د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې د پاکستان دپوځ یو سرتيری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه بريد ذمه واري منلې او وایي په ګړيوم کې يې برید کړی او د دوؤ سرتيرو د وژلو دعوه يې کړې.
په سیمه کې امنیتي سرچینو تاید کړه چې د شمالي وزیرستان په دوسلي تحصيل کې په پوځ په ځمکه کې ښخ ماين چاودیدلی دی.
ويل شوي چاودنه په داسې حال کې شوې چې امنیتي ځواکونو په علاقه کې ګشت کولو.
په چاودنه کې د ملیشا ځواک عسکر فهد وژل شوي او یو بل سپاهي تنویر ژوبل شوی دی چې حالت یې اندېښمن ښودل کیږي.
د پاکستان پوځ په دې اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي خو تحریک طالبان پاکستان د دغه چاودنې ذمه واري منلې ده، د پاکستان حکومت تحریک طالبان پاکستان لاقانونه ډله ګرځولې ده.
امنیتي سرچینو ویلي د چاودنې سمدستي وروسته امنيتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې اؤ د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
په دې وروستيو کې دافغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي چې پکې د زياترو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.
په پاکستان کې دا بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.
د طالبانو د کابل نيولو سره داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان غړي راخوشي کړی شوي وو.
د اکتوبر په 4مه نیټه د پاکستان پوځ ویلي وؤ په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې په يو ترهګر بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی دی.
په دوېم اکتوبر د پاکستان پوځ ویلي وو د شمالي وزیرستان په سپين وام علاقه کې د ترهګرو په بريد کې څلور د فرنټير کروپس يا اېف سي ځواک څلور او يو د ليويز ځواک سرتیری وژل شوي و.ؤ
د دغه بريد ذمه واري هم ټي ټي پي منلې وه.
دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 28 ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، په جنوبي وزیرستان کې يې عمليات کړي او د لسو ترهګرو د وژلو دعوه يې کړې وه.
پوځ د دغو ترهګرو د پېژندګلو په اړه څه نه وؤ ويلي خو دومره يې ویلي وو چې په دغو لسو ترهګرو کې څلور کمانډران هم شامل وو.
د ستمبر په 15 نیټه جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې د پاکستان پوځ اووه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وؤ.
د تیرې جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوئ کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوئ سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده"
له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟ ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوئ وبخښو او دوئ به عادي وګړي شي"
د عمران خان دغه بيان د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په بريد کې د وژل شوو ماشومانو ميندو اؤ پلرونو غندلی ؤ. او حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو په دې اړه په پارلیمان کې د بحث کولو غوښتنه کړې.
د کال 2014 د دسمبر د میاشتې په 16 نېټه وسله والو د پېښور په ارمي پبلک سکول حمله کړې وه چې پکې د 130 نه زیات ماشومان ووژل شوي وؤ.
د هغه وخت د ټي ټي پي مشر ملا فضل الله په ای پي اېس د حملې ذمه واري په غاړه واخستله او ویې وېل حمله یې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په بدل کې کړې ده.
خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وؤ د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده.
په دویم اکتوبر بيا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد د طالبانو سره د خبرو په اړه ويلي وو، "څوک چې وسله وغورځوي د هغو سره خبرې کېدای شي خبرې اترې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي، اوس خو د خبرو پېل شوی دی خو د پاکستان د دښمنانو به مخنیوی کوو، ترهګر به ختموو"
هغه ويلي وو، "چا چې د ای پي اېس (ارمي پبلک سکول) ماشومان شهيدان کړي د هغوئ کېس جلا دی،چا چې کډې کړي د هغو کېس بدل دی، دا په غټه کچه خبرې کيږي مونږ د چا پرضد خپله خاوره کارېدو ته نه پرېږدو"