پاکستان: په روان مالي کال کې بهرنۍ پانګونې 20 فيصده راکمې شوي

د پاکستان مرکزي بېنک وايي په روان مالي کال 2022 کې په وړومبيو دوه مياشتو کې بهرنۍ پانګونې 20 فيصده نورې راکمې شوي دي.

مرکزي بېنک وايي، په مالي کال 2021/22 کې د جولايۍ او اګست په میاشتو کې 203 ملينه ډالره پانګونې (سرمايه کاري) شوې او تیر کال په دې موده کې 255 ملينه ډالره پانګونې شوې وې.

سټېټ بېنک وايي په تيرو درېو کلونو کې د کال په سر بهرنۍ پانګونې د 205 اربه ډالرو څخه نه دي زياتې شوي.

اقتصاد پوهان وايي په نړيواله کچه د کرونا وبا نه علاوه په پاکستان کې د سرمايه کارۍ دپاره سازګار ماحول نشته، د سي پېک پروژې لاندې په خصوصي اقتصادي زونونو يا برخو کې کار په قلاره روان دی، سي پېک پروژه ولاړه ده او په دوېم پړاو کې پرمختيا نه ده شوې.

پوهان وايي په پاکستان کې د سياسي اړي ګړي له امله سرمايه کار نه راځي.

د پوهانو په وېنا په ګاونډي افغانستان کې هم د سیاسي کړکېچ اثرات په پاکستان پریوځي او د پاکستان او ايي اېم اېف تر منځه د قرضونو لوظنامه هم په وړاندې نه ځي او بیا د اېف اې ټي اېف د بندېزونو له امله هم په بهرنیو پانګونو اثرات پرې ووځي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي د تیرو دوه کالو راهسیې بهرنۍ سرمايه کاري په کمېدو ده ځکه چې د حکومت لخوا د يو څو ګامونو نه علاوه داسې کوم ماحول نه دی راجوړ کړی شوی چې د غېر ملکي سرمایه کارو پام يې ځان ته راګرځولی وی.

هغه وايي بله دا چې په خصوصي اکنامک زونز کې هم کار په قلاره روان دی او د سي پېک په دوېمه برخه کې هم کوم پرمختګ نه دی شوی، نو پانګه وال دې ته هم ګوري چې د چين لخوا پانګونې ولې ولاړې دي او د دې سره بيا نوي سرمايه کار دلچسپي نه اخلي.

سجاد احمد وايي په منطقه کی بدلیدونکي حالات او په پاکستان کې هم د سیاسي اړي ګړي او غېر يقيني حالاتو پانګونو اغېزمنې کړي دي.

مرکزي بېنک وايي په تیرو دوه میاشتو کې د چين څخه زياتې پانګونې شوي او د تیر کال په پرتله په دوه مياشتو کې 32 فيصده زياتې شوي دي.

د مرکزي بېنک ترمخه په روان مالي کال کې د چين څخه په پاکستان کې 53.9 ملينه ډالره سرمايه کاري شوې او تير کال په دې موده کې 40.8 اربه ډالره پانګونې شوې وې. د برتانیې لخوا 18.8ملینه ډالره راغلې او د تیر کال په دوه میاشتو کې 20ملینه ډالره پانګونې شوې وې.

اقتصاد کار پوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وایي د کرونا وبا اغېزې په ټوله نړۍ شوي او د تګ راتګ لارې هم بندې دي او دا چې پاکستان د ايي اېم اېف سره کومه لوظنامه کړې وه هغه هم ولاړه ده او د ايي اېم اېف بندېزونه په بهرنيو پانګونو اثر لري.

مرکزي بېنک وايي زياتې پانګونې د مواصلاتو په څانګه کې 46 ملينه ډالره او د توانايۍ په څانګه کې 85.8 ملينه پانګونې شوي او د ودانيو او ټرانسپورټ، پټروليم او کيمياوي څانګو په برخه کې پانګونې کمې شوي دي.