پاکستان کې دبجلۍ دیو یونټ بیعه نوره درې روپۍ لوړه کړل شوې ده

د پاکستان حکومت د بجلۍ نرخ د یو یونټ پسر نور درې روپۍ سیوا کړی دی اؤ دا پیسې به د روانې میاشتې نه د صارفینو څخه اخلي.

واړه کارخانه دار او سوداګر وایي د وړاندې نه هغوئ په کاروبارونو کې د برق د زیاتو بلونو له امله تاوانونو سره مخ دي او د توانایۍ زیاتې بیعې به دهغوئ کاروبارونه نور هم اغیزمن کړي.

اقتصاد پوهان وایي د نړۍ مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه د قرضونو د شپږم او اووم قسط ترلاسه کولو دپاره حکومت بجلی ګرانه کړې حکومت وایي دغه زیاتې بیعې به د ۳۰۰ یونټو څخه دکمې بجلۍ استعمالونکو نه. نه اخستل کیږي.

د بجلۍ د بیعو د تړلو ادارې نیشنل الیکټرک پاور ریګولیټری اتهارټی خپل بیان کې ویلي تیر کال دپاره د فیول ایډجسمنټ په مد کې ۱.۶۲ روپۍ اضافه شوې وه خو روان کال په ستمبر کې دا نیټه ختمه شوې او د بجلۍ نرخونه ۱.۲۵ روپۍ یونټ او د درې میاشتني اجسټمنټ په مد کې ۱.۶۶ روپۍ اضافه شوې .

په خیبر پښتونخوا کی د ماربلو او درنګونو د اتحادیې مشر سجاد احمد وایي تیره میاشت د بجلۍ نرخونه څلور ځله ګران شوي او د کمرشل بجلۍ یو یونټ بيعه د ۱۱ روپو نه ۳۰ روپو ته رسیدلې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دې سره په تجارت لګښتونه زیاتیږي او بیا کارخانه دار د زیاتو لګښتونو له امله د برآمداتو په مد کې په نړیوال مارکیټ کې مقابله نه شی کولی .

"زمونږه سره په مارکیټ کې د چین مقابله هم دہ که هلته په یو څیز ۱۰ روپۍ لګښت راځي نو دلته پرې ۱۳ روپۍ راځي نو بیا مونږ په نړیوال مارکیټ کې مقابلی ته هم نه رسوي"

نیپرا دبجلۍ نرخ کې دا اضافه په داسې وخت کې کړې چې مرکزي حکومت غواړي د نړیوالې مالیاتي ادارې څخه د پورونو 6م او 7م قسط تر لاسه کړي.

د اقتصادي چارو کار پوهه مهتاب حیدر وایي دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف له خوا د پورونو ورکولو دپاره دا شرطونه دي چې د بجلۍ بیعې باید زیاتې کړل شي چې داشان په ګردشي قرضو قابو بیا موندی شي.

د حکومت او ایي ایم ایف ادارې تر منځه ورچول مذاکرات هم روان دي نو ځکه د بجلۍ بیعې زیاتې کړی شوي خو زما خیال دی چې څومره هم بجلي ګرانیږي د بجلۍ غیر قانوني استعمال زیاتیږي.

د پاکستان حکومت سږکال د مارچ په میاشت کې د نیپرا په قانون کې بدلون راوستی ؤ او نیپرا ته واک ورکړل شوی ؤ چې په راتلونکو دوؤ کالو کی دبجلي په نرخونو کی 10 فیصده اضافه وکړي او په یو یونټ کې د 1.40روپو نه نیولې تر 5.5روپو اضافه وکړي چې له دې لارې به مرکزي حکومت ته 150اربه روپۍ د صارفینو نه ترلاسه شي