کوټه: د ليويز سرتيرو د جسدونو سره په شپږمه ورځ احتجاجي پرلت دوام لري

د ليويز د جسدونو سره احتجاجي پرلت

د بلوچستان صوبې د کوټې او ژوب ترمنځ په غټ سړک د ليويز د وژل شوو سرتيرو د جسدونو سره احتجاجي پرلت په شپږمه ورځ هم دوام لري.

احتجاج کونکي وايي تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې مړي نه ښخوي.

د ژوب او کوټې تر منځ پر لوی سړک د زيارت کراس پر سيمه د روان پرلت مشر نواب ايازه جوګيزی وايي حکومت ته يې د غوښتنو منلودپاره دوې ورځې وخت ورکړی دی.

د نواب اياز په خبره تيره ورځ يې د بلوچستان وزيراعلا جام کمال سره يې ليدلي، هغه نورې غوښتنې ورسره منلي خو وايي چې له ضلع زيارت او هرنايي څخه د اېف سي ځواک د ايستلو د غوښتنې په اړه وزير اعلا ته دوې ورځې نور وخت ورکړی دی.

د تيرې پنجشنبې/ زيارت په ورځ (26 اګست) د زيارت په مانګي ډيم سيمه کې د ليويز ځواک پر موټر بمي بريد کې د رسالدار ميجر، نايب رسالدار او سپاهي په ګډون درې تنه وژل شوي او درې ټپي شوي وو.

د يادې پېښي زمه واري بلوچ وسله والې ډلې بي اېل اې منلې وه.

د پېښې وروسته د وژل شوو کورنيو او او د بيلا بيلو سياسي ګوندونو غړو او مدني فعالانو له جسدونو سره يو ځای احتجاجي پرلت پېل کړی وو.

احتجاج کوونکو د پېښې د اېف ايي ار د درج کولو، اغېزمنو کورنيو ته د انصاف ورکولو، د ضلع زيارت د مرستيال کمشنر او نورو ضلعي چارواکو له دندو د لري کولو تر څنګ، له ضلع زيارت او هرنايي څخه د ايف سي ځواک د تل لپاره د ايستلو غوښتنې کړي دي.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو د ايف سي ځواک له يادو سيمو د ايستولو په په اړه څه ونه ويلي خو د ھغه په خبرہ که د سيمې خلګ د ایف سي له کوم سرتيري يا افيسر څخه شکايت لري حکومت به هغه شکايت ليري کوي هغه زياته کړې چې د پرلت او حکومت له لوري د جوړه شوې کمېټۍ سپارښتنې به مني.