دهرنايي د زلزلې اغېږمنې کورنې حکومتي امداد ته په انتظار دي، وايي څلور ورځې وشوې چا يې حال نه دی پوښتلی.
د هرنايي د زلزلې اغېږمنې کورنۍ وايي لا هم تر شنه اسمان لاندې ورځې او شپې تيروي، د دوی په خبره څلورمه ورځ ده خو لا هم حکومتي مرستې نه دي ورته رسېدلې ،
د هرنايي کلي مرزا اوسېدونکی نصير شاه چې په دې زلزله کې يې يو د اکا زوی مړه شوی او د کور درې تنه يې ټپيان شوي دي ، ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل د دوئ په کلي مرزا کې اويا کورنۍ دي،
د ھغه په خبرہ په په دې کلي کې د زلزلې له کبله درې ماشومان مړه شوي او ډيری خلک ټپيان شوي دي۔
نصيرشاه وويل له زلزلې ورستو د کلي کورونه اوس د اوسېدو جوګه نه دي ځکه خلک ټول پر بيابان اوسېدو ته مجبور دي، خو په خبره يې خلک د اوسېدو بندوبست نه لري
“زیاته خونې کرېک(چاودیدلې) دي، خلک ټول له کورہ لیري پر بیابان ویدېږي،دلته سھار وخت یخ موسم دی، نور یخ ھم راروان دی، حکومت یوازي ھغو کورنیو ته خېمې ورکړې په کومو کې چې مړي شوي، مګر و نورو کورنیو ته یې خیمې نه دي ورکړي”
د ھرنایي یو بل اوسېدونکی فضل الرحمان چې ھلته له یوې خېراتي موسیسې( مسلم هېنډ) سره کار کوي ،دوئ د زلزلې له اغېږمنو سره مرستي کوي، فضل الرحمان و ډيوه ته وويل چې په سلو کې اويا کورنيو ته حکومتي مرستې نه دي رسېدلي،
“دلته خلک زیاته اړتیا د خیمو لري، ولې چې دلته په سلو کورونو کې ۹۰ کورونه خراب شوي او د استوګنې قابل نه دي“
د شمالي بلوچستان په هرنايي او نورو سيمو کې د چهارشنبې په سهار راغلې زلزلې تر ټولو زيات تاوان هرنايي ضلع ته رسولی،
په بېړنيز حالت کې د مرستو ايالتي ادارې پي ډي ايم اې چارواکي اسفنديار ډيوه ته وويل د هرنايي په بېلا بيلو سيمو کې د زلزلې له امله د ماشومانو او زنانو په ګډون نولس تنه مړه او دوه سوه دیرش ټپيان شوي دي
“په نولسو مړو کې اته ماشومان، اووہ د لوی عمر سړي او څلور ښځینه دي”
د اسفنديار په خبره له اغېږمنو کورنيو سره د حکومتي مرستو لړۍ پېل شوې خو وايي چې پوره تفصيل به يې تر سبا پورې معلوم شي،
بل لوري ته د بلوچستان وزير اعلا جام کمال رسنيو ته په ليږلي بیان کې ویلي چې زلزله ځپلې کورنۍ يوازې نه دي حکومت يې تر شا ولاړ دی،
په بيان کې ويل شوي خلکو ته مرستو لپاري ېې د سيوۍ کميشنر او د هرناي د مرستيال کميشنر په مشرۍ کې ځانګړې کمېټۍ جوړې کړې دي تر څو د اغېږمنو کورنيو شمېر معلوم کړي چې بيا يې صحېح او پر وخت مرستې وشي۔