې لیدلي او دوی ته يې د ملاتړ ویلي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل دوی نن د حکومت په استازيتوب د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر سره ویني او که دوی ته د علي وزیر د خوشي کېدو په اړه څه مثبت ځواب ترلاسه نه شو نو بیا به د وزیرستان نه اسلام اباد ته د حلقې خلک احتجاج کوي او هلته به په پرلت کښېني.

دجرګې یو غړي ملک ګل محمد وویل علي وزیر کوم جرم نه دی کړی هغه په خپله د ترهګرۍ ښکار شوی دی.

هغه زیاته کړه هغه د خلکو متنخب نماینده دی او هغه د جنګ ځپلې ضلعې د امن، د خلکو د بیا ابادکارۍ او ترقۍ دپاره غږ پورته کولو.

هغه ویل د دوی د حلقې خلکو مکمله د احتجاج تیاري نیولې او د جرګې غرض دا وه چې دوی حکومتي چارواکو ته د وړاندې نه خبرتیا ورکړي.

د جرګې یو بل غړي ملک ثناء الله وویل علي وزیر د خلکو په رایې پارلیمان ته رسیدلی او د دوی ګرفتاري د حلقې د خلکو په رایې ډاکه اچول دي.

هغه زیاته کړه علي وزیر د تیرو نهو میاشتو نه د کراچۍ په زندان کې بندیوان دی چې له وجې يې د علاقې ټولې پرمختیايي چارې په ټپه ولاړې دي او د دوی جنګ ځپلې سیمه چې د وړاندې نه د اسانیتاو د نشت والي سره مخامخ ده او د دغه لارې د دوی حقونه نور تروړل کیږي او وزیرستان به نور هم شاته پاتې شي.

علي وزیر د تير کال دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې پرضد جوړه مقدمه کې بنديوان دی.

ياده مقدمه چې د علي وزیر د پي ټي ايم د مشر منظور پشتون، محسن داوړ او نورو پرضد درج شوې علي وزیر په دغه مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې راوستی وو.

په ياده مقدمه کې د علي وزیر د نیولو وروسته په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو شمېر غړي نيول شوي خو هغوی ټول بيا په ضمانت پرېښودی شوي او د علي وزیر ضمانت اول د ترهګرۍ ضد عدالت او بيا د سيند هايکورټ رد کړی وو.