پاکستان کې د رائیو په برېښنایي مشینانو جنجال،اپوزیشن وایي دټولټاکنو نتیجې به نه مني

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه دمرکزي وزيرانو لخوا د انتخابي کميشن په ضد تورونه په دستوري ادارو حمله بولي او خبرداري ورکوري که حکومت راتلونکو ټولټاکنو کې اليکټرنکي مشينان وکارول نو دوئ به یې نتيجې نه مني.

بل اړخ ته د سپريم کورټ دري کسيزه بېنچ به د راتلونکې دوشنبې د ورځي نه د انتخابي کميشن دمشر سلطان سکندر راجه د نا اهلۍ لپاره عدالت ته دشوي خواست اوريدنه کوي.

دپيپلز ګوند، عوامي نيشنل پارټۍ او مسلم ليګ نواز په ګډون نورو يو شمير حکومت مخالفو ګوندونو دمرکزي وزيرانو لخوا دټولټاکنو په کمیشن لګول شوي تورونه په دغه دستوري اداره حمله ګرځولې ده.

د شنبې په ورځ لاهور کې خبري کانفرنس ته وينا کې دمسلم ليګ نواز ګوند مهم مشر اؤ پخواني د ریلوی وزیر خواجه سعد رفيق وويل حکومت د اليکټرانکي مشينانو دلارې راتلونکو انتخابات کې د ټګۍ منصوبه لري او چې کله انتخابي کميشن ددې په ضد قانوني پوزيشن خپل کړو نو اوس حکومت په کميشن پسې راپورته شوی دی.

د تيرې جمعې په ورځ د مخالفه پيپلز ګوند سينټر تاج حيدر په مشرۍ د سينيټ د پارليماني چارو قايمه کميټۍ د اليکټرونکي مشينانو د کارولو او بهرنيو هيوادونو کې ميشت پاکستاني وګړو ته د ووټ دحق ورکولو په اړه قانوني مسودې رد کړې وې او اتنخابي کميشن هم د يادې کميټۍ په وړاندې دحکومتي مسودو مخالفت کړى ؤ.

هم تيره ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري انتخابي کميشن مشر سلطان سکندر راجه باندې د مخالفه ګوندونو سره اړيکو او د دوئ په ايجنډا دکار کولو تورونه لګولي وؤ.

بل مرکزي وزير ښاغلي اعظم سواتي په کميشن باندې د رشوت اخستو او دانتخاباتو د خرڅون تور لګولى ؤ او تر دې یې ويلي چې اولس دې داسې ادارو ته اور واچوي.

د وزير اعظم سلاکار بابر اعوان پخلى کړى چې حکومت دراتلونکې دوشنبې په ورځ د پارليمان دشريکې غونډې د لارې د سينيټ نه د رد کړى شوى مسودو د منظورۍ اخستو پريکړه کړې ده.

مخالفه ګوندونو خبردارى ورکوي که حکومت داسې کوي نو دوئ به یې نه زغمي او نه به دوئ د اليکټرونکي مشينانو د لارې دکيدونکو انتخابات نتيجې مني.

بل اړخ ته د سپريم کورټ دري کسيزه بينچ پرېکړه کړې ده چې د انتخابي کميشن دمشر سلطان سکندر راجه د نا اهلۍ لپاره عدالت ته دشوي خواست اوريدنه د راتلونکي دوشنبى ورځې څخه پیلوي