پوهان: د امریکې قانوني‌ مسوده د طالبانو د ملاتړ په سر د پاکستان او امریکې اړیکې خرابولای شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ۲۲ امریکايي سناتورانو لخوا نوي وړاندې شوي بېل ته په غبرګون کې ویلي، چې په امریکا کې ریپلېکنز ګوند غواړي په ولسمشر بایډن باندې د پاکستان پرضد فشار زیات کړي.

د پاکستان جیو ټي وي د قریشي له خولې راپور ورکړی چې په کانګرس کې د بایډن د ادارې مخالفین د افغانستان له ماتې څخه په ولسمشر بایډن فشار زیاتولو کې کار اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د پاکستان له اهمیت څخه انکار کول به له حقایقو څخه د سترګو پټول وي.
همدارنګه له دنیا نیوز سره خبرو کې شاه محمود قریشې ویلې، په واشنګټن کې خلک د افغانستان په بدلیدونکي وضعیت نه پوهیږي او اوس موږ افغان حکومت ته ګورو چې له خپلو ګاونډیانو سره څه ډول چلند کوې.

دوې زیاته کړه بېل ضرورې نه دې چې هم دغه ډول منظور کړې شې خو دا ویل غواړې چې پاکستان ته په څرګنده خپل رول ښودل دې او په راتلونکې کې چې دوې د پاکستان سره اړیکې غواړې هغه به هم په پام کې ساتل وي.
له دې څخه وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد د امریکا د ریپبلیکن سینیټرو له اړخه وړاندې شوې بېل په عکس العمل کې د بیان د لارې ویلې وو دغه بل د پاکستان او امریکا تر منځ کیدونکو مرستو په ضد دې.

دوې په بېل کې د پاکستان ذکر غیر ضرورې ګرځولې او ویلې یې دي، چې پاکستان د افغانستان سوله کې مرسته کړې او هر کله یې دا دریځ خپل کړې چې د افغانستان د ستونزې هوارې سیاسې خبرې دې او په راتلونکې کې د ترهګرې د مخنیوي د پاره به د پاکستان او امریکا تر منځ امنیتې مرستې مهمې وي.
د پاکستان د حکومتې مشرانو دغه بیانونه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د امریکا د ریپیلیکن ګوند ۲۲ سینیټرانو د افغانستان ترهګرې د مخنیوې د څارنې او احتساب بېل په نوم یو داسې بېل وړاندې کړې چې پکې د داسې رپورټ غوښتنه شوې چې د افغانستان د شل کلن جنګ په مهال او بیا د اګست په میاشت کې په کابل قبضې کې چا د طالبانو ملاتړ کړې؟
ویل کیږې چې رپورټ کې به د کال ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د طالبانو سره د پاکستان حکومت په ګډون د ریاستې او غیر ریاستې ادارو مرستې او د پاکستان لخوا تربیت، تیکنیکي او سټراتجیکې مرستو جاج اخېستل کېږي.
څیړونکې وايي، دا په طالبانو باندې د خپلو غوښتنو د منلو د پاره د امریکا لخوا پر پاکستان یو فشار دی.

د نړیوالو چارو پوه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک وایې: دغه بېل د پاکستان د پاره ښه خبره نه ده او پاکستان ته یو ښه پیغام نه ورکوې خو دوې دا هم وايي، چې نه ګڼې چې امریکا به بندیزونو اړخ ته روانه وي ځکه چې امریکا غواړې چې د طالبانو سره د خبرو د پاره څه لاره راوباسې- خو دا هم وايي که چېرې دغه بېل منظور شو نو پاکستان ته په سفارتې او اقتصادې کچه زیان رسیدلې شي.

اعجاز خټک ډیوې ته وویل، "امریکا غواړي په پاکستان باندې فشار زیات کړي ځکه واشنګټن په دې باور دی چې پاکستان په افغان طالبانو باندې اغیز لري او امریکا غواړي د پاکستان له دې امتیاز څخه په افغان طالبانو باندې فشار راوړلو کې کار واخلي خو که تصویب شي نو ستونزې به ورسره زیاتې شي."

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان د خپل زیارت یا پنجشنبې د ورځې په اداریه کې لیکلي، امریکا باید خپلو سټراټیژیکو ګټو ته هم وګوري مخکې له دې چې په ناسمه توګه پاکستان په افغانستان کې د حالاتو له خرابېدو سره تړي.

له پېښور پوهنتون څخه ډاکټر عرفان اشرف ډیوې ته وویل، "امریکا غواړي په پاکستان باندې فشار زیات کړي او ښايي په راتلونکو ورځو کې نور سناتوران هم له دغه بېل څخه ملاتړ وکړي. دا زیاته د ویجاړي د کنټرول لاره ده."
بل پلو ته په پاکستان کې د حکومت مخالفو ګوندونو له اړخه دغه بېل د پاکستان د پاره خطر ګڼلی او په سینیټ کې د بهرنیو چارو د قائمه کمیټې مشرې شرې رحمان ویلي، امریکا له طالبانو سره تر لوظنامې وروسته افغانستان پریښې- خو هغه په افغانستان کې مخې ته راتلونکو حالاتو ذمه وارې قبولو د پاره په پاکستان فشار اچوې.

شیرې رحمان ویلې، په دې اړه به په یووالې سره بهرنې تګ لاره خپلول وې، پاکستان د افغانستان ملګرې دې خو د یو خاص ډلې ویاند نه دې ، مونږ ته پکار ده چې داسې پریکړې ونه شې چې هیواد ته زیان ورسوي.
د څیړونکو دا هم وینا ده چې د پاکستانې مشرانوله اړخه په نړیواله کچه د طالبانو وکالت کول او د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس وهنه کولای شي په راتلونکې کې پاکستان له ستونزو سره مخ کړي.