واشنګټن ـــ د پښتو ژبې نومیالۍ لیکوالې، شاعرې او افسانه لیکونکې زیتون بانو له اوږدې ناروغۍ وروسته نن د 83 کلنۍ په عمر په پېښور کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
زیتون بانو د پښتو د اوسنیو ښځینه لیکوالو په سر کې راځي چې شاوخوا پینځوس کاله یې پښتو ژبې او ادب ته کار کړی او په دې موده کې یې تر لسو زیات کتابونه لیکلي چې اکثر یې داستاني آثار دي.
د نوموړې لومړۍ غزل د پاکستان تر جوړېدو وروسته د 1951م په اپرېل میاشت کې په «انجام» اخبار کې چاپ شوی وو. مېرمن بانو وایي اجمل خټک له دې غزلې سره لیکلي وو «که زیتون بانو په ریښتیا څوک پښتنه پېغله ده نو د پښتو ادب سباوون روڼ دی».
زیتون بانو د پېښور د خلیلو تپې په سپینه وړۍ کلي کې د 1938م کال د جون پر 18مه نېټه د پیرانو په کورنۍ کې زېږېدلې وه، پلار یې پیر سید سلطان محمود او نیکه یې عبدالقدوس تندر هم شاعران وو.
مېرمن بانو ابتدایي تعلیم د پېښور په اسلامیه کالجېټ کې کړی او لسم ټولګی یې د الیزبیت ګرلز سکول څخه پاس کړی. نوموړې درې ماسټرۍ په اسلامیاتو، اردو او پښتو کې کړې دي.
زیتون بانو وایي کله چې وړه وه په کلي کې خلکو خصوصاً ښځو د دې له تعلیم سره ډېر مخالفت کاوه، خو وایي دې له تعلیم سره مینه لرله ځکه خو له لسم ټولګي څخه لیکوالي شروع کړه او پخپلو افسانو کې یې د ښځو د ژوند انځورولو ته ډېر پام وکړ.
زیتون بانو ډېره موده د پېښور په رېډیو او ټیلیویژن کې هم کار کړی او ګڼ شمېر ډرامې یې هم لیکلې دي چې ډېرې یې په فلمي بڼه جوړې شوې او د پاکستان د سرکاري ټیلیویژن له لارې خپرې شوې دي.
مېرمن بانو د خپل کار پر سر ګڼ شمېر ادبي اېوارډونه اخیستي وو. د پاکستان حکومت لوی ایوارډ (پرایډ آف پرفارمینس) هم په 1997م کال کې ورکړل شوی وو او له دې سره سره یې د پښتونخوا اباسین آرټس کونسل، ګندهارا او نورو ادارو هم وخت په وخت انعامونه او جایزې ورکړې دي.
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د زیتون بانو پر مړینه خفګان څرګند کړی او پښتو ادب ته یې د هغې مړینه لوی تاوان بللی دی. مشهور لیکوال، شاعر او سیاستوال افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي:
"د زیتون بانو مړینه د پښتو ژبې هر ویونکي د پاره د غم خبر دی، هغوی په خپل قلم په شلمه او یوویشتمه پیړۍ کې د پښتو ادبیاتو ستر خدمت کړی دی، د هغوی افسانې زمونږ د ټولنیز چاپیریال او کلتور تلپاتې هندارې دي".
زیتون بانو د نورو پښتو لیکوالو په نسبت شاعري لږ او نثر خصوصاً لنډه کیسه یا افسانه یې ډېره لیکلې ده. د هغې د لنډو کیسو 13 مجموعې، یوه د ډرامو مجموعه او یواځې یوه شعري ټولګه یې د «منجیله» په نوم چاپ ده.
د زیتون بانو د لنډو کیسو (افسانو) د ځینو مجموعو نومونه په دې ډول دي: «هنداره»، «ژوندي غمونه»، «مات بنګړي»، «خوبونه»، «زما ډایري»، «نېزه وړی»، «د شګو مزل» او «د خاورو څلی».
د مېرمن بانو ډېرې افسانې مختلفو لیکوالو او خپله لیکوالې په اردو ژبه هم ژباړلې دي چې وخت په وخت د پاکستان په مشهورو اردو مجلو کې چاپ شوې دي خو دغه اردو افسانې یې په کتابي بڼه نه دي چاپ شوې.