دافغان پوځ بیا منظم کولو دپاره دپاکستان پوځي اؤ استخباراتي چارواکي دکابل دسفرپلان لري

نړیوال مطبوعات وايي پاکستان پلان جوړ کړی چې د هېواد د امنیتي او استخباراتي ادارو چارواکي او په ممکنه ډول د خفيه ادارې ايي ایس ايي مشر د کابل سفر وکړي او د افغانستان د پوځ په بېا رامنظم کولو کې د طالبانو مرسته وکړي.

دغه خبره رویټرز خبري ادارې د يو پاکستاني چارواکي (چې نوم يې نه دی څرګند کړی) له خولې کړې ده اؤ ویلي یې دي چې اسلام اباد د پاکستان او افغانستان په پوله پرته سيمه کې د تندلارو د بريدونو سېوا کېدو په ويره کې دی.

پاکستان په داسې حال کې دا ويره څرګنده کړې چې طالبانو کابل نيولی او د دوه اوونیو تيرېدو باوجود هم په افغانستان کې کوم حکومت نشته.

پاکستان په نړۍ ټينګار کوي چې د افغانستان د ثبات دپاره رول ولوبوي.

پاکستاني چارواکي ویلي، نړيوالې ټولنې له پکار ده چې د افغانستان د پوځ په بيا راجوړولو کې د طالبانو مرسته وکړي چې دوئ د افغانستان په خاوره خپل کنټرول کلک کړي.

رويټرز ويلي پاکستان پلان جوړ کړی چې د ملک د امنيتي او استخباراتي ادارې چارواکي، او په ممکنه ډول د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر د کابل سفر وکړي او د افغان پوځ په رايوځای کولو کې د طالبانو سره مرسته وکړي. خو طالبانو په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

ددفاعي چارو څېړنکار اؤ دپاکستان دپوځ پخواني افسر بریګیډیر(ر)سید نزیر وي او ای ډیوه ته ویلي ترڅو چې په پاکستان دطالبانو دملاتړ د تورونو خبره ده نو که پاکستان د زمزم په اوبو ولامبي نو بیا یې هم پرضد دغه تورونه نه ختمیږي.

هغه وایي دا مهال چې دافغانستان کوم وضعیت دی هغې کې دنړۍ دپاره دوه لارې پرانستل شوي دي، یوه دا چې طالبان یوازې پریږدي اؤ بله دا چې هغوئ سره په څه نا څه ډول اړېکې ولري.

هغه وایي طالبانو سره دنړۍ اړېکې ټینګیدل پخپله دنړۍ په ګټه دي.

بریګیډير سید نزیر وویل چې کله امریکې په عراق برید وکړو اؤ دعراق پوځ تالا ترغۍ شو نو دهغې ځائ په عراق کې دداعش په څېر شبکې ونیولو اؤ دعراق ځېنې ځواکونه په نورو مزاحمتي ډلو کې شامل شول.

نوموړی وایي امریکا پخپله هم دا منلې دا چې دا د دوئ تر ټولو ستره تېروتنه وه.

پېښور پوهنتون کې دشخړو اؤ امن دمطالعاتو دڅانګې پروفیسر ډاکټر جمیل چترالي هم وایي که پاکستاني چارواکي افغانستان ته دخپلو اندېښنو څرګندولو دپاره ځي نو دا یوه جلا خبره ده خو لا هلته حکومت نه دی جوړ اؤ که پاکستان دهغوئ سره کومه مرسته کول غواړي نو باید چې هغې ته د ریاستونو ترمنځ دمرستې په توګه وکتل شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دنن نه میاشت وړاندې دغربي نړۍ دې تورونو ځائ نیولو چې دپاکستان په پوځ کې دطالبانو خواخوږي موجود دي اؤ دهغوئ سره مرستې کوي خو چې کله طالبانو کابل ونیولو اؤ څنګه یې امریکا سره دهوایي ډګر په معامله کار وکړو نو دا تورونه اوس ځائ نه نیسي.

د دي نیوز انګریزي ورځپاڼې خبریال مشتاق يوسفزي وایي په دوحه کې د امریکې او طالبانو په لوظنامه کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه کارولو ته نه ورکوي اؤ اوس به کتل وي چې طالبان خپله دا ژمنه څنګه پوره کوي؟

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي افغانستان کې دبیلابیلو هیوادونو جنګیالي شتون لري او دا دافغانستان د ګاونډي هیوادونو دپاره ستونزې پیدا کولی شي.

دمشتاق یوسفزي په وینا طالبانو سره منظم حکومت،پولیس او پوځ نشته او که دا جوړ نه شي نو ویرې شته چې دغه مختلفې ډلې د افغانستان خاوره دنورو پرضد وکاروي.

مشتاق يوسفزی وایي په افغانستان کې د چین،پاکستان او عرب هیوادونو خلک دي که بېرته لاړ نه شي نو په طالبانو به فشار زیات شي ځکه چې طالبان داعش سره په جنګ دي او دوئ به نه غواړي چې دنورو ډلو په ضد فعالیتونه وکړي او ځان له نور محاذونه پرانزي.

پاکستاني چارواکي کابل ته امنیتي اؤ استخباراتي چارواکو دسفر دا خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي دي.

د طالبانو لخوا د کابل نيولو وروسته داسې خبرونه مخې ته راغلي وؤ چې طالبانو د باګرام زندان څخه ټول 5000 بنديان خوشي کړي چې پکې د القاعده غړي هم شامل دي.

په ټولنيزو رسنيو بيا داسې هم ویل شوي وؤ چې په دغو بنديانو کې د پاکستاني طالبانو د يو مشر فقير محمد په ګډون په سوونو پاکستاني طالبان خوشي شوي دي.

دقبایلي صحافیانو داتحادیې پخوانی مشر اؤ وتلی خبر یال صفدر حيات داوړ وایي د دواړو هیوادونو خاوره د یو بل په ضد کارولی شوې او کیږي .

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي صفدر داوړ ویلي ټي ټي پي او داعش د وړاندې څخه د پاکستان په ضد فعالیتونه کوي په افغانستان کې داسې علاقې شته چې هلته د طالبانو عملداری نشته او بهرني ځواکونه وتلي او منظم حکومت هم ختم شوی چې د دغو ډلو مخه ونیسي.

پاکستاني طالبانو هم دخپل مرستیال مشر مولوي فقير محمد د خوشي کېدو ويلي وو.او وروسته بيا د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد ويلي وو مالومات ورته ترلاسه شوي چې داعش او تحریک طالبان پاکستان د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان د ختيځې صوبې ننګرهار په غرييزه علاقو کې شتون لري.

پاکستان ويلي وو د طالبانو سره یې په دغه اړه رابطه کړې او بيا داسې دعوې هم شوې چې طالبانو د پاکستان په شکايت د پاکستاني طالبانو دپاره کمېشن جوړ کړی خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو د کمېشن جوړولو خبره سمه نه ده.

پاکستان د امنیت تازه اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې په 29 اګست د پاکستان پوځ ویلي وو د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبایلي ضلع باجوړ کې ترهګرو د پولې د پورې غاړې بريد کړی او دوه پاکستاني پوځيان يې وژلي وو.

پاکستان دغه بريد په کلکه غندلی چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد کاريږي.

پاکستاني طالبانو د باجوړ د بريد زمه واري منلې وه.

د طالبانو وياند ويلي د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد کارېدو نه پرېږدي.د مې په میاشت کې چې امریکا او نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه وتل پېل شوي په هغه وخت کې طالبانو په افغانستان کې بريدونو زور ورکړی او په دغه وخت کې د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنیتي ځواکونو بريدونه هم سېوا شوي وو.

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".