کوټه ـــ د بلوچستان حکومت د ایس اینډ جي اې ډي ادارې د ټولو سرکاري ادارو مشرانو او افسرانو ته امر کړی چې د ټیلیفون پر وخت په موبایل کې د «پاکستان زنداباد» ګنټۍ ولګوي.
دا حکمنامه د ستمبر پر 28مه خپره شوې چې د ادارې د سیکشن افیسر بھادر خان دستخط ورباندې شوی دی.
په حکمنامه کې لیکل شوي چې دا فیصله د بلوچستان د چیف سیکرېټري په مشرۍ په یوه غونډہ کې شوې دہ. په حکمنامه کې لیکل شوي چې ټولې اړوند ادارې دې پر دې پریکړہ ضرور عمل وکړي.
په حکمنامه کې د موبایل د څلورو شخصي کمپنیو نومونو او د ھغوی له لوري پر خپلو موبایلونو د پاکستان زنداباد ګنټۍ د لګولو لارہ ھم ښوول شوې ده. حکومت د ای ټي (انفارمېشن ټیکنالوجي) ادارې ته د دې پرېکړې د عملي کولو امر کړی دی.
د حکومت پر دې پریکړہ پر ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې شوې دي، د مختاراڅکزي په نامه تن پر خپل فېسبوک پاڼه د حکومتي امر خبر خپور کړی او ورسرہ لیکلي یې دي:
"موږ به د پاکستان زنده باد ګنټۍ هم ولګوو ، موږ به پر هر موټر د پاکستان بیرغ هم ځوړند کړو، موږ به د موټرو شاته د مارخور عکس هم ولګوو، مګر د دې ضمانت به څوک راکوي چې له دې پس به د ایف سي ځواک پر څوکیو زموږ سپکاوی نه کېږي او له وطن سرہ زموږ پر مینه محبت به شک نه کېږي؟".
د بلوچستان د تعلیم د ادارې یوہ افسر د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډیوہ ته په خپګان سرہ وویل چې د حکومت له لوري دغه ځانګړي امر دوی په زړہ خفه کړي او وایي له ملک سره د یو چا د مینې څرګندولو لپارہ حکومتي پرېکړې یا امر ته ضرورت نه وي:
"د دې حکمنامې مطلب خو دا دی چې یا خو حکومت موږ پاکستاني نه ګڼي او یا له دې ملک سرہ زموږ پر وفادارۍ شک کوي، د حکومت دې کار په زړہ خفه کړي یو".
دا حکومتي پریکړہ په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې تر دې څو ورځې وړاندې د بلوچستان په ګوادر ښار کې د پاکستان د جوړوونکي محمد علي جناح لګول شوې مجسمه په بم الوزول شوې وہ.
یادہ دې وي چې تر دې وړاندي حکومتونو د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو ښارونو کې د دوکانونو پر دروازو (شټر) باندې د پاکستان بېرغونه جوړ کړي وو. پر دوکانونو د بېرغونو جوړولو کار ته د پوځي آمر جنرل پرویز مشرف په حکومت کې زیات زور ورکول شوی وو.