ایا افغانستان کې دطالبانو دمرستو تورونه پاکستان مشکل کې اچولی شي؟

د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وایي په امریکا کې  دغه قرارداد دپاکستان دپاره ښه نه دی ځکه چې دې سره په افغانستان کې طالبانو سره د پاکستان دمرستو سوچ او فکر دوام مومي.

د امریکې ۲۲ؤ سنیټرانو د خارجه وزارت څخه غوښته کړې چې د کال ۲۰۲۰م نه تر کال ۲۰۲۱م پورې د طالبانو په ملاتړ دپاکستان لخوا ترسره شوي رول ته دې کتنه وکړي.

دغو سنیټرانو دا غوښتنه هم کړې چې د طالبانو په پلویانو باید بندیزونه ولګول شي خو څیړونکي وایي په افغانستان کې په تاریخي توګه د پاکستان یو کردار پاتې دی او بیا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ یوازې یو هیواد ذمه وار نه دی.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وایي په امریکا کې دغه قرارداد دپاکستان دپاره ښه نه دی ځکه چې دې سره په افغانستان کې طالبانو سره د پاکستان دمرستو سوچ او فکر دوام مومي.

هغه وایي دا خبره د وخت نه وړاندې ده ځکه چې تر اوسه طالبان چا په رسمي ډول نه دي منلي، د افغانستان په اړه د پاکستان کومه واضحه پالیسي نشته خو دوئ (پاکستان)غواړي چې په افغانستان کې امن راشي او ټول شموله حکومت جوړ شي او طالبان په رسمي توګه ومنل شي.

هغه وايي په افغانستان کې په تاریخي توګه د پاکستان یو کردار پاتې شوی او که دغه قرارداد عملي شي نو بیا پاکستان ته په خارجه تعلقاتو او ډپلوماسۍ کې مشکلات راتلی شي او بیا پاکستان د ایف ای ټي ایف په خړ نوملړ کې هم دی.

تیره میاشت داګست په ۱۵مه نیټه طالبانو کابل نیولی ؤ او د پاکستان لوړ پورو چارواکو، وزیراعظم او د کابینی وزیرانو پرې د خوشحالو څرګندونې هم کړې وې او بیا دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید د افغانستان سفر کړی ؤ.

دپاکستان د بشري حقونو وزیره شیرین مزاري د ټویټر د لارې لیکي پاکستان د امریکې او ناټو د ماتې پسر قرباني کیږي او پاکستان امریکې سره د ترهګرۍ په ضد ګډه مبارزه کې بې کچه قربانۍ هم ورکړي دي.

تیره ورځ دامریکایي سنیټرانو او پوځي چارواکو ترسره شوې غونډه کې د هغوئ په وینا د پاکستان په دوه مخيزه پالیسۍ سختې نیوکې شوې دي.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال او څیړنکار حقنواز خان وایي په کابل دطالبانو د قبضې یوازې یو هیواد ذمه وار نه دی .

هغه وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل په دوحه کې چې د طالبانو سره کوم تړون لاس لیک شوی هغه په بشپړ ډول نه دی عملي شوی او بین الافغاني مذاکرات په وړاندې نه وؤ تللي.

هغه وايي دطالبانو لخوا دومره په لږ وخت کې کابل نیول او بیا پنجشیر کې له کامیابۍ ترلاسه کولو وروسته په پاکستان دطالبانو دملاتړ تورونه لګیدلي وؤ خو دا تورونه د اوس نه، نه دي او وړاندې هم داسی تورونه په پاکستان لګیدلي دي.

ښاغلی حقنواز نواز وایي پاکستان اوس هم دا دعوې نه دي رد کړي چې د طالبانو اؤ پاکستان خپلو کې یو تعلق پاتې شوی ځکه خو دپاکستان وزیر اعظم او وزیر خارجه د طالبانو دپاره خبره کوي او دا فشار به موجود وي چې کوم شرطونه د دوحې لوظنامه کې نه دي عملي شوي هغه باید ومنل شي .

څیړونکی وایي په افغانستان کی د طالبانو دمخالفې سیاسي جبهې مشر مشر احمد مسعود هم وړاندې ویلي وؤ د پاکستان هوايي ځواکونو طالبانو ته مرستې ورکړي خو بیا په افغانستان کې طالبانو دا دعوې رد کړې وې